لاس رسیدونکی لینک

Breaking News

اسلام اباد کې د افغان سفير لور د تښتولو او ځورولو وروسته خوشې کړل شوې ده


دافغانستان دبهرنیو چارو وزارت وایي پاکستان دافغان سفیر نجیب الله علي خیل لور دنامعلومو وسله والو له لوري تښتول شوې اؤ تهدیدو وروسته بېرته خوشې کړل شوې ده.

دپاکستان د بهرنيو چارو ددفتر وياند ددې پېښې پخلى کړى او ويلي يې دي د سفارتخانې لخوا ورته ويل شوي چي چې دسفير لور د کرايه موټر کې د کښيناستو په مهال د بريد لاندې راغلې ده ـ

د شنبې په ورځ دافغانستان دبهرنیو چارو وزارت خپل یو بیان کې ویلي چې دافغان سفیر لور سلسله علي خېل نامعلومو کسانو دجولایي په شپارمه تښتولې وه اؤ تر تهدیدلو وروسته یې پرېښې ده.

یاد وزارت ددې پېښې په سختو ټکو غندنه کړې اؤ په دې اړه یې دپاکستان څخه دپلټنو غوښتنه کړې ده.

دبهرنیو چارو وزارت پخپل بیان کې پاکستان کې دمیشت ډپلوماټانو اؤ دهغوئ کورنیو دکورنیو دحفاظت دپاره دګامونو اخستو غوښتنه هم کړې ده.

وي او ای ډیوه په دې اړه دنورو جذئیاتو معلومولو دپاره پاکستان کې دافغانستان دسفیر نجیب الله علي خیل سره دټیلي فوني تماس نیولې هڅه وکړه خو دغه هڅه بریالۍ نه شوه.

دپاکستان دبهرنیو چارو ددفتر وياند پخپل يو بيان کې ويلي چې داسلام اباد امنيتي چارواکي د پيښې پلټنې کوي او د ډپلوماټانو اٶ د هغوٸ د کورنيو د حفاظت دپاره کلک امنيتي ګامونه اخستل شوي دي

تر دې وړاندې هم په بیلابیلو وختونو کې دپاکستان دننه دافغانستان دډپلوماټانو دتښتولو اؤ تهدیدؤلو رپورټونه مخې ته راغلي دي.

په کال ۲۰۱۰م کې پېښور کې دافغانستان کونسل جنرال عبدالخالق فراهي وسله والو تښتولی ؤ اؤ تر اوږدې مودې یې په بند کې له ساتلو وروسته دپیسو په بدل کې خوشې کړی ؤ.

همداشان په کال ۲۰۱۶م کې په هغه مهال پېښور کې دافغانستان کونسل جنرال ارواښاد ډاکټر وحید پویان تور لګولی ؤ چې دپاکستاني پوځیانو لخوا تهدید کړل شوی اؤ بیا افغان کونسلګري داحتجاج په توګه تړل شوې وه

XS
SM
MD
LG