لاس رسیدونکی لینک

تازه خبر

بلوچستان کې سیوا شوي بریدونه،ایا پاکستان کې ترهګرو ډلو یو بل ته لاس ورکړی؟


دپاکستان په بلوچستان ایالت کې په دې وروستیو کې دترهګرۍ پېښو کې زیاتوالی لیدل شوی اؤ څېړونکي ددې زیاتوالي عمده علت دافغانستان اوسنی وضعیت ګرځوي.

دترهګرۍ دمخنیوي محکمې پولیسو د دوشنبې په ورځ دکراچۍ نه داعش سره د تړاؤ په تور دوه کسان نیولي چې دهغوئ په هکله ویل شوي روزنه یې په افغانستان کې شوې ده اؤ په تیرو وختونو کې دا کسان د ناچله ګرځول شوې تندره ډلې لشکر جهنګوي په لیکو کې هم پاتې شوي دي.

د وي او ای اردو د رپورټ له مخې په افغانستان د طالبانو د واکمنۍ نه وروسته په کندهار اؤ اؤ نورو افغان سمو کې پټ بلوڅ بیلتون خوښي اؤ دداعش ځېنې مهم وسله وال بیا پاکستان ته راغلي اؤ دلته یې خپل فعالیتونه چټک کړي دي.

رپورټ وایي دپاکستان امنیتي ځواکونو هم ددې ترهګرو په ضد خپل عملیات چټک کړي اؤ اوړمه ورځ په یوه کارروایۍ کې بلوچستان دپاره دداعش مشر یا امیر ممتاز چې د پهلوان په نوم پیژندل کیدو،هم وژل شوی دی.

دپاکستان دامنیتي ادارو چارواکو څو ورځې وړاندې په یو برید کې دداعش سره د تړاؤ لرونکو۱۱ؤ وسله والو د وژلو دعوه هم کړې وه.

دتندوره ډلو شتون اؤ بریدونو کې زیاتوالی

دپاکستان دکورنیو چارو وزیر شیخ رشید احمد هم بلوچستان کې دداعش شتون منلی اؤ په تیرو ورځو کې یې ددغه وسله والې ډلې په ضد دګامونو اخستو هوډ ښکاره کړی ؤ.

د وي او ای اردو رپورټ زیاتوي چې په نزدې ورځو کې دپاکستان وزیراعظم عمران خان هم پخپله یوه مرکه کې پاکستان ته دپېښو ګواښونو په توګه داعش،بلوڅ بیلتون خوښو تنظیمونو اؤ دپاکستاني طالبانو تحریک ته ګوته نیولې وه.

دبلوچستان دحکومت له لوري مخې ته د راغلو شمیرو له مخې یوازې داګست په میاشت کې دغلته دترهګرۍ ۴۱بریدونه شوي چې دې کې تر ټولو زیاتې ۱۶حملې په مکران ډویژن کې شوي دي.

بلوچستان کې تر ټولو زیات بریدونه د ایف سي په ځواکونو شوي چې شمیره یې ۱۴ ښودل شوې اؤ ۲۰نور بریدونه به په عامو وګړو شوي دي.

همدا شان دچین په وګړو اؤ پاکستاني پوځیانو هم یو ،یو برید شوی دی.

شمیرې په ګوته کوي چې د روان کال په اوږدو کې دبلوچستان دننه دترهګرۍ پېښو کې تر۲۵ؤ زیات امنیتي عسکر وژل شوي اؤ بیا په عملیاتو کې تر۴۰ؤ د زیاتو ترهګرو د وژنې دعوې هم شوي دي.

په پینځم ستمبر د کوټې ترڅنګ د مستونګ په لویه لاره د ایف سي په یوه پوسته شوي ځانمرګي برید کې څلور دایف سي عسکر وژل شوي اؤ ۲۱ نور ژوبل شوي وؤ چې ددغه برید پړه دپاکستاني طالبانو غورځنګ پغاړه اخستې وه.

ایا بیلتون خوښو اؤ تندلارو ایتلاف کړی ؟

وي او ای اردو پخپل رپورټ کې د څېړونکي عامر رانا له خولې لیکي چې دکوټې په سرینا هوټل دشوي برید نه وروسته داسې شکونه ښودل کیږي چې پاکستاني طالبانو اؤ بلوڅ بیلتون خوښو یو بل ته د ملګرتیا لاس ور وړاندې کړی دی، خو تراوسه په دې اړه کوم کوټلي ثبوتونه مخې ته نه دي راغلي اؤ نه هم کوم تنظیم داسې څه دعوه کړې ده.

هغه وایي دیادو ډلو ترمنځ دایتلاف نخښې نه ښکاري خو دبلوڅ بیلتون خوښو د بریدونو په څرنګوالي کې بدلون ضرور مخې ته راغلی دی.

دهغه په وینا اوس اوس څه ویډیو ګانې مخې ته راغلي دي چې ځانمرګو کسانو ته روزنه ورکول کیږي اؤ دا ویډیوګانې ښایي چې بیلتون خوښې ډلې اوس دهغوئ(طالبانو) طریقه خپلوي خو ددې خبرې ثبوت نشته چې دې دواړو ډلو خپلو کې ایتلاف کړی که نا؟

اسلام اباد کې دقایداعظم پوهنتون استاذ ډاکټر فرحان حنیف صدیقي هم وي او ای اردو ته ویلي چې دافغانستان د وضعیت له امله اوس په ورځنیو بنیادونو شیان بدلیږي، تراوسه دپاکستاني طالبانو په اړه څه نه شي ویل کیدی چې هغوئ به څنګه فعالیتونه کوي؟

څېړونکی اؤ خبریال ضیاء الرحمان وایلي افغانستان کې دطالبانو دحکومت جوړیدو نه وړاندې کندهار کې په لویه شمیره د داعش اؤ نورو تنظیمونو خلک موجود وؤ خو دطالبانو د راتګ نه وروسته ددغو وسله والو ډلو دسر کسان کندهار نه تښتیدلي اؤ دپاکستان اؤ ایران ترمنځ سرحدي سیمو ته رسیدلي دي.

هغه وایي امنیتي ځواکونه دترهګرو ډلو په ضد عملیات کوي اؤ تر اوسه یې یو شمیر ترهګر وژلي هم دي خو داسې ښکاري چې دترهګرو د بریدونو مهارتونه اوس سیوا شوي اؤ دهغوئ لخوا کیدونکو بریدونو کې زیاته مرګ ژوبله اوړي.

ضیاء الرحمان وایي په نزدې وختونو کې دداعش نفوذ په زیاتیدو دی خو ددې یو ستر علت پاکستان کې دلشکر جهنګوي اؤ نورو تندلارو ډلو سره ددوئ سیوا کیدونکې اړېکې دي.

( د وي او ای اردو په مننه)

هېلو وي او اې په ټي وي

هېلو وي او اې په ټي وي
please wait

No media source currently available

0:00 0:59:56 0:00

بي بي شیرینه

بي بي شیرینه – په ټیلې ویژن
please wait

No media source currently available

0:00 2:32:32 0:00

Recommended

XS
SM
MD
LG