لاس رسیدونکی لینک

تازه خبر

دپاکستان دصدر لخوا شکیله ناز اؤ قمرو جان ته دصدارتي ایوارډ ورکولو اعلان


دپاکستان حکومت دخپل هیواد دازادۍ د۷۵م جشن نمانځلو په مهال دپښتو وتلو سندر غاړو شکیله ناز اؤ قمرو جان ته دهنر په څانګه کې دغوره خدماتو په ترسره کولو د صدارتي ایوارډ ورکولو اعلان کړی دی.

دا اعلان د خالي په ورځ دپاکستان دصدر ډاکټر عارف علوي دماڼۍ څخه په خپره شوې یوه اعلامیه کې شوی اؤ ټاکل شوې ده نوموړو هنرمندانو ته به د هیواد د لوړ سرکاري ایوارډونه د راتلونکي مارچ په ۲۳مه نیټه ورکول کیږي.

دصدر دماڼۍ له لوري دخپرې شوې اعلامیې له مخې دخیبر پښتونخوا صوبې څخه د شکیله ناز اؤ قمرو جان ترڅنګ د ډرامې په مد کې وتلي هنر مند سید ممتاز علي شاه، دفلمونو په مد کې امان خان،د موسیفۍ په مد کې سرینده غوونکي اعجاز سرحدي، د ادب په مد کې ارواښاد طاهر اپریدي اؤ سندرغاړي شوکت محمود ته هم د صدارتي ایوارډونو اؤ دامتیاز د تمغو ورکولو اعلان شوی دی.

سندرغاړې شکیله ناز د صدارتي ایوارډ دپاره دخپل نوم په نومول کیدو خوشحالي ښکاره کړې اؤ وي او ای ډیوه ته یې ویلي د یو فنکار دپاره تر دې بله لویه دخوشحالۍ خبره نه وي چې یو هیواد په ریاستي کچه دهغه دخدماتو اعتراف وکړي.

شکیله ناز وایي هغې خواوشا څویښت کاله دپښتو موسیقۍ خدمت کړی اؤ ډير ویاړ په دې کوي چې نه یوازې په ټوله نړۍ کې میشت پښتانه ورسره مینه کوي اؤ غږ یې خوښوي بلکې تیرکال ورته دافغانستان حکومت هم دخپل استقلال دجشن په موقعه د ملي درناوي ایوارډ ورکړی ؤ اؤ سږکال دپاکستان حکومت ورته دهیواد دلوړې دولتي جائزې (صدارتي ایوارډ) ورکولو اعلان وکړو.

دپېښور پریس کلب صدر ایم ریاض دشکیله ناز اؤ قمرو جان دپاره ددې ایوارډونو داعلان هرکلی کړی اؤ وایي دا یوازې نه د ټولې خیبر پښتونخوا بلکې دنړۍ په کوم ګوټ کې چې هم پښتانه میشت دي دهغوئ دپاره د ویاړ خبره ده چې حکومت یې فنکاران په دومره لویې اعزاز ونازول.

وي او ای ډیوه سره خبرو کې ایم ریاض ویلي دپښتونخوا فنکاران وړومبی ترهګرۍ اؤ بیا کرونا وباء دومره زیات ځپلي چې اندازه یې نشته اؤ په داسې حال کې که فنکاران دخپل حکومت له طرفه ونازول شي نو دا ډیره دخوښۍ خبره ده .

هغه وایي فنکاران په هرشان حالاتو کې خلکو ته خوشحالي ورکوي اؤ دفنکارانو دخوشحالۍ خیال هم دخپل ریاست اؤ ولس ذمه واري جوړيږي

ځانګړې ویډیوګانې

د سوات نشکپر چړ (ابشار)
please wait

No media source currently available

0:00 0:02:42 0:00

بي بي شیرینه

بي بي شیرینه – په ټیلې ویژن
please wait

No media source currently available

0:00 1:59:59 0:00

Recommended

XS
SM
MD
LG