لاس رسیدونکی لینک

تازه خبر

په جاني خېلو کې د يو قامي مشر د وژنې پرضد په دوېمه ورځ احتجاجي ناسته روانه ده


د خېبرپښتونخوا د بنو ضلعې په جاني خېلو کې د يو قامي مشر د وژنې پرضد د پرون راهسې پېل کړی شوې احتجاجي ناسته په دوېمه ورځ روانه ده.

په جاني خېلو کې په 30 مې يو قومي مشر نصيب الله د نامالومو کسانو په ډزو وژل شوی او پرون بيا جاني خېل قوم د دغه وژنې پرضد احتجاجي پرلت پېل کړی دی.

د احتجاجي پرلت يو مشر ډاکټر نور محمد وايي، په هره علاقه کې هره ورځ د بدامنۍ پېښې رامنځته کيږي او د دغه بدامنۍ پرضد دوی دوه مياشتې وړاندې د وزیراعلی محمود خان سره ليدلي خو بيا هم دغه بدامني دوام لري.

وي او اې ډيوه سره په خبرو کې هغه وويل پرون ورته د علاقې د پوليس يو افسر (ډي اېس پي) او مرستيال کمشنر ورغلي خو دوی ورسره خبرې نه دي کړي ځکه چې وزیراعلی ورته باور ورکړی او د هغه په باور امن په ځای نه شو.

هغه وويل دوی اوس غوښتنه کوي چې کورکمانډر او د پوځ مشر دې ورشي او دوی ته د امنیت باور ورکړي.

پوليس وايي د قامي مشر د وژنې مقدمه يې د نامالومه کسانو پرضد درج کړې ده.

يو بل مشر حاجي بلکياز وايي، د 2001 نه دوی د بدامنۍ ښکار دي د خلکو وژنې روانې دي په اوونۍ کې دغه ډول يوه پېښه کيږي.

هغه وويل وزيراعلی چې د دوی سره کومې ژمنې کړې وې هغه نه دي منلي شوي، دوی اوس د وژل شوي مشر دپاره انصاف غواړي او که غوښتنې يې ونه منل شوې دې ځل له به اسلام اباد د وړو او زړو ټولو سره په احتجاج ځي.

په جاني خېلو کې د قومي مشر د وژنې او د پېښې پرضد د پېل شوي احتجاج په اړه وي او اې ډيوه د ضلعې د پوليس مشر او مرستیال کمشنر سره څو ځله د رابطې هڅه کړې دوی د خپل بيان ورکولو دپاره وخت غوښتی خو وروسته يې ټيليفون نه دی پورته کړی او نه يې ځواب ویلی دی.

د بنو په جاني خېلو کې د مارچ په 22 نېټه د څلورو تنکیو هلکانو مړي موندلی شوي وو چې عمرونه يې د 12 نه د 18 کلونو پورې وو، د مړه شوو هلکانو د خپلوانو په وېنا دغه هلکان د موندلو نه 20 ورځې وړاندې د ښکار دپاره وتلي او بيا يې مړي په داسې حال کې ترلاسه شوي چې تشدد پرې شوی او ښخ کړی شوي وو.

د يادې پېښې پرضد جاني خيلو احتجاجي پرلت پېل کړی، وژل شوو هلکانو ته د انصاف، د شهدا پېکج او په دغه پېښه کې د ککړو کسانو د مالومولو او د قانون منګولو ته سپارلو سره د علاقې نه د ټولو وسله والو لرې کولو او رياستي عملدارۍ په ځای کولو دپاره احتجاجي پرلت پېل کړی وو.

په 29 مارچ سهار د خېبرپښتونخوا حکومتي ویاند کامران بنګش ویلي وو د جاني خېلو سره کاميابې خبرې وشوې وزيراعلی (محمود خان) په خپله د غوښتنو منظوري ورکړه ټولې غوښتنې يې ومنل شوې او بيا احتجاجي پرلت ختم کړی شوی وو.

ځايي خلک وايي شوې وعدې ورسره نه پوره شوي.

خو يو امنيتي چارواکي د نوم ښکاره کولو په شرط ويلي، چې د علاقې د خلکو سره د شوو ژمنو نه زيات کار شوی دی، د وژل شوو هلکانو کورنيو ته يې امدادې پېسې ورکړي، ځينې بې درکه کسان خوشي کړی شوي او په نورو کار روان دی، په علاقه کې پوليس په ځای کړی شوي او تاڼه جوړه کړی شوې ده.

هغه وويل صوبايي حکومت د علاقې د پرمختيا دپاره دوه اربه روپۍ هم منظورې کړي دي. هغه زياته کړه په علاقه کې د ښه او بدو وسله والو توپير ختم شوی او هدفي عمليات روان دي، او کله کله چې دغه ډول پېښې کيږي دا په هر ځای کې کيږي د بدامنۍ نوم ورکول نه دي پکار.

بي بي شیرینه

بي بي شیرینه – په ټیلې ویژن
please wait

No media source currently available

0:00 1:59:59 0:00

Recommended

XS
SM
MD
LG