واشنګټن ـــ پاکستان د اشرف غني د حکومت په مهال هم او اوس د طالبانو د کنټرول په وخت هم په ټینګار سره وایي چې په افغانستان کې دې د ټولو اړخونو یو ګډ حکومت جوړ شي چې د څېړونکو په وینا پاکستان غواړي په سیمه کې د طالبانو د حکومت منل کېدو ته لاره جوړه کړي.
وزیراعظم عمران خان د اګست پر 26مه له روسي صدر ولادیمیر پیوټن سره په ټیلیفوني خبرو کې د افغانستان پر روانو حالاتو بحث کړی او هغه ته یې یو ځل بیا ویلي چې پاکستان غواړي "په افغانستان کې یو ټولشموله حکومت" جوړ شي.
ناقدین وایي پاکستان پوهېږي چې که د طالبانو حکومت په نړۍ کې په رسمیت ونه پېژندل شي نو کږلی او تنها به پاته شي او بیا به پاکستان ته هم ګرانه وي چې له یو داسې حکومت سره اړیکې وساتي.
دوی وایي د منځنۍ اېشیا او د منځني ختیځ هېوادونو ته د خارجه وزیر شاه محمود قرېشي سفرونه او د دې تر څنګ د اسلامي همکارۍ له تنظیم او نورو سره د هغه د خبرو مقصد دا دی چې له هغوی سره همږغي پیدا کړي او هغوی د دې خبرې منلو ته تیار کړي چې د طالبانو په مشرۍ ټولشموله حکومت یو ښه انتخاب دی.
په اسلام اباد کې د څېړنیزې ادارې «تبادلب» یو څېړونکي مشرف زیدي د جاپان نیکي اېشیا ورځپاڼې ته ویلي، پاکستان به له دې کبله- چې په کابل کې اسلام اباد پلوه حکومت ولري- پخوانۍ غلطي نه تکراروي چې یواځې پاکستان او دوو نورو هېوادونو سعودي او عرب اماراتو د طالبانو حکومت منلی وو:
"پاکستان به داسې ونه کړي او زه ګومان کوم چې د 1990 د لسیزې خپلې غوښتنې به نه تکراروي، که چین او روس د کابل [راتلونکی حکومت] په رسمیت ونه پېژني زه فکر نه کوم چې اسلام اباد یې وپېژني".
د پاکستان د سېنټ د بهرنیو اړیکو د کمېټۍ غړي سنېټر انوارالحق کاکړ نیکي اېشیا ورځپاڼې ته ویلي "که ژر وي که ناوخته نړیوالې ټولنې ته پکار ده چې د طالبانو په مشرۍ د کابل حکومت ومني"، کاکړ ویلي که نړیوال د طالبانو حکومت ونه مني نو کېدای شي دا هېواد بیا د ترهګرو په مرکز بدل شي.
د واشنګټن په بروکنګز څېړنیزه اداره کې د سي ای اې د ترهګرۍ ضد چارو پخواني څېړونکي او د افغانستان پاکستان د چارو ماهر بروس رایډل د اګست پر 23مه پخپل یو مضمون کې لیکلي چې د پاکستان مذهبي ګوندونو په افغانستان کې د طالبانو کامیابي لمانځلې:
"شک نه شته چې ای ایس ای د کابل حکومت پر ړنګولو [د طالبانو] ستاینه کوي خو ډېر هوښیار دي او دا کار په ښکاره نه کوي".
طالبان هم وایي ټولشموله حکومت به جوړوي خو لا تر اوسه په افغانستان کې له سیاسي ګوندونو او خپلو مشرانو سره په سلا مشورو بوخت دي او نه ده څرګنده چې څه ډول حکومت جوړ کړي. برویس رایډل وایي:
"موږ به ژر ووینو چې طالبان پخپل نوي حکومت کې نور سیاسي ګوندونه ور شاملوي که نه".
د واشنګټن په ووډرو ویلسن څېړنیز مرکز کې د جنوبي اېشیا د چارو څېړونکي مایکل کوګلمېن د شورو- چارشنبې په ورځ پر ټویټر لیکلي، ټول سیمه ییز هېوادونو تر څه پرېکړې مخکې انتظار کوي چې طالبان څه ډول حکومت جوړوي:
"چین، پاکستان، روس او یو شمېر د منځنۍ اېشیا هېوادونو اشاره ورکړې چې دوی څه بیړه نه لري، دوی به [له خلکو سره] د طالبانو چلند له نیژدې ګوري".
طالبانو چې په 1996م کال کې پر افغانستان واکمن شول نو یواځې د خپلې ډلې کسان یې په حکومت کې شامل کړل، دوی هغه مهال د نجونو پر تعلیم او د ښځو پر کار بندیز ولګاوه، پر ښځو یې پرده لازمه کړه، موسیقي یې منع کړه او پر نارینه وو یې د ږیرې پرېښوول فرض کړل، چې له کبله یې د نړۍ اکثرو هېوادونو د دوی حکومت په رسمیت ونه پېژانده.