لاس رسیدونکی لینک

تازه خبر

پښتانه ملت پاله ګوندونه دطالبانو لخوا دکابل په نیولو اندېښمن دي


پښتانه ملت پاله ګوندونه وايي په افغانستان کي د طالبانو راتګ ته انديښمن دي، دوئ وائي په افغانستان کي د طالبانو دپاره لوئي ازميښت مخي ته دی او په پاکستان کې چي ځني مذهبي ګوندونه د طالبانو په راتګ خوشحالي کوي نو د افغانستان د حالاتو اثرات به نيغ په نيغه په پاکستان هم وي۔

دغه ګوندونه وايي پکار ده چې په داسې حساس وخت کې په پاکستان او افغانستان کي داسې ګامونه پورته کړی شي چې په ولسي ګټو تماميږي۔

وي او ای ډیوه سره خبرو کې دعوامي نيشنل پارټۍ دخيبر پښتونخوا عمومي سکتر او ايالتي اسمبلۍ کې پارليماني ليډر سردار حسين بابک ويلي دي چې زمونږ په ګاونډي هيواد افغانستان کې د ټوپک په زور سره يو جمهوري نظام ړنګ کړی شو د کوم له کبله چې ددغه هيواد په کروړونو ولس په لویې ازمیښت کې واچول شو.

دي وایي "نه پوهيږم چې ددي هر څه تر شا څه روان دي دا يو سواليه نشان دی؟ او دا چي د پښتنو په زمکه يو جنګ جوړ کړی شوی دی بلکل په پښتنو يو جنګ تپل شوی دی په کوم کې چې قاتل هم پښتون دی او مقتول هم"

نوموړی وایي پاکستان کې ځنې مذهبي ګوندونه افغانستان کې د طالبانو په راتګ خوشحالۍ نمانځي او مبارکۍ ورکوي کومه چې د منطق نه بهر خبره ده چي څنګه يو ګاونډي هيواد کې نظام ړنګ کړی شو او بل ګاونډې ورته مبارکي ورکوي۔

هغه زیاتوي ايا په افغانستان کي د وسلې په زور راغلی نظام به ددې ځائ مذهبي قوتونه دخپل هيواد دپاره خوښ کړي او که د ځان دپاره جهموري نظام خوښوي نو بیا دا ډير لویې تفريق دی۔

دافغانستان په چارو ژور نظر لرونکی دنيشنل پارټۍ دخيبر پښتونخوا صدر مختار باچا وایي په افغانستان کې به اړی ګړی نور هم سيوا کيږې داسي نه ښکاري چي هلته به جګړا ختمه شي او ارامي به راشي۔


ډيوه سره خبرو کې هغه وایي دامريکي او طالب وسله والو ترمينځ يوه لوظنامه شوې وه چې ځني برخې یې ښکاره وې او بعضې پټې وې خو داسي ښکاري چې طالبان په دغه لوظنامه اوس پوره عمل نه کوي۔

ښاغلی مختار باچا نظر لري چې د طالب وسله والو او امريکې ترمينځ غوره اړيکې په داسې حالت کې جوړيدی شي چي طالبان د امريکې د سیمه ییزو اؤ نړیوالو ګټو خيال وساتي ګنې دا اړيکي تلپاتې نه ښکاري۔

"او تر څو پورې چې دا خبره ده چې امريکا وایي چې مونږ القاعده ختمه کړه او خپل اهداف مو ترلاسه کړل نو داسي نه ښکاري بلکې امريکې په بيړه کې د خپلو فوځونو افغانستان نه بيرته ویستلو دپاره خپلې سترګې پټې کړې او دا فيصلې یې کړې دی"

د پاکستان دملت پاله ګوند قومي وطن پارټۍ مشر افتاب احمد خان شېرپاو ډیوه سره یوه مرکه کې ویلي چې افغانستان کي ډېر په تندۍ سره حالات بدل شول کوم چې دچا ګمان نه ؤ اؤ اوس هلته ډېر د بې باورۍ صورتحال روان دی.

هغه وایي دافغانستان ښځې،سړي اؤ ځوانان فکرمند دي دخپل سبا په خاطر ۔


نوموړی وايي د افغانستان د شخړې حل په کابل کې شریک حکومت دی باید پاکستان پکې خپل رول ولوبوي.

دافتاب احمد خان شیرپاؤ په وینا دپاکستان حکومت له پکار ده چې دافغانستان په اړه د پارلیمان او سیاسي مشرانو سره په مشوره یوه سمه پالېسي جوړه کړي.

هغه زیاته کړې چې پاکستاني طالبان د پاکستان د پاره یو غټ خطر دی او په دې وروستیو کې دترهګرۍ پېښې هم زیاتې شوي باید حکومت یې غم وکړي.

بي بي شیرینه

بي بي شیرینه – په ټیلې ویژن
please wait

No media source currently available

0:00 1:59:59 0:00

Recommended

XS
SM
MD
LG