لاس رسیدونکی لینک

تازه خبر

دپېښور دانتظامي چارواکي په ګډون پاکستان کې په کرونا وایرس نور 135 کسان مړه شوي


سرکاري شمیرې ښایي چې دتیر یو شواروز په مهال کې پاکستان کې نور 135 کسان په کرونا وایرس مړه شوي اؤ 2566 کسانو ته دا وایرس ورپورې شوی دی.

دپېښور مرستیال کمشنر یا ای سي شمس الاسلام هم د کرونا دلاسه په مړو شوؤ کسانو کې شامل دی .

پاکستان کې په کرونا دڅار د دولتي ادارې این سي او سي د تازه شمیرو له مخې په تیرو څلېریشتو ساعتو کې دهیواد دننه د کرونا د مثبتو پېښو کچه 8.61 پاتې شوې ده.

شمیرې ښایي چې تر اوسه پاکستان کې اتوؤ لکو 82 اؤ 928 کسانو ته دا وایرس ورپورې شوی اؤ 19752 پرې مړه شوي دي.

د کرونا د دریمې څپې په مهال دې موذي رنځ نه د ولس خوندي ساتلو په غرض حکومت د اختر نه وړاندې ګرد هیواد کې مارکیټونه،کاروبارونه اؤ تعلیمي ادارې تړلې وې خو د دوشنبې د ورځې نه یو ځل بیا هیواد کې کاروبارونه پرانستل شوي دي.

د 22 کروړه ابادۍ لرونکي دې هیواد کې تر اوسه 9 لکه اؤ 64 نه زیاتو کسانو ته کرونا ضد ویکسین ورکړل شوي اؤ حکومت وایي چې تر دې وړوسته به د ویکسین ورکولو لړۍ نوره هم چټک کوي.

خو حکومت مخالفه ګوندونه بیا تور لګوي چې حکومت ولس ته په پراخه کچه ویکسین لګولو کې د غفلت نه کار اخلی اؤ یوازې دمرستو ویکسین ته په تمه ناست دی.

په عین حال کې دپېښور اسسټننټ کمشنر شمس الاسلام هم د کرونا وایرس له امله دپېښور په یو روغتون کې ساه ورکړې ده.

دغه لوړ پوړی انتظامي چارواکی نزدې دوه میاشتې وړاندې په کرونا وایرس اخته شوی ؤ خو رپورټونه وایي چې لس ورځې وړاندې یې طبعیت ډیر خراب شوی اؤ په وینټي لیټر اچول شوی ؤ خو تیره شپه یې په هسپتال کې ساه ورکړې ده

د امریکې د جانز هاپکنز یونیورسټۍ د ګل، دوشنبې، د ورځ د شمېرو ترمخه په نړیواله کچه د کرونا وایرس د ناروغانو تعداد ۱۶۲۷۸۸۴۷۸ ته رسېدلی دی.

امریکا دوه دریش اشاریه نهه مېلین ناروغان، هندوستان څلېریشت اشاریه اووه مېلین او برازیل پنځرلس اشاریه شپږ مېلین د کرونا ناروغان لري.

بي بي شیرینه

بي بي شیرینه – په ټیلې ویژن
please wait

No media source currently available

0:00 1:59:59 0:00

Recommended

XS
SM
MD
LG