لاس رسیدونکی لینک

تازه خبر

د خېبرپښتونخوا کابينې د ماشومانو ضد د تشدد د مخنیوي قانوني مسوده منظوره کړې، سزاګانې يې سېوا کړي


د خېپرپښتونخوا حکومتي کابينې د ماشومانو ضد د تشدد مخنيوي دپاره د ماشومانو د خونديتوب او ښېګړې په قانوني مسوده کې بدلون کړی او منظوره کړې يې ده. خو د ماشومانو د حقونو دپاره کار کوونکي وايي، قوانين جوړول کيږي خو پکار دا ده چې دغه قوانين بيا عملي شي.

په بدل شوې يا ترميمي قوانيني مسوده 2021 کې د ماشومانو ضد زياتي کوونکي تورن تن ته د سزا ورکولو د ويډيو جوړولو او بيا خپرولو لانجمنه ماده ختمه کړی شوې ده.

د قانوني مسودې ترمخه د ماشومانو ضد سختو جرمونو کې ککړ تن ته به د مرګ سزا يا د عمر بند سزا ورکولی شي. په سزاګانو کې به هيڅ ډول معافي يا کموت نه وي.

دغه رنګ د ماشوم غېر اخلاقي ويډيو جوړونکي ته د 14 کاله بند او 50 لکه روپو جرمانې سزا تجويز شوې ده.

ويل شوي د ماشومانو تنګولو او هغوی بدناموونکو ته د لس کاله بند او 20 لکه روپو جرمانې وړانديز شوی دی، او د ماشومانو په قاچاق کې ککړو کسانو ته زيات نه زيات 25 او کم نه کم 14 کاله بامشقته بند او 50 لکه روپو جرمانې ويل شوي دي.

د دې ترڅنګ دا هم ويل شوي چې پوليس به په دغه ډول قضيو کې غږونه، ويډيوي الات او ډي اېن اې معاينه د ثبوت په توګه هم وړاندې کولی شي.

د ماشومانو پرضد جرمونو کې ککړ کسانو رجسټرډ به جوړولی شي دغو کسانو ته به نوکري نه ورکول کيږي او نه به هغه په عامو ګاډو کې سفر کولی شي، او د مجرمانو نوم به د ماشومانو د کمېشن په وېب پاڼه موجود وي او د نادرا سره به يې مالومات شريکولی شي.

ویل شوي که دغه تن ته غېر دولتي اداره نوکري ورکړه نو د دغه ادارې مالک ته به د پينځه کاله بند سره د يو کروړ روپو جرمانه يا دواړه سزاګانې ورکول کيږي.

د ماشومانو د حقونو دپاره کار کوونکی عمران ټکر وايي، موجوده قانون په کال 2010 کې جوړ شوی وو، هغه وايي اوسنی بدلون د ستاينې وړ دی خو حکومت بايد د قانون جوړولو سره د دې د عملي کېدو دپاره هم ګامونه پورته کړي.

وي او اې ډيوه سره په خبرو کې هغه وویل، دوی تل دغه خبره کړې ده چې په نظام کې کمی دی، د بجټ مسلې دي، قوانين پاس شي خو د پېسو مسله وي ورسره، او قانون بيا من وعن نه عملي کيږي، د پوليس نظام پياوړی کول پکار دي.

د ماشومانو د حقونو او ښېګړې د کمېشن مرستيال مشر اعجاز محمد خان وايي، د قانون په بدل شوې مسوده کې په اسمبلۍ کې دننه کمېټيو کې او بهر ټولو ګوندونو سره خبرې شوي دي.

هغه وویل په دې کې هيڅ ډول مخالفت مخې ته نه دی راغلی، او ټول په دې متفق دي چې د ماشومانو په اړه جامع قانون راوړی شي.

هغه وويل دا قانوني مسوده به اسمبلۍ ته وړاندې کولی شي او هيله لري چې دا قانوني مسوده به د اسمبلۍ نه پاس کړی شي.

په پاکستان کې د ماشومانو د حقونو لپاره کار کوونکي غېر دولتي تنظيم ساحل په خپل نوي رپورټ کې ويلي چې د سږني کال په لومړو شپږ مياشتو کې د ماشومانو پرضد د جنسي تيريو 1896 پېښې رپورټ شوي دي.

په دغه رپورټ کې راغلي چې د تېر کال هم په دومره موده کې هره ورځ اوسطا اته ماشومان د جنسي تېريو ښکار کېدل خو له تازه شمېرو څرګنده شوې چې اوس هره ورځ لس ماشومان د جنسي تېريو ښکار کیږي.

د رپورټ ترمخه په دغو 1896 پېښو کې 53 فيصده يعني 1013 جینکۍ او 47 فيصده ماشومان هلکان شامل دي.

رپورټ وايي د کال 2021 د جنورۍ نه تر جون د میاشتې پورې د ماشومانو ضد د جنسي تيريو ټولې 1084 پېښې رپورټ شوي چې پکې 523 پېښې د اغوا، 238 د لا درکۍ او 51 پېښې د کم عمرۍ د ودونو مخې ته راغلي دي.

په رپورټ کې دا هم ویلي شوي چې په ټولو رپورټ شوو پېښو کې 58 فيصده کېسونه د هېواد د کلي والو سيمو نه او 42 فيصده د ښاري علاقو څخه رپورټ شوي دي.

بي بي شیرینه

بي بي شیرینه – په ټیلې ویژن
please wait

No media source currently available

0:00 1:59:59 0:00

Recommended

XS
SM
MD
LG