لاس رسیدونکی لینک

Breaking News

کرونا: پاکستان کې تعليمي ادارو ته د ټولو زده کوونکو په تلو بندېز ختم شو


په پاکستان کې چې د کرونا له امله په زده کوونکو سکولونو او ټولو تعليمي ادارو ته په ورتګ کوم بندېز وو چې د ورځې به نيم زده کوونکي تلل هغه بندېز نن د ګل/ دوشنبې په ورځ (11 اکتوبر) ختم شو او هم د نن څخه ټول زده کوونکي زده کړو له تللي دي.

د پاکستان د تعليم وزارت په ملک کې د نن څخه ټولو سرکاري او شخصي تعليمي ادارو ته تلونکو ټولو زده کوونکو ته د ورتلو اجازه ورکړې ده.

په پاکستان کې د کرونا وبا له امله په لومړي سر کې ټولې تعليمي ادارې تړل شوې او بيا په وروستيو کې اجازه ورکړی شوې وه، چې نيم زده کوونکي به په يوه ورځ او نيم به په بله ورځ سکولونو ته تلل.

خو نن په 11 اکتوبر ټولو زده کوونکو ته تعليمي ادارو ته د تلو اجازه ورکړی شوې ده.

په پاکستان کې زده کوونکو ته ټولو تعليمي ادارو ته د تلو اجازه په داسې وخت کې ورکړی شوې چې په وروستيو کې په ملک کې د کرونا د پېښو شمېرې راکمې شوي او د مړينو کچه يې هم ټيټه شوې ده.

د سرکاري شمېرو ترمخه په تير شوا روز کې په ملک کې د کرونا څخه 28 کسان مړه شوي او 1004 کسان په کرونا اخته شوي دي.

په پاکستان کې د کرونا څخه تراوسه پورې ټول 28زره 134 کسان مړه شوي دي.

بل لور ته سرکاري شمېرې ښايي په ملک کې درې کروړه، 27لکه نه زياتو کسانو ته د کرونا ويکسين دوه ډوزه، او شپږ کروړه 30لکه نه زياتو کسانو ته يو ويکسين لګول شوی دی.

XS
SM
MD
LG