لاس رسیدونکی لینک

تازه خبر

پاکستان کې دکرونا وایرس خوریدو کچه بیا په بره روانه شوې،45 کسان مړه


پاکستان کې د کرونا وایرس د خوریدو لړۍ یو وارې بیا چټک شوې اؤ سرکاري شمیرې ښایي چې دتیر یو شواروز دننه نور 2819 کسان په دې وایرس اخته شوي اؤ 45 پرې مړه شوي دي.

دتیرې یوې اوونۍ راپدیخوا پاکستان کې د کرونا وایرس دخوریدو کچه په داسې حال کې لوړه شوې ده چې په دغه هیواد کې خلکو ته د کرونا ضد ویکسین لګولو لړۍ هم دوامداره ده خو زیاتره خلکو اوس ددې وایرس نه دځان ساتلو په اړه حکومتي سپارښتنې له نظره غورځولي دي.

پاکستان کې دکرونا وایرس په اړه دمعلوماتو خورونکې دولتي ویب پاڼې له مخې تر دې مهاله پاکستان کې 10 لکه4 زره اؤ 694کسان په کرونا وایرس اخته شوي اؤ 23016 پرې مړه شوي دي.

د کرونا دڅار د دولتي ادارې این سي او سي وینا ده چې په تیرو څلېریشتو ساعتو کې دهیواد دننه دکرونا دمثبتو پېښو کچه 6.32 فیصدي پاتې شوې ده.

خو تر دې یوازې یوه میاشت وړاندې په 22م جون پاکستان کې دکرونا دمثبتو پېښو کچه یوازې 1.69 ته راټیټه شوې وه.

د کرونا دکچې راټيټيدو نه وروسته حکومت ددې وبا دمخنیوي په خاطر لګول شوي ځېنې بندیزونه ختم کړي وؤ چې له دې امله یو ځل بیا په بازارونو، ودونو،ښادو اؤ دسېلګرۍ ځایونو کې دخلکو ګڼه ګوڼه جوړه شوې وه چې دهغې سره دکرونا دمثبتو پېښو کچه یو ناساپه په بره تللې ده.

دتیرې اوونۍ دشمیر شمیرو له مخې دپاکستان تر ټولو ستر تجارتي ښار کراچۍ کې دکرونا دمثبتو پېښو کچه 21 فیصدي ریکارډ کړی شوې وه.

دپاکستان حکومت اعلان کړی چې د کرونا وایرس مخنیوي دپاره بیا سخت بندیزونه پځائ کوي اؤ په دې لړ کې تیره ورځ این سي او سي اعلان کړی ؤ چې د اګست د وړومبۍ نېټې نه به یوازې هغه څوک دهیواد دننه هوایي سفر کولی شي چې د کرونا ضد ویکسین لګولو سند ولري.

همدا شان دسندهـ حکومت د یو شمیر نورو بندیزونو لګولو ترڅنګ پرېکړه کړې ده چې دهغه خلکو دموبایل سیمونه به بلاک کوي یا بندوي چا چې کرونا ضد ویکسین نه وي لګولي.

دخیبر پښتونخوا حکومت هم دسېلګرۍ سیمو ته دهغو سېلګرو په ورتګ بندیز لګولی چې د کرونا ضد ویکسین لګولو سرټیفیکیټ ونه لري.

دپاکستان دپلان جوړونې مرکز وزیر اؤ دکرونا دڅار د ادارې این سي او سي مشر اسد عمر اوړمه ورځ په ټویټر لیکلي وؤ چې پاکستان کې د کرونا ضد ویکسین لګولو شمیره ډاډمنه ده خو دې کې نورې چټکتیا راوستلو ته اړتیا ده .

هغه ویلي وؤ تر څو چې دهیواد د ابادۍ زیاتې برخې ته کرونا ضد ویکسین نه وي لګول شوي تر هغې بندیزونه ضروري دي.

دپاکستان ټوله ابادي 22 کروړه ده اؤ حکومتي شمیرې ښایي چې دتیرې ورځې پورې یوازې 68لکو نه زياتو کسانو د ويکسينو دوه ډوزه او يو کروړ92 لکو نه زیاتو ته د ويکسينو يو ډوز لګول شوی دی.

ځانګړې ویډیوګانې

د سوات نشکپر چړ (ابشار)
please wait

No media source currently available

0:00 0:02:42 0:00

بي بي شیرینه

بي بي شیرینه – په ټیلې ویژن
please wait

No media source currently available

0:00 1:59:59 0:00

Recommended

XS
SM
MD
LG