لاس رسیدونکی لینک

تازه خبر

کراچۍ: د ارسلان د وژنې په مقدمه کې تورن پولیس افسر د نوکرۍ څخه لرې کړ‎ی شوی


د کراچۍ ښار په اورنګي ټاون سيمه کې په 6 دسمبرد ډزو په پېښه کې د ارسلان خان مسید د وژنې په مقدمه کې تورن پوليس (اېس اېچ او) اعظم ګوپانګ د نوکرۍ څخه لرې کړ‎ی شوی دی.

د کراچۍ د لویدیځ زون د پولیسو مشر ډي ایي جي د دفتر څخه پرون د زیارت/پنجشنبې په ورځ (9دسمبر) جاري شوې اعلامیه کې ویل شوي چې اعظم ګوپانګ ته وړ‎اندې ھم د ډیوټۍ په وخت په غفلت سزاګانې ورکړ‎ی شوي او په اورنګي ټاون کې ھم په سمه توګه په دندہ ترسرہ کولو کې پاتې راغلی دی.

ویل شوي نوموړ‎ي ګوپانګ د ارسلان د پېښې په مھال ھم اکثرہ موبایل بند ساتلی، ځکه ھغه په موجودہ او مخکنیو غلطیانو د نوکرۍ څخه لرې کولو سزا ورکول کيږ‎ي.

د ارسلام مسی د وژنې په مقدمه کې په اېس اېچ او ھغه سرہ په وحيد (سپاهي) او عمېر باندې دعوہ شوې او دوحید او عمېر ګرفتار کړی شوي او پولیس ته په ریمانډ ورکړ‎ی شوي دي.

د ځایي میډیا ترمخه ګوپانګ مفرور دی او د نیولو دپارہ یې لټون روان دی.

د ارسلان د تره بادشا خان په مدعيت کې د درېو واړ‎و کسانو پرضد مقدمه درج شوې چې پکې د وژنې او ترهګرۍ مادې شامل کړی شوي دي.

په مقدمه کې دعوه شوې چې د اورنګي تاڼې د اېس اېچ او اعظم ګوپانګ په حکم سپاهي توحيد او عمېر په دغو هلکانو (ارسلان چې وژلشوی او یاسر چې ژوبل دی) د 6 دسمبر په ماسخوتن خواوشا اته بجې په داسې حال کې ډزې کړي چې دوی په موټر سايکل د ټيويشنيا زده کړو نه بيرته روان وو.

د ارسلان خان کورنۍ د کراچۍ د بلديه اتحاد ټاون په محمد خان کالونۍ کې اوسي او پلارنۍ سيمه يې قبايلي ضلع جنوبي وزيرستان ده.

د یادې پېښې وروسته په عباسي شهيد روغتون کې د وژل شوي هلک کورنۍ او د پښتون ژغورنې غورځنګ د غړو سره د سياسي ګوندونوغړي راټول شوي، د انصاف سره یې د پوليس اېس اېچ او پرضد د مقدمې درج کولو غوښتنه کوله.

په کراچۍ ښار کې د کال 2018 د جنورۍ په مياشت کې د جنوبي وزیرستان سره تعلق لرونکی ځوان نقيب مسید په يوه پوليس مقابله کېوژل شوی وو.

د يادې مقابلې د پېښې د پلټنو دپاره د پوليس خپلې جوړې ګډې پلټنيزې کمېټۍ دغه مقابلې ته جعلي ويلي وو. او بيا د هغه وخت د مليرضلعې د پوليس مشر راو انوار او هغه سره د 25 کسانو پرضد د نقيب مسيد د وژنې مقدمه جوړه کړی شوې وه.

په ياده مقدمه کې راو انوار سره د پينځه کسانو په ضمانت خوشی دی، او د نقيب مسيد د کورنۍ د وکیلانو په وېنا په مقدمه کې13 کسانبنديوان او اووه مفروران دي.

ځانګړې ویډیوګانې


د امریکايي خبریال د روس په زندان کې کال پوره کېدونکی دی
please wait

No media source currently available

0:00 0:04:17 0:00

بي بي شیرینه

بي بي شیرینه – په ټیلې ویژن
please wait

No media source currently available

0:00 1:59:59 0:00

Recommended

XS
SM
MD
LG