لاس رسیدونکی لینک

Breaking News

جنوبي وزيرستان: په بريد کې يو پوځي عسکر او يو وسله وال وژل شوی


افغانستان سره په پوله پرته د خېبر پښتونخوا قبایلي ضلعې جنوبي وزیرستان کې د پاکستان د پوځ په یوه پوسته ترهګرو برید کړی چې پکې یو پوځي عسکر وژل شوی دی او پوځ په ځوابي عملیاتو کې د یو وسله وال د وژلو او یو د نيولو دعوه هم کړې ده.

د پاکستان پوځ ويلي، دا برید تیره شپه د جنوبي وزیرستان په سراروغه سیمه کې شوی چې د نايک ضیالدین په نوم د مردان سیمې سره تړاو لرونکی یو عسکر پکې وژل شوی دی.

پوځ ویلي د ترهګرو برید ته پاکستاني پوځیانو هم غاښ ماتی ځواب ویلی او د پوځ په ځوابي ډزو کې یو ترهګر وژل شوی او بل په ټپي حالت کې نیول شوی دی.

پوځ د برید کوونکو پیژندګلو نه ده څرګنده کړې خو ویلي يې دي نیول شوي ترهګر وروسته منلې چې دوی د پوځ په پوسته برید پلان درلود.

د پوځ په بیان کې د ترهګرۍ دجرړو ویستو هوډ ښکاره کړل شوی او ویل شوي چې د پوځي سرتیرو په داسې قربانیو به د پوځ حوصلې نورې هم لوړیږي.

تر اوسه د دې برید پړه کومې وسله والې ډلې په غاړه نه ده اخستې خو په دې وروستیو کې چې په پاکستاني ځواکونو څومره بریدونه شوي په هغو کې د زیاترو ذمه واري دپاکستاني طالبانو تحریک پغاړه اخستې ده.

په دې وروستیو کې په شمالي او جنوبي وزیرستان کې په امنیتي سرتیرو بریدونو اؤ دهدفي وژنو پېښو کې اضافه شوې او تر دې پېښې یوه اوونۍ د مخه دجنوبي وزیرستان په لدها تحصيل کې دماینونو په پاکولو مامور د امنیتي سرتیرو په یوه ډله وسله وال بريد شوی وو چې پکې د پاکستان د پوځ د یو افسر یا کپتان په ګډون پینځه عسکر ټپي شوي وو.

د روانې د اګست په میاشت کې دغه په جنوبي وزیرستان کې دترهګرۍ اتمه پېښه ده.

د تیرو پیښو وروسته د جنوبي وزيرستان د پوليسو مشر (ډي پي او) شوکت علي وي او ای ډيوه ته ويلي ؤ تازه د بدامنۍ چې کومې پېښې کيږي دا د افغانستان سره پولې ته نزدې غرييزې ځنګلي علاقې دي.

وي او اې ډيوه ته هغه ويلي وو نور په ضلع کې حالات قابو دي يوازې په لرې پرتو علاقه کې داسې کمې پېښې کيږي.

دغه تازه پېښې چې په کومه علاقه کې کیږي په کال 2009کې د پاکستان پوځ دغلته د وسله والو طالبانو پرضد عمليات کړي وو او دا علاقه يې پاکه ګرځولې وه.

په وزیرستان کې وسله وال بريدونه په داسې حال کې چټک شوي چې لاقانونه ګرځولې شوې ډلې تحریک طالبان پاکستان مشر مفتي نور ولي مسيد د جولایې په 28 د امریکه خبري ادارې سي این این ته ويلي وو د پاکستان د امنیتي ادارو پرضد جنګيږي او زياته کړې يې وهچې د پاکستان قبايلي ضلعې به ونيسي او خپلواکه به يې کړي.

د پاکستاني طالبانو د مشر د سي اېن اېن سره دغه خبرې په داسې وخت کې مخې ته راغلې چې د افغانستان نه امريکايي ځواکونه ووځي او طالبانو په افغانستان کې بريدونو ته زور ورکړی دی.

په پاکستان کې د بدامنۍ د تازه پېښو په اړه د پوځ د مطبوعاتو د ادارې ايي ایس پي آر مشر بابر افتخار په (17 جولايۍ) د پاکستان له یو شخصي ټیلیویژن 92 نیوز سره په ځانګړې مرکه کې ويلي يې وو "ښکاره خبره ده وروستۍ پېښې بلې غاړې (افغانستان لوري) ته له روانو حالاتو سره تړلې دي، دا وخت زمونږ د عملیاتو په نتیجه کې په پاکستان کې هیڅ د ترهګرو منظم نیټ ورک نشته".

XS
SM
MD
LG