لاس رسیدونکی لینک

تازه خبر

بنو: جاني خېل قوم وايي غوښتنې يې نه دي منل شوي بيا احتجاج پېلوي


د خېبرپښتونخوا د بنو جاني خېل قوم وايي حکومتي چارواکو چې د دوی سره د مې او مارچ په مياشتو کې کومې معاهدې کړې وې هغه تراوسه عملي نه شوې، دوی ویلي که د 15 نومبر پورې يې غوښتنې عملي نه شوې بيرته په احتجاج لاس پورې کوي.

که څه هم د جاني خېلو تازه بيان ته حکومتي چارواکو کوم ځواب نه دی ویلی خو له دې وړاندې يې بيا بيا دغه دريځ تکرار کړی چې د جاني خېلو سره يې معاهدې په ځای دي او منل شوې خبرې به په عمل کې راولي.

د جاني خېلو د احتجاجي پرلتونو مشري کوونکی او په علاقه کې د پښتون ژغورنې غورځنګ مشر لطيف وزیري وايي په مې او مارچ کې د دوه پرلتونو وروسته ورسره د صوبې وزيراعلا او بيا د قامي مشرانو په منځګړیتوب د صوبې د يو وزیر او ضلعې انتظاميو معاهدې کړې او منلې وې.

د مارچ په مياشت کې احتجاجي مظاهره د څلور تنکو کچه هلکانو د مړو ترلاسه کېدو وروسته شوې او بيا د وزیراعلا په مشرۍ معاهده کې په علاقه کې د امنیت ټينګولو، علاقه د وسله والو څخه پاکولو، د هلکانو په وژنه کې ککړو کسانو نيولو او سزا ورکولو، او د علاقې نه د بې درکه کسانو مالومولو ويل شوي وو.

د وزیري په وېنا د مې د احتجاجي پرلت په مهال بله معاهده شوې چې د مارچ معاهده دې په ځای شي او د وزیر قوم مشران پکې مينځګړي وو او د معاهدې عملي کولو دپاره يوه مياشت وخت ورکړی شوی وو، خو دی وايي دغه غوښتنې نه دي منل شوي.

هغه وويل که د 15 نومبر پورې د دوی په غوښتنو عمل ونه شو، دوی بیا احتجاج پله ځي.

وي او اې ډيوه د بنو مرستیال کمشنر زبېر نيازي او د ټرانسپورټ وزیر شاه محمود چې په يوه معاهده کې شامل وو، سره څو ځله د رابطې هڅه کړې خو ځواب ورته نه دی ويل شوی.

د جاني خېل قبیلې مشر نور محمد وايي، پينځه مياشتې وشوې د دوی غوښتنې ونه منل شوې.

وي او اې ډيوه سره په خبرو کې هغه وويل دوی ته په علاقه کې تر ټولو غټه مسله د امنيت ده، او د معاهدو وروسته څلور نور کسان په هدف کړی شوي دي.

هغه زياته کړه دوی ته ویل شوي وو چې د کومې بدې پېښې وروسته د حکومت سره تماس ونيسي خو نوموړی تور لګوي که دوی د حکومت سره تماس نیسي حکومتي چارواکي ترې په شا کيږي.

په اتمه جولايۍ د خېبرپښتونخوا د وزيراعلی محمود خان د دفتر څخه جاري شوي بيان کې ويل شوي وو د جاني خېلو سره شوې معاهدې په ځای دي، د علاقې د پرمختيا دپاره د دوه اربه روپو ورکولو او 500 کسانو ته د نوکرو ورکولو اعلان شوی وو.

خو د علاقې يو بل تن علاوالدين وايي په دغو اعلانونو کې يوه خبره هم نه ده منل شوې.

هغه وويل د دوی سره په ليکلې بڼه منل شوې خبرې نه دي عملي شوي اعلانونه به څه عملي شي.

د بنو جاني خېلو قوم د احتجاجي پرلتونو په مهال اسلام اباد ته لاريونونو پېل کړي چې بيا وروسته په لارو کې په زوره ودرول شوي او د مرګ ژوبلو پېښې پکې هم رامنځته شوې وې.

بي بي شیرینه

بي بي شیرینه – په ټیلې ویژن
please wait

No media source currently available

0:00 1:59:59 0:00

Recommended

XS
SM
MD
LG