لاس رسیدونکی لینک

Breaking News

افغان خبریالانو له طالبانو غوښتي د رسنیو تګلاره دې د دوی له مشورې پرته نه جوړوي


واشنګټن ـــ د افغانستان د ټولو 34 ولایتونو د خبریالانو د تنظیمونو غړو په کابل کې یوه غونډه کړې او له طالبانو یې په ټینګار سره غوښتنه کړې چې د رسنیو لپاره خپله تګلاره دې د خبریالانو له سلا مشورې پرته نه جوړوي.

خبریالانو له طالبانو دا هم غوښتي چې په رسنیو دې ټیکسونه نه لګوي او په ټول هېواد کې دې له رسنیو سره د کره معلوماتو په ورکولو کې مرسته کوي.

د افغان خبریالانو د تنظیم نوی مشر حجت الله مجددي وي او اې ته وویل، په غونډه کې خبریالانو پر خپلو هغو ستونځو خبرې وکړې چې دوی د طالبانو له بیا واکمنېدو سره په ولایتونو کې ورسره مخ دي.

افغان خبریالانو دا غونډه وروسته له هغه کړې چې د تېرې نومبر میاشتې پر 21مه طالبانو ټیلیویژن چېنلونو ته امر کړی وو، خپل نشریات دې په "اسلامي اصولو" برابر کړي او هغه فلمونه او ډرامې دې نه خپروي چې د دوی په وینا "د شریعت د اصولو او افغاني ارزښتونو خلاف" وي.

خو د طالبانو کورنیو چارو وزارت ویاند قاري سعید خوستی بیا پر خبریالانو او رسنیو بندیزونه نه مني او وایي معلوماتو ته د لاسرسي ستونځه تر څه حده شته چې وایي‌ په نژدې وخت کې به حل شي:

"هڅه کوو په ولایتونو کې هم ویاندویان وګومارو چې معلوماتو ته د لاسرسي لړ په کې د ولایتي خبریالانو ستونځه هم حل شي او اطلاعاتو ته ژر لاسرسی ولري".

د طالبانو له واکمنۍ سره سلګونه افغان خبریالان له هېواده وتلي او په افغانستان کې پر رسنیو بندیزونه زیات شوي، چې ورسره په دې هېواد کې ځینې رسنۍ بندې شوې او د ډېرو نورو د بندېدو اندېښنه څرګنده شوې ده.

په تېرو درو میاشتو کې په کابل او ځینو نورو ولایتونو کې پر خبریالانو له دې کبله تشدد شوی او وهل شوي ټکول شوي چې ښځو د خپلو حقونو لپاره احتجاجونه کول او دوی یې خبري پوښښ (کورېج) کاوه.

XS
SM
MD
LG