لاس رسیدونکی لینک

تازه خبر

مریم نواز:ثاقب نثار دې وښایي چا نواز شریف اؤ ماته په سزا راکولو مجبوره کړی ؤ؟


دپاکستان مسلم لیګ(ن) ګوند مرستیالې مشرې اؤ دپخواني وزیراعظم میانواز شریف لور مریم نواز دسترې محکمې په پخواني قاضي ثاقب نثار غږ کړی چې باید په ډاګه کړي چا هغې اؤ نواز شریف ته په سزا ورکولو مجبوره کړی ؤ؟

دا په داسې حال کې ده چې په پاکستان کې دسترې محکمې نه دې غوښتنې زور نیولی چې دپخواني مشر قاضي دټيلي ‌فوني خبرو په هغه لانجمن غږییز کلپ دخپله انده نوټس واخلي په کوم کې چې هغه یو بل چاته وایي “میا صیب ته سزا ورکول اؤ عمران خان راوستل دي”

په سوشل میډيا داسې دعوې مخې ته راغلي چې ثاقب نثار دغه ټيلي فوني خبرې داحتساب عدالت جج ته کړي .

خو ښاغلي ثاقب نثار بیا دریځ خپل کړی چې مخې ته راغلی اډیو کلپ هغه پسې تړاؤ نه لري اؤ نه هغه دمشر قاضي په توګه کله چاته داسې امر کړی چې ګنې نوازشریف ته دې سزا ورکړي.

دپاکستان حکومت دعوه لري چې دا اډیو کلپ جعلي دی اؤ د ثاقب نثار د یو ځائ اؤ بل ځائ د ویناګانو څخه دخپلې خوښې برخې راجلا کړل شوي اؤ دغه کلپ ترې جوړ کړل شوی.

خو د غږییز کلپ مخې ته راوړونکي پاکستاني خبریال احمد نوراني بیا دعوه کړې چې هغه ددې کلپ مخې ته د راوړلو نه مخکې دیو امریکایي فرم څخه ددې فرانزک ازموئنه کړې ده اؤ له دغې ازموئنې ثابته شوې چې دغه غږ دثاقب نثار خپل دی اؤ‌ هیڅ لاسوهنه یا ایډیټنګ پکې نه دی شوی.

دچهارشنبې په ورځ اسلام اباد کې دخپل ګوند نورو مشرانو سره په ګډه مطبوعاتي کانفرنس ته خپله وینا کې مریم نواز ویلي وړومبی ثاقب نثار ویل چې په غږییز کلپ کې اوریدل کیدونکی غږ دهغه نه دی اؤ که نن نه وي نو سبا به هغه ته رښتیا ویل وي.

هغې په پخواني مشر قاضي غږ کړی چې باید په ډاګه کړي چې چا ورته ویلي وؤ چې عمران خان راوستل دي اؤ چا دې ته مجبوره کړی ؤ چې نوازشریف اؤ هغې ته باید سزا ورکړي؟

پاکستان کې حکومت مخالف ګوندونه په عمران خان تور لګوي چې د پوځ په اوږو انتخاباتو کې دټګۍ دلارې اقتدار ته رسیدلی خو پوځ اؤ پخپله عمران خان په کراتو کراتو دا تورونه رد کړي دي.

پخواني مشر قاضي ښاغلي ثاقب نثار په ۲۸ جولایي کال ۲۰۱۷م کې دهیواد دهغه وخت وزیراعظم نوازشریف په پاناما قضیه کې نا اهله ګرځولی ؤ اؤ دغسې دهغه حکومت ړنګ شوی ؤ.

وروسته چې کله پاکستان کې دعمران خان حکومت رامنځته شو نو احتساب عدالت نواز شریف اؤ دهغه لور مریم نواز ته دهیواد نه بهر دغیرقانوني اثاثو لرلو په تور د بند سزاګانې اورولې وې.

دپاکستان مرکزي وزیران وایي دنوازشریف اؤ دهغه د لور په ضد چې کله هم محکمو کې دقضیې د اوریدنې وخت راشي نو هغوئ په عدلیې دفشار راوړلو په غرض مدام دغسې جعلي اډیو یا ویډیوګانې خپروي خو محکمې ته دمخ کیدو همت نه شي کولی.

مریم نواز ویلي دنوازشریف دحکومت ړنګولو دپاره (دعدلیې لخوا) عمران خان ته ویل شوي وو چې دنوازشریف په ضد عریضه مونږ ته راوړه .

هغه وایي په پاناما کې د۴۵۰ کسانو نومونه راغلي وؤ خو هغوئ ته هیڅ ونه ویل شول اؤ دچا نوم چې پکې نه ؤ هغه ته سزا ورکړل شوه.

ځانګړې ویډیوګانې

بي بي شیرینه

بي بي شیرینه – په ټیلې ویژن
please wait

No media source currently available

0:00 1:59:59 0:00

Recommended

XS
SM
MD
LG