لاس رسیدونکی لینک

تازه خبر

پاکستان: د طالبانو بریدونه سېوا کېدل په قبايلي سيمو کې د دوی د منظم شتون څرګندونه کوي، څيړونکي


د پاکستان پوځ وايي تیره ورځ په قبایلي ضلع شمالي وزیرستان کې د وسله والو په برید کې څلور پاکستاني پوځیان او یو پولیس سرتیرې وژل شوي دي چې ذمه واري یې لاقانونه ګرځول شوې د پاکستاني طالبانو ډلې (ټي ټي پي) په غاړه اخستې ده.

دا پېښه په داسې وخت کې شوې چې د پاکستان وزیراعظم عمران خان ویلي د پاکستاني طالبانو له ځینو ډلو سره یې د سولې خبرې روانې دي.

پوځ ويلي دا برید د عسکرو په کاروان تیره ورځ د سپین وام تحصیل په سلپازۍ سیمه کې شوی دی.

د شمالي وزیرستان سپین وام تحصیل د ضلعې مرکز میرانشاه نه 50 کلوميټره شمال لويدیځ پله د افغانستانه پولې سره جوخته پرته سیمه ده.

د فاټا ریسرچ سېنټر نومې ادارې مشر منصور مسید وايي په افغانستان کې د بند نه د پاکستاني طالبانو او د دوی د ملګرو د خوشي کیدو وروسته په وزیرستان کې ترهګر بریدونه هم زیات شوي دي او د دې لارې طالبان دا ښودل غواړي چې دلته د وسله والو منظم نیټ ورک شتون لري.

منصور مسید وايي یو ځل بیا د کال 2007 په رنګ حالات لیدل کېږي چې پکې د بېت الله محسود په مشرۍ کې ترهګره ډلو اتحاد جوړ کړی وو.

په پاکستان کې په دې وروستيو میاشتو کې د بدامنۍ د پېښو سېوا کېدو په اړه د پوځ د مطبوعاتو د ادارې ايي ایس پي آر مشر جنرل بابر افتخار په (17 جولايي) ويلي وو "ښکاره خبره ده وروستۍ پېښې د بلې غاړې (افغانستان لوري) ته روانو حالاتو سره تړلې دي.

د پاکستان د پوځ یو پخوانی افسر ریټایرډ بریګیډیر سعد محمد خان دعوه کوي چې دا بریدونه د پولې د پورې غاړې افغانستان نه کیږي. هغه وویل دغه علاقې چې بريدونه ترې کيږي د افغان طالبانو د حقاني شبکې تر واک لاندې دي.

هغه زیاته کړه که د دې مخنيوی ونشي دا به زیات مشکلات رامخې ته کړي.

په پېښور کې د شمالي وزیرستان یو ازاد خبریال ناصر داوړ وايي ښکاري د دې ملک وزیراعظم (عمران خان) پوره مالومات نه لري د مذاکراتو عمل یواځې د ګل بهادر ډلې سره روان دی او پاکستاني طالبان ځان ته ډله لري چې د تیر په پرتله زیات منظم شوي او په افغانستان کې د طالبانو د حکومت نیولو سره دوی (پاکستاني طالبانو) هم په بېلابيلو علاقو کې خپل زمه وار کسان ټاکلي دي.

هغه وویل نه یواځې په وزیرستان بلکې په نورو قبایلي سیمو کې هم طالبانو خپل فعالیتونه سیوا کړي دي او د افغان طالبانو په څېر خپل واک جوړوي او ښکاري چې د افغان طالبانو او پاکستاني طالبانو تیر شوی تعلق هم هغسې په ځای دی.

د تېرې پنجشنبې- زیارت په ورځ هم په ټانک ضلع کې له وسلوالو سره په نښته کې د پاکستاني پوځ یو کېپټن وژل شوی وو، چې ذمه واري یې پاکستاني طالبانو منلې ده.

له دې نه یوه ورځ وړاندې د پاکستان پوځ په جنوبي وزیرستان کې د لسو وسله والو د وژلو دعوه کړې وه.

په 15 ستمبر په جنوبي وزيرستان کې په يو وسله وال بريد کې د پاکستان پوځ اووه سرتيري په یو وسله وال برید کې وژل شوي او څلور نور ټپي شوي وو.

په 13 ستمبر هم د جنوبي وزیرستان په لدها سیمه کې په امنیتي ځواکونو ځان مرګی برید شوی وو چې پکې یو عسکر وژل شوی او څلور نور ژوبل شوي وو.

7 ستمبر د شمالي وزیرستان په دوسلي تحصيل کې په يوه چاودنه کې دوه پاکستاني پوځي سرتیري وژل شوي دي، پوځ ويلي په ډزو کې يې يو ترهګر هم وژلی دی.

د دغو ټولو بریدنو زمه داري پاکستاني طالبانو منلې ده.

په پاکستان کې دا بريدونه په داسې حال کې سېوا شوي چې په 15 اګست طالبانو کابل نيولی دی.

په پاکستان کې د پولې د پورې غاړې افغانستان د لوري نه د بريدونو دعوې په داسې حال کې کيږي چې پاکستاني چارواکي وايي د افغانستان سره په پوله يې د سيمو د ازغن تار لګولو کار نزدې پوره کړی دی.

پاکستان په کال 2017 کې د افغانستان سره په پوله د سيمو د ازغن تار لګولو کار پېل کړی او ويلي يې وو دغه ګام په پوله د ترهګرۍ د مخنيوي دپاره کوي.

بي بي شیرینه

بي بي شیرینه: په ټیلې ویژن
please wait

No media source currently available

0:00 1:59:59 0:00

Recommended

XS
SM
MD
LG