لاس رسیدونکی لینک

Breaking News

د وزيرستان کډوال وايي دوی په ملک کې خپله مرستو ته اړتيا لري او پاکستان افغانستان ته امداد ليږي


په پاکستان کې د شمالي وزيرستان نه بې کوره شوي کډوال وايي، په ملک کې اوس هم دوی کډوال دي مرستو ته اړتيا لري او پاکستان په خپله د نورو هېوادونو نه امداد غواړي، نو څنګه کولی شي چې افغانستان ته مرستې ليږي.

پاکستان تیره ورځ د ستمبر په 11مه د مرستو یوه پوځي الوتکه افغانستان ته لیږلې چې پکې 12 ټنه خوراکي توکي او درمل شامل دي، افغان طالبانو د دغو مرستو تاييد کړی او د خوست لپاره د طالبانو مرستیال والي محمد دین شاه محبت میډیا ته ویلي د مرستو الوتکه د خوست هوایي ډګر ته رسېدلې ده.

د شمالي وزیرستان یو اوسیدونکي سهیل نور په فیس بک ځېنې پوښتنې راولاړې کړي او لیکلي يې دي، "هغه هېواد چې په خپله د دنیا څخه سوالونه کوي، په کوم دلیل له افغانانو سره په دا شکل مرستې کوي؟".

د پي ډي ایم اې تر مخه دا مهال د قبایلي ضلعو نه 16000کورنۍ کډوالې دي چې پکې 15230 کورنۍ د شمالي وزیرستان او یو زر د خېبر قبایلي ضلعې دي چې هره میاشت د نړیوالو په ملاتړ د دوی سره مرستې کیږي.

د شمالي وزيرستان يو کډوال بخت الله وایي دوی ته د کډوالۍ په وخت یواځې دوه خیمې ترلاسه شوي او د کورنۍ په سر د میاشتې 20000 روپۍ د څومیاشتو د ځنډ وروسته ورکړل کیږي خو په دې ګرانۍ کې په دې مرسته ګزاره نه کیږي.

په خپله حکومتي چارواکي هم مني چې دا مرستې کمې دي خو د نشت نه بیا هم ښې دي.

بخت الله وایي د تیرو اووه کالو نه د کډوالۍ ژوند کوي، دوی ته دې دومره مرستې ورکړل شي چې مشکلات يې راکم کړي.

د شمالي وزيرستان سره تعلق لرونکې يوه فعاله زده کوونکې ګلالې وزیره وايي پاکستان بیا بیا د نړيوالو پر وړاندې دا تايید کړې چې دوی د کډوالو د بیا بحالۍ توان نه لري او د مرستو غوښتنه کوي.

هغه وايي تر اوسه د قبایلي سیمو خلک در بدر دي چې پکې په زیات شمیر کې افغانستان ته هم کډه شوي دي او د طالبانو د واک نیولو وروسته د دوی مرستې تړل شوي او مشکلات یې سیوا شي دي.

د شمالي وزيرستان کډوال وايي په سيمه کې د ناامنۍ په مهال نه یواځې دغو خلکو ته ځاني زيان اوښتی، کورونه یې وران شوي او کاروبارنه يې تباه شوي دي.

د پي ډي اېم اې تر مخه یوازې په شمالي وزیرستان کې 20000 نه زیات دوکانونه وران شوي او په جنوبي وزیرستان کې تر دې مهاله په ترسره شوې سروی کې 90000 وران کورونه لیکل شوي دي.

حکومت د یو وران کور څلور لکه او نيم وران کور 160000 زره روپۍ مرستې ورکوي.

د شمالي وزیرستان اوسیدونکی خلیل وزیر وایي که څه هم حکومت د دوی تاوان منلی خو تر اوسه دا مرستې نه دي ورکړل شوي.

هغه وویل د کاروبار د نشتوالي او مرستو نه ترلاسه کیدو په وجه کاروبار په ټپه ولاړ دی ماشومان بې تعلیمه کیږي او د کور خرڅ خوراک لپاره د خېر په غوښتو مجبور شوي دي.

د جنوبي وزیرستان خلک وايي په سيمه کې د پوځي عملیاتو په پایله کې کورونه په بشپړه توګه وران شوي دوی ته هم د کورونو مرستې نه ورکړل کیږي او په خیمو کې په ژوند تیرولو مجبور دي.

دوی وايي په علاقه کې هیڅ اسانتیا نشته او د کورونو مرستې تر لاسه کیدو دپاره يې احتجاجي پرلتونه کړي انتظامیه ورته بيا بیا باور ورکوي خو هغه ژمنې بیا نه عملي کوي.

حبیب محسود چې په ډیره اسماعیل خان کې ژوند کوي وايي کور یې وران شوی، په سروی کې يې نوم ليکل شوی خو وايي په څلور لکه روپۍ په وزیرستان کې یوه خونه هم نه جوړیږي.

انتظامیه واي د کډوالو د ستونزو په اړه يې د صوبې اعلا حکومتي چارواکو ته سفارښتنې کړي خو د پاکستان ځينې حکومتي چارواکو بيا بيا ويلي چې دوی فنډونه نه لري او نړیوالو مرستو ته اړتيا لري.

د خېبر پښتونخوا تیر شوي ګورنر ظفر اقبال جګړا په کال 2106 کې وي او اې ډيوه سره په يوه مرکه کې ويلي وو د حکومت دومره وس کیږي څومره مرستې چې کوي، نور نه شي کولی چې په مرستو کې اضافه وکړي.

XS
SM
MD
LG