لاس رسیدونکی لینک

تازه خبر

پېښور زلمي او ملتان سلطان لوبډله سبا د پي اېس اېل په پايلوبه کې مخامخ کيږي


پاکستان سپرليګ شپږم (پي اېس اېل) په روانو سياليو کې د پېښور زلمي لوبډلې د اسلام اباد يونايټډ لوبډلې ته ماتې ورکړې او پايلوبې ته رسېدلې ده.

د پېښور زلمي لوبډله به سبا په 24 جون د ملتان سلطان لوبډلې سره په پايلوبه کې مخامخ کيږي.

د پېښور زلمي او اسلام اباد يونايټډ ترمنځ تيره ورځ ترسره شوې سيالۍ کې د اسلام اباد لوبډلې لومړی بېټنګ کړی او په ټاکلو 20 اوورونو کې يې په نهه لوبغاړو سوځېدو 174 رنزونه جوړ کړي وو.

په ځواب کې د پېښور لوبډلې ټاکلی هدف په 17 اوور کې پوره کړی 176 رنزونه یې جوړ کړي او سيالي يې ګټلې ده.

د پېښور زلمي په لوبډله کې شامل د افغانستان حضرت الله ځاځی غوره لوبه کړې څلور شپږيزې (چکې) او شپږ څلوريزې (چوکې) يې وهلي او په 44 بالونو يې 66 رنزونه جوړ کړي دي.

ځاځی د لوبې غوره لوبغاړی ګرځېدلی دی.

پېښور زلمي په درېم ځل د پي اېس اېل پايلوبې ته رسېدلی او يو ځل يې د پي اېس اېل پايلوبه ګټلې هم ده.

د ملتان سلطان لوبډله په څلورم ځل په پي اېس اېل کې برخه اخلي او په لومړي ځل پايلوبې ته رسېدلې ده.

بي بي شیرینه

بي بي شیرینه – په ټیلې ویژن
please wait

No media source currently available

0:00 1:59:59 0:00

Recommended

XS
SM
MD
LG