لاس رسیدونکی لینک

Breaking News

پاکستان کې بیا تر پینځوؤ زرو زیات کسان په یوه ورځ په کرونا اخته شوي


پاکستان کې تر درېوؤ میاشتو وروسته یوځل بیا په څلیریشتو ساعتونو کې دکرونا وایرس ترپینځوؤ زرو زیاتې پېښې مخې ته راغلي اؤ 62 کسان په دې وایرس مړه شوي هم دي.

په کرونا دڅار دولتي ادارې د اتوار په ورځ‌ خپلو تازه شمیرو کې ویلي چې په یو شواروز کې دپاکستان دننه دکرونا وایرس 5026 پېښې ریکارډ کړل شوي اؤ هیواد کې ددې وایرس دمثبتو پېښو کچه 8.82 فیصدي پاتې شوې ده.

دپاکستاني رسنۍ جیو وینا ده چې په وروستي ځل دیو شواروز دننه دکرونا وایرس دومره ډيره پېښې درې میاشتې دمخه په 29 م اپریل مخې ته راغلې وي چې شمیره یې 5119 وه اؤ په دغه ورځ 131 کسان په دې وایرس مړه شوي هم وؤ.

داین سي او سي د شمیرو له مخې تر دې دمه پاکستان کې ټول 10 لکه 34 زره اؤ 837 کسان په کرونا وایرس اخته شوي اؤ 23 زره اؤ 422 پرې مړه شوي دي.

په دې وروستیو کې پاکستان کې دکرونا وایرس دڅلورمې څپې دخوریدو لړۍ زیاته چټک شوې اؤ حکومت په خلکو پرله پسې ټینګار کوي چې ددې مرګوني وایرس نه دځان ژغورلو پخاطر باید کرونا ضد ویکسین ولګوي.

دپاکستان ټوله ابادي 22 کرړوه ښودل کیږي خو داین سي او سي وایي ترمخه تراوسه په دغه هیواد کې 934,717 لکو کسانو په بشپړ ډول کرونا ضد ویکسین اخستي دي اؤ 30,590,183 کسانو ددې ویکسین یوازې یو خوراک خوړلی دی.

دا په داسې حال کې ده چې نن د وړومبي اګست نه دپاکستان حکومت دکرونا ویکسین دنه لګول کیدو پسر دهیواد دننه په هوایي سفر اؤ ولسي ځایونو کې په کار زروګار بندونه پرځائ کړي دي.

دپاکستان دپلان جوړونې مرکزي وزیر اؤ دکرونا دڅار دملي ادارې مشر اسد عمر د زیارت په ورځ اسلام اباد کې یو مطبوعاتي کانفرنس ته ویلي وؤ تر 31 اګست باید هغه ټول خلک کرونا ضد ویکسین ولګوي چې دخلکو ترمنځ پاتې کیږي یا کارونه کوي.

اسد عمر ښکاره کړې وه چې کومو خلکو ته تر 31 ویکسین لګول لازمي دي په هغې کې سکولونو ماشومان وړونکي ډرائیوران اؤ کلینډران،هوټلو اؤ ریسټورنټونو کې کار کوونکي ملازمان،دقانون پځائ کوونکو ادارو مامورین،استاذان.ولسي دفترونو کې کارکوونکي مامورین،داتلسو کالو نه دبره زده کوونکي،دبسونو په اډو اؤ د ګڼې ګوڼې ځائ کې کارکوونکي شامل دي.

تیره میاشت مطبوعاتو کې داسې ناتایده رپورټونه هم مخې ته راغلي وؤ چې دجولایي په میاشت کې دټولې نړۍ په پرتله پاکستان کې په کرونا وبا زیات خلک مړه شوي دي.

خو دپاکستان حکومت لا ددغو رپورټونو پخلی نه دی کړی

XS
SM
MD
LG