لاس رسیدونکی لینک

تازه خبر

دسختو بارانونو اؤ سیلابونو له امله خیبر پښتونخوا کې 14 کسان مړه شوي،26 ژوبل


دقدرتي افتونو په مهال دمرستو دولتي اداره پي ډي ایم ای وایي دتېرو څلورو ورځو راهسې روانو سختو بارانونو اؤ سیلابي اوبو راختلو له امله دخیبر بښتونخوا بیلابیلو سیمو کې ۱۴ کسان مړه شوي اؤ ۲۶ نور ژوبل شوي دي.

پي ډي ایم ای خپل یو تازه رپورټ کې ویلي چې دې بارانونو کې ۲۱ کورونو ته سرسري زیان رسیدلی دی اؤ‌ څلور کورونه په بشپړ ډول تباه شوي دي.

تیره اوونۍ هم په خیبر پښتونخوا کې دپشکال بارانونو زیاته تباهي خوره کړې وه اؤ په ایبټ اباد سیمه کې خو دومره بې دریغه باران شوی ؤ چې په ښاي اؤ کلیوالو سیمو کې سیلابي شکل اخستی ؤ اؤ دخلکو کورونو ته یې زیان رسولی ؤ.

په ایبټ اباد کې راغلي دغه سیلاب دخلکو ګڼ‌شمیر ګاډي هم لاهو کړي وؤ اؤ میډیا پکې دشلو نه د زیاتو کسان د ژوبل کیدو اؤ یو تن دمړینې رپورټونه خپاره کړي وؤ.

دپاکستان یو شخصي ټيلي ویژن جیو دخیبر پښتونخوا د ریلیف سیکرټري یوسف رحیم له خولې ویلي سیلابونو کې داغزمنو کسانو ته دمرستو رسولو دپاره مرستندویه فعالینو ته په وخت دمرستو رسولو لارښوونه شوې ده اؤ په یو شمیر سیمو کې په اغېزمنو کورنیو مرستې هم ویشل شوي دي.

دې اوسنیو بارانونو په ځېنو سیمو کې ولاړو فصلونو ته هم سخت زیان رسولی خو حکومت نه ده واضحه کړي چې په بارانونو کې دکومو کرونده ګرو فصلونه تباه شوي هغوئ سره به مرسته کوي که نه؟

ځانګړې ویډیوګانې

هېلو وي او اې په ټي وي

هېلو وي او اې په ټي وي
please wait

No media source currently available

0:00 0:59:57 0:00

بي بي شیرینه

بي بي شیرینه – د استاذانو نړېواله ورځ
please wait

No media source currently available

0:00 1:59:59 0:00

Recommended

XS
SM
MD
LG