لاس رسیدونکی لینک

تازه خبر

شمالي وزيرستان: پوځ د يو ترهګر د وژلو دعوه کړې


د پاکستان پوځ وایي د خېبر پښتونخوا قبایلي ضلعې شمالي وزیرستان کې یې د استخباراتي مالوماتو په اساس د وسله والو په ضد عملیات کړي او یو ترهګر يې پکې وژلی دی.

د پاکستان پوځ په (26 ستمبر) ويلي چې پوځ په شمالي وزیرستان کې د وسله والو د موجودګۍ په خبرتیا عمليات کړي دي.

پوځ ویلي، د وسله والو سره رزمک سب ډویژن په دوصلي سیمه کې نښته هغه مهال شوې چې پوځ په سیمه کې د پټو ترهګرو په ضد عملیات کول.

د شمالي وزيرستان د پېښې په اړه پوځ ویلي، ادارو ته خبر تر لاسه شوی وو چې په سیمه کې ترهګر پټې ځالې لري خو کله چې امنیتي ځواکونه دغلته ورسېدل او د ترهګرو نه یې ګیره چاپیره کړه نو هغوی پرې ډزې پېل کړې.

پوځ ويلي چې د سرتيرو په ځوابي ډزو کې یو وسله وال وژل شوی، ويل شوي پوځ په عملياتو کې په غټه کچه وسله هم ترلاسه کړې ده.

پوځ د وژل شوي کس پېژندګلو نه ده ښکاره کړې. او نه یې دا ویلي چې تړاو د کومې ډلې یا په تحریک کې څومره مهم کس وو.

په بیان کې ویل شوي چې د نورو ترهګرو له مینځه وړلو لپاره دغه سیمه کې په بشپړه ډول د لټون عملیات روان دی.

بلې خوا ته پاکستاني طالبانو د دې برید په پایله کې د درې پاکستاني عسکرو د وژلو کړې او میډیا سره په شریکو کړو مالوماتو کې يې د یو پلوي د وژل کېدو خبر هم تاييد کړی دی.

دوسلي د شمالي وزیرستان مرکز میرانشاه نه نزدې 40 کلومیټره لرې سویلي سیمه ده او دې ځایې ته د میډیا رسد نه کیږي چې د ازادو سرچينو څخه مالومات ترلاسه کړي.

د پاکستان پوځ په 20 ستمبر هم دعوه کړې وه چې په شمالي وزيرستان کې يې عمليات کړي او د لاقانونه ګرځول شوې تحريک طالبان پاکستان يو مهم کمانډر يې پکې وژلی دی.

په شمالي وزیرستان کې پرله پسې د ترهګرو د وژلو دعوې په داسې حال کې کیږې چې تيره اوونۍ په جنوبي وزيرستان کې په يو وسله وال بريد کې د پاکستان پوځ اووه سرتيري په یو وسله وال برید کې وژل شوي او څلور نور ټپي شوي وو.

د دغه بريد زمه واري پاکستاني طالبانو منلې وه.

هم روانه مياشت په شمالي وزيرستان کې نور بريدونه شوي او پوځ د نورو ترهګرو د وژلو دعوې هم کړي دي.

په شمالي وزیرستان کې په کال 2014م کې د وسله والو پرضد ضرب عضب عملیات شوي خو بیا هم پکې د نا امنۍ پېښې کیږي چې پکې په امنیتي سرتیرو د بريدونو سره د ځايي خلکو هدفي وژنې هم روانې دي.

د هدفي وژنو پرضد د د اګست میاشتې په 30م نیټه میر علي کې احتجاحي مظاهره شوې وه چې پکې په سیمه کې د هدفي وژنو او نورې ناامنۍ د پېښو د مخنیوي دپاره په ټینګار غوښتنه شوې ده.

په 11 ستمبر پوځ په شمالي وزیرستان کې د وسله والو د موجودګۍ په خبرتیا عمليات کړي دي او د یو ترهګر د وژلو او 6 يې ګرفتارولو دعوی کړي، خو ځايي خلکو احتجاجي مظاهره کړې چې وژل شوی تن تنکی ځوان د سکول زده کوونکی او بې ګناه وو.

په 7 ستمبر د شمالي وزیرستان په دوسلي تحصيل کې په يوه چاودنه کې دوه پاکستاني پوځي سرتیري وژل شوي وو، پوځ ويلي وو په ډزو کې يې يو ترهګر هم وژلی وو.

شمالي وزیرستان کې 4 ستمبر د هدفي وژنې په یوه پیښه کې دوه تنکي ځوانان وژل شوي چې عمرونه نزدې 20 او 23 کاله دي.

د یوت اف وزیرستان په نوم یو غیر دولتي تحریک وایي سږ کال تر دې مهال په هدفي بریدونو کې 45 کسان وژل شوي چې پکې 5 زنانه هم شاملې دي.

په وروستيو کې د افغانستان سره په پوله پرتو د پاکستان په قبایلي ضلعو او بلوچستان صوبه کې په امنيتي ځواکونو بريدونه سېوا شوي چې پکې د زياترو زمه واري تحريک طالبان پاکستان منلې ده.

په پاکستان کې دا بريدونه په داسې حال کې سېوا شوي چې په 15 اګست طالبانو کابل نيولی دی.

د طالبانو د کابل نيولو سره داسې خبرونه مخې ته راغلي چې د افغانستان د زندانونو څخه د تحریک طالبان پاکستان غړي راخوشي کړی شوي وو.

په پاکستان کې په دې وروستيو میاشتو کې د بدامنۍ د پېښو سېوا کېدو په اړه د پوځ د مطبوعاتو د ادارې ايي ایس پي آر مشر بابر افتخار په (17 جولايي) ويلي وو "ښکاره خبره ده وروستۍ پېښې دبلې غاړې (افغانستان لوري) ته روانو حالاتو سره تړلې دي،

هغه ویلی وو دا وخت دپاکستان د پوځي عملیاتو په نتیجه کې په پاکستان کې هیڅ د ترهګرو منظم نیټ ورک نشته.

ځانګړې ویډیوګانې

دوکانداران وايي د اختر نه وروسته د سرو زرو قیمتونه زیات شوي
please wait

No media source currently available

0:00 0:03:18 0:00

بي بي شیرینه

بي بي شیرینه – په ټیلې ویژن
please wait

No media source currently available

0:00 1:59:59 0:00

Recommended

XS
SM
MD
LG