لاس رسیدونکی لینک

تازه خبر

باجوړ: په وسله وال بريد کې پولیس انسپکټر وژل شوی


د خېبرپښتونخوا په قبايلي ضلع باجوړ کې په يو وسله وال بريد کې د پولیسو انسپکټر (سيدګل) نامالومو کسانو په ډزو وژلی دی.

د باجوړ ضلعې د پوليسو مشر (ډي پي او) عبدالصمد وي او اې ډیوه سره په خبرو کې تاييد کړه چې انسپکټر سيد ګل په رخصتۍ وو، پرون د نهې/ سه شنبې په ورځ (7دسمبر) بازار ته راغلی وو او چې بيرته تلو، په لار کې نامالومو کسانو ويشتی دي.

نوموړي وویل دا د ترهګرۍ پېښه ده، دوی يې پلټنې پېل کړي او ځيني مشکوک کسان هم نيول شوي دي.

پوليس افسر وويل د وژل شوي سيد ګل د چا سره شخصي دښمني نه وه، او نه هغه کله ويلي چې ګواښ ورته شوی دی.

خو عبدالصمد وايي، نه يواځې په قبايلي ضلع باجوړ بلکې په ټوله خېبرپښتونخوا کې د ترهګرۍ ګواښونه شته دی.

د سيدګل د وژنې زمه واري د دې خبر خپرېدو پورې چا نه ده منلې.

تير د نومبر په مياشت کې په باجوړ ضلع کې دوه پوليس سرتيري په يو ريموټ کنټرول چاودنه کې وژل شوي وو. دغه پوليس والا د راغګان ډېم په حفاظت مامور وو.

داعش د پوليسو د وژنې زمه واري منلې وه.

له دغې وروسته په 22 نومبر د مذهبي سياسي ګوند جمعيت علما اسلام ف ګوند يو غړی په وسله وال بريد کې وژل شوی او داعش د دغه پېښې زمه واري هم منلې وه.

په پاکستان کې څيړونکي وايي په افغانستان کې د طالبانو په واک کې د راتلو وروسته داعش فعاليتونه سېوا کړي او په پاکستان کې هم د داعش سېوا کېدو اندېښنې څرګنديږي.

خو پاکستان تل دعوه کړې چې داعش په پاکستان کې په منظم ډول شتون نه لري خو بل لور ته داعش دلته وخت په وخت د بريدونو زمه وارۍ منلي او د پاکستان امنیتي ادارې او پوليس هم بيا وخت په وخت دعوې کوي چې د داعش ترهګر يې وژلي او نيولي هم دي.

په افغانستان کې د طالبانو په واک کې د راتلو وروسته د پاکستان د کورنیو چارو وزير شېخ رشید هم ویلي وو چې داعش د پاکستان سره په پوله پرته د افغانستان په ختيځه ننګرهار صوبه کې شتون لري.

د افغانستان ختيځه ننګرهار صوبه د پاکستان د خېبرپښتونخوا د باجوړ ضلعې په پوله پرته ده.

بي بي شیرینه

بي بي شیرینه – په ټیلې ویژن
please wait

No media source currently available

0:00 1:59:59 0:00

Recommended

XS
SM
MD
LG