لاس رسیدونکی لینک

تازه خبر

دپاکستان پوځي محکمې دبشري حقونو فعال ادریس خټک ته د۱۴کالو دبند سزا اورولې،لطیف اپریدی


ادریس خټک
ادریس خټک

په تولنیزو رسنیو دعوې شوي چې دپاکستان یوې پوځي محکمې د بشري حقونو مبارز او سیاسي فعال ادریس خټک ته د څوارلس کلن بند سزا اورولې ده.

تراوسه پوځ یا دپاکستان حکومت په رسمي توګه ادریس خټک ته دسزا اورؤلو په اړوند څه نه دي ویلي خو دپاکستان دسپریم کورټ د وکیلانو دسازمان صدر ښاغلي لطیف اپریدي ډیوه ته ویلي د ادریس خټک کورنۍ ورته پخلی کړی چې پوځي عدالت هغه ته د۱۴کالو دبند سزا اورولې ده.

لطیف اپریدی چې پېښور هایکورټ کې یې تیرکال د ادریس خټک د مقدمې وکالت هم کړی ؤ وایي ادریس خټک باندې پوځي عدالت کې مقدمه د هیواد دپټو رازونو دافشاء کولو په تور کې چلول شوې ده خو وایي هغه دهیواد هیڅ رازونه چاته نه دي ورکړي.

دخیبر پښتونخوا دنوښار دشیدو سیمې استوګن دبشري حقونو ۵۸کلن فعال ادریس خټک کال ۲۰۱۹م کې په ۱۳نومبر اسلام اباد نه د راتګ په وخت دصوابۍ انټرچینج سره نزدې نامعلومه وسله والو تښتولی ؤ .

تیرکال دجون میاشتې پورې هیڅ معلومه نه وه چې هغه چا تښتولی اؤ چرته دی خو کله چې په نړیواله کچه دهغه دخوشې کولو غوښتنې زور ونیولو نو بیا ددفاع وزارت عدالت ته وویل چې ادریس خټک پوځ ولکه کې دی اؤ دهغه په ضد د پوځي قانون او حکومتي رازونو د مالوماتو د قانون 1923 لاندې مقدمه جوړه کړی شوې ده.

په یاده مقدمه کې تور لګول شوی چې ادريس خټک د (MI6) يو تن مايکل سېمپل ته د پاکستان د سلامتۍ خلاف حساس مالومات ورکړي دي.

خو ښاغلی لطیف اپریدی بیا دا تور ردوي اؤ وایي هغه یوازې هغه خبرونه په لاس کې درلودل چې په پاکستاني رسنیو مخې ته راځي اؤ نور یې هیڅ رازونه نه لرل اؤ نه یې افشا کړي دي ځکه چې کوم پوځي افسر یا سرکاري چارواکی نه ؤ.

دبشري حقونو نړیوالې ادارې ایمنسټي انټرنیشنل اؤ نورو سازمانونو وخت په وخت دهغه دخوشې کولو غوښتنې کړي دي اؤ دهغه په جبر دبې درکۍ عمل یې په سخته غندلی ؤ.

ښاغلی لطیف اپریدی وایي ادریس خټک هیڅ جاسوسي نه ده کړې اؤ په ده لګول شوي تورونه دحقیقت نه لري دي.

نوموړي وویل دوئ به دپوځی محکمې لخوا ادریس خټک ته ارول شوې سزا په هایکورټ اؤ سپریم کورټ کې چیلینج کوي اؤ دهغه دپاره به انصاف غواړي.

د جنوبي اېشیا لپاره د ایمنسټي انټرنېشنل د کماپنونو د برخې مشر عمر وړایچ په دې وروستیو کې رسنیو ته ویلي وؤ ادریس خټک په پښتونخوا او پخوانۍ فاټا کې د جبري بې درکیو او د بشري حقونو د سرغړونو په برخه کې له دوئ سره څو کاله کار کړی دی.

پېښور هایکورټ تیرکال په ۱۵م اکتوبر خپله یوه پرېکړه کې دادریس خټک په ضد پوځي عدالت کې دمقدمې چلولو دعمل دمعطلۍ یا ځنډولو امر کړی ؤ.

دبشري حقونو وتلی فعال اؤ دانشور ښاغلی افراسیاب خټک وایي دپوځی محکمې له لوري ادریس خټک ته سزا ورکول دپاکستان د ایین اؤ عدالتي نظام د ادارې په ضد عمل دی.

پخپل یو ټویټ کې افراسیاب خټک وایي دملکي دستور اؤ قانون له مخې دهیڅ یو عام وګړي مقدمه په پوځي محکمه کې نه شي چلیدلی.

هغه دبشري حقونو په سازمانونو غږ کړی چې دا مسله په په داخلي اؤ خارجي توګه راپورته کړي.

ځانګړې ویډیوګانې

بي بي شیرینه

بي بي شیرینه – په ټیلې ویژن
please wait

No media source currently available

0:00 1:59:58 0:00

Recommended

XS
SM
MD
LG