لاس رسیدونکی لینک

تازه خبر

دسفیر لور سلسله علي خیل په وړومبي ځل دخپلې تښتونې احوال بیان کړو


سلسله علي خیل وایي په کومه ورځ یعنې ۱۶م جولایي چې هغه تښتول کیده په دغه ورځ هغې غوښتل چې دخپل وړوکي ورور دپاره یوه تحفه یا سوغات واخلي.

تیره میاشت اسلام اباد نه دافغانستان دسفیر نجیب الله علي خیل تښتول شوې لور سلسله علي خیل له خوشې کیدو څخه وروسته په وړومبي ځل دخپلې تښتونې احوال په یوه ویډيو کې ویلی دی.

په ټولنیزو رسنیو خپره شوې خپله یوه لنډه ویډیو کې سلسله علي خیل وایي دکرونا له وجې هغې خپل درسونه په انلاین بڼه ویل اؤ ډیره موده وروسته چې دخپل مور اؤ پلار دلېدنې دپاره اسلام اباد ته لاړه نو درسونه یې هم له هغه ځایه پیل کړل.

سلسله علي خیل زیاتوي په کومه ورځ یعنې ۱۶م جولایي چې هغه تښتول کیده په دغه ورځ هغې غوښتل چې دخپل وړوکي ورور دپاره یوه تحفه یا سوغات واخلي.

پخپله ویډيو کې هغه وایي چې اسلام اباد کې ددوئ کور تر ټولو پرامنه سیمه کې دی ځکه نو هغه له خپله کوره په ټيکسي کې لاړه .

هغه وایي کله چې یې د ورور دپاره تحفه واخسته اؤ غوښتل یې بیرته خپل کور ته لاړه شي نو په دوهم ټيکسي کې ورسره دغه ناوړه پېښه رامنځته شوه.

دسلسله علي خیل په وینا کله چې هغه په ټيکسي کې کښیناسته نو دټيکسي ډرائیور یو دوهم نمبر هم ټیکسي ته وردننه کړو چې په دې هغې مزاحمت وکړو اؤ دټيکسي ډرائیور ته یې وویل چې تاسو نه شئ کولی دهغې سره یو دوهم نفر هم ټيکسي ته وخیژوئ.

“دغه دوهم نفر چې ټيکسي ته راوخت ماته یې مخ راواړه ، راته یې ویل ستا پلار سفیر دی اؤ‌ ډيرې ردې بدې یې ویلې اؤ زه یې په همدې حالت کې وهلم”

دافغان سفیر لور وایي په دغه ټیکسي هغه دومره ووهل شوه اؤ وډاریده چې هغه بلاخر بې هوشه شوه اؤ وایي کله چې په هوش کې راغله نو فزیکي اؤ‌ ذهني شکنجه شوې وه

دافغانستان دخارجه وزارت دبیان له مخې دسفیر نجیب الله علي خیل لور سلسله علي خیل د جولایي په ۱۶مه نیټه اسلام اباد کې له ناڅرګنده کسانو لخوا دتښتول کیدو اؤ بیا پرې دتشدد کیدو نه وروسته پریښودل شوې وه خو پاکستان دا دعوې بې ځایه بولي.

دپاکستان دکورنیو چارو وزیر شیخ رشید وایي سلسله علي خیل په دریوؤ ټیکسي موټرانو کې سفرونه کړي اؤ امنیتي ادارو دغه درېواړه دټيکسي ډرائیوران نیولي وؤ خو په پلټنو کې نه ده ښکاره شوې چې هغوئ څخه جرم کړی ځکه نو بیرته پرېښودل شوي دي.

افغان حکومت هم په دې وروستیو کې ددې پېښې دپلټنو دپاره خپل یو پلاوی اسلام اباد ته رالیږلی ؤ خو اوړمه ورځ دغه پلاوي ویلي وؤ چې پاکستان کې ورسره دسفیر دلور دتښتول کیدو د پلټنو په هکله هیڅ کومک نه دی شوی.

پاکستان د سفیر دلور تښتول کیدو پېښه دځان په ضد دنړیوال سازش یوه برخه ګڼي خو افغان حکومت په دې پېښه پاکستان ته سخت احتجاج کړی اؤ اسلام اباد نه یې خپل سفیر اؤ نوره سفارتي عمله بېرته کابل ته بللې د

بي بي شیرینه

بي بي شیرینه – په ټیلې ویژن
please wait

No media source currently available

0:00 1:59:59 0:00

Recommended

XS
SM
MD
LG