لاس رسیدونکی لینک

تازه خبر

شمالي وزيرستان: په وسله وال بريد کې درې پاکستاني پوځيان وژل شوي


د افغانستان سره په پوله د شمالي وزیرستان په سپين وام تحصيل کې د پوځ په پوسته بريد شوی چې پکې درې پاکستاني پوځ سرتيري وژل شوي او يو ټپي شوی دی.

په سمدستي ډول د دې پېښې زمه واري چا نه ده منلې.

د خېبرپښتونخوا په قبايلي ضلع شمالي وزیرستان کې یوې امنيتي سرچيني وي او اې ډيوه ته تاييد کړې چې دغه پېښه د سپينوام تحصيل په حسن خېل علاقه کې نن د ګل/ دوشنبې په ورځ (5 جولايي) رامنځته شوې ده.

امنيتي سرچينې وي او اې ډيوه سره په شريکو کړو مالوماتو کې ویلي په وژل شوو پوځي سرتيرو کې نايک ګل بهادر، سپاهي خرم او عدنان وژل شوي او يو سپاهي فواد پکې ټپي شوی دی.

ویل شوي مړي او ژوبل د دوه طوی روغتون ته وړل شوي او په علاقه کې د لټون عمليات پېل کړی شوي دي.

دا تازه پېښه چې چرته شوې دغه حسن خېل نومې علاقه د افغانستان سره پولې ته جوخته پرته ده.

او د پاکستان د کورنیو چارو وزیر شېخ رشيد په وروستيو کې ويلي د افغانستان سره په پوله د سيمو د ازغن تار لګولو کار 88 فيصده مکمل کړی شوی دی.

په روانه د جولايۍ په مياشت کې په شمالي وزیرستان کې د بدامنۍ دا درېمه پېښه ده.

پوځ په لومړۍ جولايۍ ويلي وو د شپې په مهال د پولې د پورې غاړې افغانستان د لوري نه ترهګرو بريد کړی او دوه پاکستاني پوځي سرتيري پکې وژل شوي وو. هم په لومړۍ جولايي په دته خېل تحصيل کې د عملیاتو په مهال نښته شوې دوه پوځي سرتيري پکې وژل شوي او درې ژوبل شوي وو، په دغه نښته کې د درېو ترهګرو د وژلو دعوه هم شوې وه.

په شمالي وزيرستان کې تيره شپه یو ځايي مشر ملک صلاح الدين هم نامالومو کسانو په ډزو وژلی دی.

د ميرعلي تاڼې پوليسو دغه پېښه تاييد کړې ده.

پولیسو ويلي، دغه پېښه د ميرعلي تحصيل په ورمز کلي کې شوې دغه مشر وژل شوی او پوليس وايي کورنۍ يې په چا دعوه نه ده کړې.

په وزیرستان او پخوانۍ فاټا کې د بدامنۍ د څار غېر دولتي ادارې فاټا ريسرچ سنټر ترمخه په قبايلي ضلعو او په ځانګړي ډول په شمالي او جنوبي وزیرستان کې يو ځل بيا وسله وال رایوځای شوي فعالیتونه زيات کړي او د بدامنۍ پېښې سېوا شوي دي.

په شمالي او جنوبي وزیرستان کې وخت په وخت د بدامنۍ د پېښو خبرونه مخې ته راځي.

خو د سيمې څخه پوليس چاوراکي دعوه کوي چې قبايلي سیمه چې په صوبه کې ورګډه شوې هلته د امنيت وضع د تير په پرتله ډېره ښه شوې ده.

بي بي شیرینه

بي بي شیرینه – په ټیلې ویژن
please wait

No media source currently available

0:00 1:59:59 0:00

Recommended

XS
SM
MD
LG