لاس رسیدونکی لینک

Breaking News

ملاله یوسفزۍ.دنړۍ مشران دې یروشلم کې دماشومانو په ضد دظلمونو مخه ونیسي


په نړۍ کې د جینکو دتعلیم دپاره غږ پورته کوونکې ملالې یوسفزۍ په یروشلم کې د روان تاؤ تریخوالي په ځانګړي ډول دماشومانو په ضد په کېدونکو ظلمونو خفګان ښکاره کړی اؤ نړیوالې رورولۍ نه یې ددې په ضد دسمدستي ګامونو اخستو غوښتنه کړې ده.

یروشلم چې فلسطینیان یې دبیت المقدس په نوم بولي دتیرو ځو ورځو راهسې داسرائیلي ځواکونو اؤ فلسطینیانو ترمنځ دنښتو په میدان بدل شوی دی.

دغلته دپیل شوؤ نښتو په اړوند د نړیوالې ادارې یونیسیف په رپورټ ملاله یوسفزۍ خپل ټوئټ کې لیکلي په یروشلم ګې دماشومانو په ضد تشدد د زغم نه بهر دی اؤ دې اوږدې شخړې د ډیرو ماشومانو څخه دهغوئ ژوند اؤ مستقبل تروړلي دي.

هغې ویلي په ماشومانو د روان ظلم په ضد نړیوالو مشرانو ته چټک ګامونه اخستل پکار دي ځکه چې ماشومانو اؤ نورو وګړو ته له تحفظ ورکولو پرته امن نه شي ټینګیدای.

دتیرې یوې اوونۍ راهسې دفلسطینیانو اؤ اسرائیلي ځواکونو ترمنځ نښتو کې وروسته له هغې شدت پیدا شوی چې د دوشنبې په ورځ په اقصا جومات کې په سوؤنو مسلمانان په عبادت بوخت وؤ اؤ ډزې پرې وشوې.

اسرائیلي ځواکونه دریځ لري چې تر دې وړاندې دهغوئ ۲۱ افسران په یو برید کې ژوبل شوي وؤ

دنړیوالو مطبوعاتو د راپورونو په اساس تر دې مهاله په نښتو کې شاوخوا درې سوه فلسطینیان اؤ ۲۱ اسرائیلي چارواکي ژوبل شوي دي

د ملګرو ملتونو امنیتي شورا د ګل په ورځ يوه غونډه کړې او په راولاړه شوې شخړه يې اندېښنه څرګنده کړې ده. د شورا په 15 غړو کې نهه غړو په دغه مسله د غونډې رابللو ويلي دي.

اسرايل ټول بېت المقدس خپل یو واحد پایتخت/سرښار ګڼي خو فلسطینیان غواړي چې خیتز بیت المقدس د دوئ د یو راتلونکي ریاست پایتخت پاتې وي.

XS
SM
MD
LG