لاس رسیدونکی لینک

تازه خبر

چین ته دطالبانو سفر،په افغان سوله اؤ روان وضعیت یې خبرې کړي


قطر کې دطالبانو دسیاسي دفتر دمشر ملا عبدالغني بردار په مشرۍ دطالبانو یو لوړ رتبه پلاوی چې تیره ورځ دچین په سفر تللی ؤ ، دچین مشرانو سره یې لیدنو کې په یو لړ مهمو موضوعاتو خبرې اترې کړې دي.

طالبانو دا سفر چین ته په داسې حال کې کړی چې تیره اوونۍ دپاکستان دخارجه چارو وزیر شاه محمود قریشي هم دچین په سفر تللی ؤ اؤ دغلته یې دچین حکومتي مشرانو سره په افغان سوله خبرې کړې وې.

په افغانستان کې دطالبانو لخوا دجګړو غځولو سره سم په پاکستان دافغان دولت اؤ بیلابیلو هیوادونو لخوا تورونه پورې کیږي چې طالبان دپاکستان لخوا حمایه کیږي خو پاکستان دا تورنه ردوي اؤ وایي افغانستان کې د روانې جګړې برخه نه ده ، یوازې دسولې دپاره هڅې کوي.

دطالبانو دقطر ددفتر ویاند ډاکټر محمد نعیم په ټویټر لیکلي دچین مشرانو سره دطالبانو دپلاوي لیدنو کې دافغانستان په روان وضعیت اؤ دسولې په اړه بحثونه شوي دي.

هغه وایي دطالبانو لخوا چین ته ډاډ ورکړل شوی چې دافغانستان خاوره به دهیڅ یو هیواد په ضد نه کارؤل کیږي.

طالب ویاند وایي چین ته طالب پلاوي خپل دا دوه ورځنی سفر ددغه هیواد په رسمي بلنه کړی دی اؤ دچین مشرانو طالبانو ته ډاډ ورکړی چې دوئ دافغانستان په چارو کې لاسوهنه نه کوي بلکې دستونزو په هواري اؤ دسولې په راوستو کې به مرسته کوي.

تر دې وړاندې چې تیره اوونۍ دپاکستان دبهرنیو چارو وزیر شاه محمود قریشي چین ته سفر کړی ؤ نو په هغه مهال د دواړو هیوادونو په ګډه اعلامیه کې افغانستان کې د اوربند غوښتنه شوې وه خو طالبانو دغه غوښتنې ته هیڅ جواب نه ؤ ویلی.

چین ته دطالبانو ددې سفر په اړه اسلام اباد کې میشت په افغان چارو ژور نظر لرونکی خبریال ښاغلی طاهر خان وایي طالبان دسیمه ییزو هیوادونو دملاتړ ترلاسه کولو په موخه دسیمې هیوادونو ته سفرونه کوي.

په ټویټر ښاغلي طاهر خان لیکلي تر دې دمخه طالبانو روس، ایران اؤ ترکمنستان ته هم سفرونه کړي اؤ د روسیې په څېر به چین هم افغانستان څخه دامریکایي اؤ ناټو ځواکونو له وتلو وروسته په دغه هیواد کې د رامنځته کېدونکې تشې د ډکولو هڅه کوي.

څيړونکي وايي پاکستان د افغان طالبانو د لارې په افغانستان کې د هند داثر کمولو او د خپل پلوي حکومت راتلو هڅې کوي خو ورسره بيا ددغسې وسله والو داثر زياتيدو سره د افغانستان ګاونډي هېوادونه او په خاصه توګه چين دپاره مشکلات زياتولی شي.

د عبدالولي خان پوهنتون دنړيوالو اړيکو دڅانګې مشر ډاکټر عبدالشکور اوړمه ورځ وي او ای ډیوه ته ویلي وؤ دپاکستان په افغانستان کې يو تاريخي رول پاتې شوی چې مطلب يي د افغان طالبانو مرسته کول دي، او نه ښکاري چې پاکستان زر د افغانستان په اړه خپله تګ لاره بدله کړي چې له امله به یې د چين په څېر هېواد سره اړېکې توله ساتل ګرانه شي.

داسلام اباد اسلامک پوهنتون د نړيوالو اړيکو دڅانګې مشر ډاکټر منظور اپريدي وي او ای ډیوه ته ویلي د افغان طالبانو او امريکه ترمينځه په دوحه کې شوي تړون کې لیکل شوي چې افغان طالبان به چاته اجازه نه ورکوي چې د افغانستان خاوره د نورو هېوادونو په ضد وکاروي.

هغه وایي چين سره هم ښکاري چې داسې کومې معاهدې شوي وي چې د افغان طالبانو د اثر زياتيدو سره به هغه ډلو ته چې دچين په ضد دي دکارروايو اجازه ورنه کړل شي.

څيړونکي وايي افغان طالبان د روس، ايران او چين دسفرونو دلارې ګاونډي هېوادونو ته دا باور ورکول غواړي چې د وړاندې په پرتله د دوئ په تګ لارو او ګاونډي هېوادونو سره په اړيکو کې بدلون راغلی خو ځنې څيړونکي نظر لري چې د طالبانو ماضي او نظريې ته په کتلو سره داسې نه ښکاري چې د ګاونډي هېوادونو د پاره دوئ دمشکل سبب ونه ګرځي۔

بي بي شیرینه

بي بي شیرینه – په ټیلې ویژن
please wait

No media source currently available

0:00 1:59:59 0:00

Recommended

XS
SM
MD
LG