لاس رسیدونکی لینک

تازه خبر

پېښور: داعش د ستنام سينګ د وژنې زمه واري منلې  


د خېبرپښتونخوا په مرکزي ښار پېښور کې د وژل شوي سيک ستنام سينګ د پېښې زمه واري داعش ډلې منلې او سيکان وايي دغه پېښې اندېښمن کړي او په سيک ټولنه کې يې ویره خوره کړې ده.

په 30 ستمبر پېښور کې په چارسده روډ په یو وسله وال بريد کې سردار ستنام سينګ وژل شوی او د دغه پېښې زمه واري بيا داعش ډلې منلې وه.

په پېښور کې د سيکانو د ټولنې يو مشر بابا جي نريندر سنګ وي او اې ډيوه ته وويل د ستنام سنګ د وژنې په پېښه په پېښور کې مېشت سيکان خفه دي او د خپل امنيت په اړه انديښمن شوي دي.

هغه وويل څو کاله وړاندې د ده دوه وروڼه هم د چارسدې په شبقدر کې وژل شوي وو او بيا په کال 2014 کې په چارسده کې هم دوه سيکان حکيمان وژل شوي وو.

نريندر سينګ وايي " زمونږ خلک خفه دي، ويريدلي او د خپل امنيت فکر اخستي دي".

څيړونکي وايي د کال 2007 پورې په قبايلي ضلعو او د خېبرپښتونخوا په بېلابيلو برخو کې سيکان په امن اوسېدل او خپل روزګارونه يي کول خو بيا د پاکستاني طالبانو په قبايلي ضلعو کې د فعاليتونو سېوا کېدو سره ګڼ شمېر سيکانو خپلي سيمې پرېښودي او پېښور ته راغلي چرته چې دوی زياتره په جوګان شا محله کې مېشته شوي او په دغه محله کې د دوي ګردواره يا د عبادت ځای هم دی.

داعش په پېښور کې د سيک د وژنې زمه واري په داسې حال کې منلې چې يادې ډلې په وروستيو کې د څو نورو بريدونو زمه واري هم په غاړه اخستې ده، خو دا لومړی ځل دی چې داعش د يو سيک د وژلو زمه واري منلې ده.

په وروستيو کې داعش د خېبرپښتونخوا په کوهاټ ضلع کې د پوليو په ټیم د بريد زمه واري منلې وه په کوم بريد کې د پوليو ټیم ساتونکی پولیس په ډزو وژل شوی وو، دغه بريد د پوليو د کمپاين په مهال په 19 ستمبر شوی وو.

له دې وړاندې په باجوړ کې په امنيتي ځواکونو د بريد زمه واري هم داعش منلې خوپه پېښور کې چې داعش د يو بل تن د وژلو دعوه کړې وه ځايي چارواکو دغه پېښه نه وه تاييد کړې. دا په څو ورځو کې د داعش د بريدونو څلورمه زمه واري ده چې منلې يې ده.

د دې نه وړاندې په اورکزو کې د دوه ځايي مشرانو د وژلو زمه واري هم داعش منلې وه.

څيړونکی او خبريال شاه رضا شاه وايي د داعش د بريدونو اخستو زمه واري د اندېښنې وړ ده او د دوی بريدونه په افغانستان کې د طالبانو په واک کې راتلو وروسته زيات شوي دي.

وي او اې ډيوه سره په خبرو کې هغه وویل" په دې سيمه کې چې په هر ځای کې تندلاري په واک کې راځي نو نورې تندوره ډلې به هم د هغې نه اثر اخلي".

د داعش په پاکستان کې د بريدونو د زمه وارۍ خبرونه په داسې حال کې مخې ته راغلي چې په 15 اګست طالبانو کابل نيولی او هغه وخت ويل شوي وو چې د افغانستان د جېلونو نه د تحریک طالبان پاکستان او القاعده غړي هم خوشي شوي دي.

له دغې وروسته د پاکستان د بهرنيو چارو وزیر شېخ رشيد ويلي وو ټي ټي پي او داعش د پاکستان سره په پوله د افغانستان د ننګرهار په غرييزه سيمو کې شتون لري.

په 17 اګست رشېخ رشيد ويلي وو په افغانستان کې د طالبانو سره په رابطه کې یو، او دوی هڅه کوي چې ټي ټي پي د پاکستان پرضد د افغانستان خاوره ونه کاروي او طالبانو ته يې ويلي چې پاکستان به هم کومه لاس وهنه نه کوي.

خو له دې وړاندې پاکستان تل دا دعوه کړې چې په پاکستان کې داعش په منظمه توګه شتون نه لري.

خو په وروستيو کې چې يو لور ته داعش د ځینو بريدونو زمه وارۍ منلي نو بل لور ته په کراچۍ او بلوچستان صوبه کې امنیتي ادارو د داعش د ځینې وسله والو غړو د نیولو او په عملیاتو کې د وژلو دعوې هم کړي دي.

هېلو وي او اې په ټي وي

هېلو وي او اې په ټي وي
please wait

No media source currently available

0:00 0:59:56 0:00

بي بي شیرینه

بي بي شیرینه – په ټیلې ویژن
please wait

No media source currently available

0:00 1:59:58 0:00

Recommended

XS
SM
MD
LG