لاس رسیدونکی لینک

تازه خبر

دنوي شکل کرونا وایرس اومکرون پاکستان ته هم ورسیدو


نړۍ کې دکرونا وایرس دخور شوي نوي رقم اومکرون وړومبۍ پېښه په پاکستان کې هم مخې ته راغلې ده اؤ دسندهـ صوبې د روغتیا محکمې ددې پخلی کړی دی.

د روغتیا دمحکمې له مخې د اومکرون دا پېښه د کراچۍ په یو شخصي روغتون کې مخې ته راغلې چې دچارواکو په وینا دغلته د بهر هیواد څخه راغلې یوې میرمنې ته د اومکرون وایرس ورپوری شوی.

دسندهـ صوبې پارلیماني سکتر قاسم سومرو خبریالانو ته ویلي چې د اومکرون ویرینټ د وړومبۍ پېښې مخې ته له راغتلو وروسته اوس ددغه میرمنې سفري راشه درشه معلومولی شي اؤ دهغې دهر هغه بنده معاینات به ترسره کولی شي چې دغه میرمنې سره یې لیدل کتل کړي .

هغې ویلي په کوم جهاز کې چې دا میرمنه پاکستان ته راغلې ده دغه جهاز کې د راغلو ټولو مسافرو دکرونا معاینې به هم کیږي.

دسندهـ د روغتیا محکې پخپل یو بیان کې ویلي په کومه میرمنه کې چې دا ویرس موندل شوی هغه دکور دننه ایسولیټ کړل شوې ده اؤ پکې دهیڅ رقم ناروغۍ نخښې نخښانې نه لیدل کیږي.

دکرونا وایرس دنوي شکل اومکرون وړومبۍ پېښه په جنوبي افریقه کې مخې ته راغلې وه چې له هغې وروسته دنړۍ بیلابیلو هیوادونو افریقایي هیوادونو ته په تګ اؤ راتګ بندیز لګولی ؤ.

وروستي راپورونه وایي چې اوس د امریکې په شمول د نړۍ تر ۵۰ؤ زیاتو هیوادونو کې دا وایرس خور شوی دی اؤ تر پاکستان وړاندې په ګاونډي هیواد هند کې هم د اومکران دخوریدو پخلی شوی ؤ.

پاکستان کې د کرونا وایرس دپیل څخه تر اوسه ۱۲لکه اؤ ۸۸ زره نه زیات کسان په دې وبا اخته شوي اؤ ۲۸زره اؤ‌۸۰۰ نه زیات مړه شوي دي

بي بي شیرینه

بي بي شیرینه – په ټیلې ویژن
please wait

No media source currently available

0:00 1:59:59 0:00

Recommended

XS
SM
MD
LG