لاس رسیدونکی لینک

تازه خبر

طالبان وایي واکمنۍ ته له رسیدو راپدیخوا یې ۶۰۰ دداعش غړي نیولي


طالبان وایي داګست دنیمایي نه راپدیخوا چې افغانستان کې واک ته رسیدلي،تراوسه یې داعش سره دتړاؤ لرونکو سیمه ییزو ډلو شاوخوا۶۰۰غړي نیولي دي .

دافغانستان دملي استخباراتو دمرکز ویاند د چهارشنبې په ورځ کابل کې رسنیو ته ویلي نیول شوؤ کې دداعش خراسان یو شمیر مهم کمانډران هم شامل دي.

ویاند خلیل همراز وایي دداعش نیول شوي وسله وال د سختو امنیتي تدابیرو لاندې زندان کې ساتل شوي دي .

هغه رسنیو ته دا هم ویلي چې دداعش په ضد اخستل شوؤ ګامونو کې ددغه ډلې ۴۰کسان وژل شوي هم دي.

ویاند دافغانستان په پخواني حکومت تور ولګولو چې له واکمنۍ ړنګیدو له مخه یې دداعش خراسان نزدې ۱۸۰۰ تندلاري اؤ بې شمیره مجرمان دبندي خانو نه ایله کړي دي ؤ دا خوشې شوي کسان نزدې وختونو کې په شوؤ بمي چاودنو اؤ دافغانستان بیلابیلو برخو کې دترهګرۍ پېښو کې ککړ وؤ.

طالبانو دداعش خراسان په ضد دخپلو بریالیتونو یو فهرست هم خپور کړی چې مقصد یې ددې نیوکو مخنیوي کول دي چې ګنې طالبان دترهګرۍ په مخې نیولو کې ناکامه روان دي.

افغانستان دپاره دامریکې ځانګړي استازي تهامس ویسټ روانه اوونۍ ویلي وؤ چې جنوبي اسیایي هیواد کې دداعش خراسان اؤ القاعده شتون واشنګټن دپاره داندېښنې وړ دی.

د دوشنبې په ورځ برسلز کې امریکایي استازي ویلي وؤ “موږ دداعش خراسان دهغو زهرژنو بریدونو غندنه کوؤ چې پکې په سلګونو بېګناه افغانانو خپل ژوند دلاسه ورکړی ،موږ دداعش خراسان په دې کارروایانو فکرمند یو اؤ غواړو چې طالبان د دوئ په ضد بریا ترلاسه کړي”

امریکایي چارواکو له وړاندې څخه خبرداری ورکړی چې داعش خراسان دا توان لري چې دیو کال نه په کمه موده کې هم دافغانستان نه بهر ترهګریز بریدونه وکړي خو القاعده بیا ددغسې بریدونو دتوان پیدا کولو لپاره د یو کال نه نیولې تر دوؤ کالو موده اخستی شي

بي بي شیرینه

بي بي شیرینه – په ټیلې ویژن
please wait

No media source currently available

0:00 1:59:59 0:00

Recommended

XS
SM
MD
LG