لاس رسیدونکی لینک

Breaking News

څلور میاشتې وروسته پاکستان کې په یوه ورځ کرونا تر ټولو زیات141 کسان وژلي


پاکستان کې څلور میاشتې وروسته په کرونا وایرس یو شواروز کې تر ټولو زیاتې 141 مړینې رپورټ شوي دي اؤ د کرونا دڅار دولتي اداره وایي 4199 نورو کسانو ته هم دا وایرس ورپورې شوی دی.

د این سي او سي دتازه شمیرو له مخې دتیرو څلېریشتو ساعتو په مهال پاکستان کې د کرونا دمثبتو پېښو کچه 6.83 پاتې شوې ده اؤ 141 کسان په دې وایرس مړه شوي دي.

دکرونا وایرس دپیل څخه تراوسه په دې وایرس پاکستان کې ټول 25220 کسان مړه شوي اؤ 11لکه اؤ 35858 کسان په دې وایرس اخته شوي خو په دې کې نور ټول بېرته روغ شوي اؤ دا مهال یوازې 91204 کسان په دې رنځ اخته دي.

په دې وروستیو کې دپاکستان دننه د کرونا وایرس دخوریدو لړۍ په داسې حال کې یو وارې بیا چټک شوې چې په دغه هیواد کې د کرونا نه د ژغورنې ویکسین هم خلکو ته ورکول کیږي خو زیاتره خلک ددې وایرس دلګولو نه ډډه کوي.

پاکستاني چارواکو ويلي د ستمبر په مياشت کې که چا د کرونا ويکسین ونه لګول د اکتوبر د لومړۍ نېټې څخه وروسته به ورته په ملک کې دننه او د ملک څخه بهر د هوايي سفر يا په الوتکه کې د سفر اجازه نه ورکول کیږي.

د پاکستان د سرکاري شمېرو ترمخه په ملک کې تراوسه پورې څلور کروړه 78لکه 2106 د کرونا ويکسين لګول شوي چې پکې يو کروړ 39لکه 70زره 584 کسانو ته د ويکسين دوه ډوزه لګول شوي دي.

په نزدې وختونو کې پاکستان کې دکرونا وایرس دمثبتو پېښو کچه د دوه فیصدي نه هم په ښکته تللې وه خو ډاکټران وایي چې عامو خلکو د کرونا نه دځان ژغورنې په سپارښتنو عمل پرېښودی دی چې له دې امله یو ځل بیا دا وایرس په چټکتیا سره خوریږي.

دپاکستان حکومت هم تیرکال د کرونا وایرس نه د ولس خوندي کولو دپاره یو شمیر سخت بندیزونه پځائ کړي وؤ خو په دې وروستیو کې حکومت دغه بندیزونه بیرته لرې کړي دي اؤ اوس خلک د نورکله په څېر په بازارونو کې پرته له کومو احتیاطي تدابیرو خپل روزګار،راشه درشه اؤ غم ښادي کوي چې ډاکټران دکرونا وایرس دبهیر چټک کیدو یوه وجه دا هم بولي.

حکومت خبرداری ورکړی چې که دکرونا له امله حالات نور خرابیږي نو په هیواد کې به یو ځل بیا سخت بندیزونه پرځائ کړي.

XS
SM
MD
LG