لاس رسیدونکی لینک

تازه خبر

هنګو:پولیس وایي دطالبانو اړوند څلور ترهګر یې وژلي


دترهګرۍ محکمې پولیس وایي دخیبر پښتونخوا هنګو ضلع کې یې ترهګرو سره دنښتې په مهال دپاکستاني طالبانو دتحریک اړوند څلور ترهګر وژلي اؤ دهغوئ د ولقې څخه وسلې ترلاسه کړي دي.

پولیسو دا دعوه په داسې حال کې کړې ده چې دوه ورځې وړاندې شمالي وزیرستان کې دترهګرۍ محکمې دپولیسو لخوا دترهګرو په نوم وژل شوي دوه کسان دسیمې خلک بېګناه مزدورکاران ګرځوي اؤ دهغوئ د وژنې په ضد یې سخت احتجاج کړی دی.

دنهې په ورځ دترهګرۍ ضد پولیسو محکمې پخپل یو بیان کې ویلي چې د دوئ دکوهاټ څانګې پولیس دهنګو په ټل اؤ نورو لرې پرتو سیمو کې د لټونې له عملیاتو وروسته بېرته ستنېدل چې لاره کې پرې دجهازو میدان سیمې سره نزدې ترهګرو ډزې وکړې.

پولیس دعوه کوي چې دترهګرو د ډزو په جواب کې د دوئ په ځوابي ډزو څلور ترهګر وژل شوي دي.

پولیسو د وژل شوؤ ترهګرو نومونه صادق الله مشهور‌ په القاعده،احمد رحیم مشهور په سعود،صمیم مشهور په عرف استاد اؤ مصطفا مشهور په ملا ښودلي دي.

پولیسو دا دعوه هم کړې ده چې دا څلور واړه وژل شوي ترهګر دپاکستاني طالبانو د امیر حاتم ډلې سره تړاؤ لري اؤ دهدفي وژنو اؤ ترهګرۍ په ګڼو مقدمو کې ورپسې پولیس ګرځېدل.

تر دې وړاندې تیره اوونۍ دترهګرۍ ضد محکمې پولیسو په شمالي وزیرستان کې هم دیوې نښتې په مهال د دوؤ ترهګرو د وژلو دعوه کړې وه خو وروسته د وژل شوؤ کسانو کورنیو وي او ای ډیوه ته ویلي وؤ چې دغه دواړه کسان پولیسو اووه یا اته میاشتې محکمې نیولي وؤ اؤ بیا دمحکمې ترشا پخپل سر وژلي دي.

ددغو وژنو په ضد دوه ورځې وړاندې په میرعلي کې یوه ستره احتجاجي مظاهره هم شوې وه اؤ په دغه مظاهره کې احتجاج کوونکو دریځ خپل کړی ؤ چې وژل شوي کسان ترهګر نه بلکې عام مزدور کاره وؤ اؤ باید حکومت دهغوئ وژونکي دقانون منګولو ته راکش کړي.

دخیبر پښټونخوا دترهګرۍ محکمې پولیس وخت په وخت پولیس مقابلو کې دترهګرو د وژلو دعوې کوي خو څېړونکي اؤ مطبوعات زیاتره دغه دعوې دحقیقت نه لرې بلي اؤ وایي چې پولیس کوم کسان دعدالت نه پشې شا وژني هغې ته بیا دځان بچ کولو لپاره پولیسو سره دمقابلې نوم ورکوي.

هېلو وي او اې په ټي وي

هېلو وي او اې په ټي وي
please wait

No media source currently available

0:00 0:59:56 0:00

بي بي شیرینه

بي بي شیرینه – په ټیلې ویژن
please wait

No media source currently available

0:00 2:32:32 0:00

Recommended

XS
SM
MD
LG