لاس رسیدونکی لینک

تازه خبر

اسدعمر: چې زیاتې ابادۍ د کرونا ويکسين نه وي لګولي بندېزونه به وي، په کراچۍ کې د کرونا ډېلټا ډول خوريږي


د پاکستان مرکزي وزير او د کرونا وبا کتو دپاره جوړې مرکزي کمېټۍ (اېن سي او سي) مشر اسدعمر ویلي په ملک کې چې تر څو زياتې ابادۍ د کرونا ضد ويکسين نه وي لګولي بندېزونه به په ځای وي.

بل لور ته د سيند حکومت ویلي په کراچۍ ښار کې د کرونا وايرس ډېلټا ډول يا قسم په تيزۍ خوريږي او په روغتونونو کې د کرونا د ناروغانو دپاره ځای په کمېدو دی.

په پاکستان کې د سرکاري شمېرو ترمخه د کرونا پېښې بيا مخ په سېوا کېدو شوي دي.

په تير شوا روز کې نور 40 کسان د کرونا څخه مړه شوي او 2579 پرې اخته شوي دي، پاکستان کې تراوسه پورې د کرونه څخه 22زره 888 کسان مړه شوي دي.

بل لور ته ويل شوي يو کروړ 92 لکه نه سېوا کسانو ته د کرونا ضد ويکسين يو ډوز او 68لکه 69زره 346 ته دوه ويکسين لګول شوي دي.

اسد عمر پرون په 20 جولايۍ ويلي په لومړي ځل په پاکستان کې په يوه ورځ د شپږ لکه نه سېوا کسانو ته ويکسين لګول شوی او د ويکسينو لګولو سېوا کېدل د ډاډ وړ خبره ده خو په دې کې د نورې تېزۍ ضرورت دی چې ټولنيز او معاشي بندېزونه ختم کړی شي او څو پورې چې د بادۍ غټې برخه ويکسين نه وي لګولي بندېزونه په ځای ساتل ضروري دي.

په پاکستان کې د کرونا وبا له امله په غټو ګڼو راجوړولو، تعليمي ادارو په بشپړ ډو ل پرانستو او کاروبارونو په لړ کې يو شمېر بندېزونه په ځای دي.

بل لور د سيند صوبې چارواکو ویلي په کراچۍ کې د کرونا وايرس ډېلټا په تېزۍ سره خوريږي.

رويټرز د سيند صوبې د چارواکو له قوله ویلي، په کراچۍ کې کرونا بيا په تېزۍ سره خوريږي او که په لوی اختر کې خلک احتياط ونه کړي حالات به نور خراب شي.

د کراچۍ روغتون د کېمېکل او حياتياتي علوم د څانګې مرکز ویلي په کراچۍ کې د کرونا وايرس ډېلټا ډول په تېزۍ سره خوريږي او طبي پوهان وايي د کرونا وايرس ډېلټا ډول ډېر خطرناک دی او په کراچۍ کې خور شوی دی.

د پوهانو په وېنا د وايرس دا ډول د 90 نه په زياتو ملکونو کې خور شوی دی او دا د کرونا وایرس هغه ډول دی چې د وجود مدافعتي نظام ختموي او د خورېدو شرح يې هم سېوا ده.

هېلو وي او اې په ټي وي

هېلو وي او اې په ټي وي
please wait

No media source currently available

0:00 0:59:57 0:00

بي بي شیرینه

بي بي شیرینه – په ټیلې ویژن
please wait

No media source currently available

0:00 1:59:59 0:00

Recommended

XS
SM
MD
LG