لاس رسیدونکی لینک

تازه خبر

پاکستان کې د کرونا څخه نور 81 کسان مړه شوي


په پاکستان کې د کرونا څخه نور 81 کسان مړه شوي او 4856 کسان پرې اخته شوي دي، په ملک کې د کرونا څخه د مړو ټوله شمېره د 24 زرو نه سېوا شوې ده.

د کرونا په اړه د تازه شمېرو په سرکاري وېب پاڼه ویل شوي چې په تيرو 24 ساعتونو کې په ملک کې د کرونا وايرس مالومولو دپاره د 65زره 690 معاينې شوي او 4856 پکې مثبتې راغلي دي.

ويل شوي دا وخت هم په ملک کې په کرونا اخته 4513 کسان داسې دي چې روغتيايي حالت يې سخت دی.

پاکستان کې په وروستيو کې د کرونا پېښې او په دې وايرس د اخته کسانو د مړینې شمېرې بيا سېوا شوي دي، په شپږم اګست 95 کسان د کرونا څخه مړه شوي دي.

بل لور ته په ملک کې د کرونا ويکسين لګولو عمل هم روان دی.

ويل شوي په ملک کې د کرونا ويکسين تراوسه پورې ټول درې کروړه 97لکه 12زره اووه ډوزه لګېدلي دي چې پکې يو کروړ 12لکه 29زره او 247 ته دواړه ډوزه لګېدلي دي.

د صحت په چارو کې د وزيراعظم مرستيال ډاکټر فېصل سلطان ویلي، هغه خلک چې د کرونا ويکسين لومړی ډوز يې لګولی په موبايل د خبرتیا دوېم پېغام ته دې نه ګوري د اوونيو په حساب دې په خپله ځي او ويکسين دې لګوي.

هغه په ټویټر ویلي چا چې د ساينوفام ویکسین لومړی ډوز لګولی وي هغه دې درې اوونۍ، د ساينووېک او استرازينيکا والا دې څلور اوونۍ وروسته په خپله ځي او ويکسين دې لګوي.

هېلو وي او اې په ټي وي

هېلو وي او اې په ټي وي
please wait

No media source currently available

0:00 0:59:56 0:00

بي بي شیرینه

بي بي شیرینه – په ټیلې ویژن
please wait

No media source currently available

0:00 2:32:32 0:00

Recommended

XS
SM
MD
LG