لاس رسیدونکی لینک

تازه خبر

مردان: د پوليو په ټيم بريد کې دوه پوليس وژل شوي


د خېبرپښتونخوا د مردان ضلعې په رستم علاقه کې د پوليو په ټيم بريد وسله وال بريد شوی او د پوليو په ټیم مامور ساتونکي دوه پوليس پکې وژل شوي دي.

د مردان پولیس ویاند (اې اېس ايي) فرمان علي خان وايي، د پوليس دوه سرتيري د رستم په پلو ډېرۍ علاقه کې د پوليو ټيم سره په ډيوټۍ وو او نامالومه وسله والو پرې ډزې کړي دي.

وي او اې ډيوه سره په خبرو کې فرمان تاييد کړه چې دواړه پوليس والا وژل شوي دي.

هغه وويل د ضلعې پوليس افسران او سرتيري علاقې ته رسېدلي او د لټون عمليات يې پېل کړي دي.

په مردان کې د پوليو پروګرام مشر ډاکټر فهد اقبال وايي، دا پېښه هغه وخت رامنځته شوې چې د پلو ډېرۍ په علاقه کې د پوليس سرتيري د پوليو ډيوټۍ څخه بيرته روان وو.

وي او اې ډيوه سره په خبرو کې هغه وويل د صوبې د نورو برخو په رنګ په مردان کې هم نن د پوليو ضد څاڅکو کمپاين درېمه ورځ وه او ماشومانو ته د پوليو ضد څاڅکو ورکولو دپاره ټيمونه په خپلو خپلو علاقو کې موجود وو.

هغه وويل د پېښې وروسته په ياده علاقه کې د پوليو په ډيوټۍ مامور ټيمونه مرکزونو ته راوستل شوي دي.

دا چې د پېښې وروسته کمپاين ودرول شوی دی، نوموړي ډاکټر وويل په عامو ورځو کې د پوليو څاڅکو ورکولو کمپاين د ورځې د دوه بجو پورې روان وي او د سبا نه به د کمپاين روان ساتلو په اړه د امنيتي چارواکو سره د مشورې وروسته پرېکړه کولی شي.

د مردان د رستم پلو ډېرۍ سيمه د وسله والو په اړه حساسه سيمه ګڼل کيږي او دغلته وړاندې هم د ترهګرۍ او د پولیس په هدف کولو پېښې رامنځته شوي دي.

د خېبرپښتونخوا د وزيراعلا مشاور کامران بنګش ويلي وزير اعلا په پېښه د خفګان څرګندونه کړې او د پېښې د پلټنو امر يې کړی دی.

د پاکستان په بېلابيلو برخو کې له دې وړاندې هم وخت په وخت د پوليو ټيمونه په هدف شوي دي.

د جنورۍ په میاشت کې په کرک ضلع کې د پوليو د ټيم په ساتنه مامور پوليس په بريد کې وژل شوی وو.

د پاکستان په 124 ضلعو کې د ګل په ورځ اووم جون د پوليو پرضد څاڅکو ورکولو کمپاين پېل شوی وو.

  • 16x9 Image

    فضل عزیز

    فضل عزيز په کراچۍ کې د وي او اې ډيوه خبريال دی په سياسي، تعليمي، صحت او کلتور سره په ټولنيزو موضوعاتو وېب، رېډيو او ټيلي ويژن ته رپورټونه جوړوي او په ځانګړو موضوعاتو ليکل هم کوي. د کراچۍ د اردو پوهنتون نه يې د جرنلزم او کراچۍ پوهنتون نه يې د نړيوالو اړيکو د ماسټرۍ ډګريانې ترلاسه کړي دي.​

بي بي شیرینه

بي بي شیرینه – په ټیلې ویژن
please wait

No media source currently available

0:00 1:59:59 0:00

Recommended

XS
SM
MD
LG