د پاکستان په بلوچستان صوبه کې په دوه بېلابيلو بريدونو کې د اېف ـ سي (فرنټير کورپس) ځواک درې سرتيري وژل شوي او پينځه نور ټپيان شوي دي.
د پاکستان پوځ تيره شپه ناوخته ويلي، په اېف ـ سي ځواک يو بريد د کوټې نه نزدې 70 کلوميټره لرې په مارګټ کې او بل د ايران سره سرحدي پولې ته نزدې په تربت ضلع کې شوی دی.
پوځ ویلي ترهګرو په مارګټ کې د ترهګرو د اېف ـ سي ځواک په چيک پوسته بريد کې درې سرتيري وژل شوي او بل ټپي شوی دی.
ویل شوي ترهګرو بل بريد د تربت په شېر بانډۍ کې د پاکستان او ايران په پوله په ګزمه (ګشت) بوخت د اېف ـ سي په عسکرو بريد کړی او څلور سرتيري پکې ژوبل شوي دي.
د خبر ترمخه په وژل شوو سرتيرو کې لانس نايک سيد حسېن شاه، سپاهي فېصل او سپاهي نعمان الرحمان شامل دي.
په سمدستي توګه په اېف ـ سي ځواک د بريدونو زمه واري چا نه ده منلې.
په پينځمه مې د بلوچستان د افغانستان سره په پوله په ژوب ضلع کې په يو وسله وال بريد کې د اېف ـ سي اووه سرتيري وژل شوي او درې ټپيان شوي وو.
د پاکستان پوځ ويلي دغه بريد د افغانستان د لوري د پولې د پورې غاړې نه شوی وو.
په څلورمه مې د بلوچستان په اواران سيمه کې د ليويز ځواک په ګاډي چاودنه شوې دوه سرتيري يې پکې وژل شوي او دوه نور ټپيان شوي وو.
په وروستيو کې د بلوچستان سره د خېبرپښتونخوا په قبايلي او ورسره جوختو ضلعو کې هم وسله وال بريدونه سېوا شوي دي.