لاس رسیدونکی لینک

Breaking News

یونیسکو:پاکستان کې دبې وزلۍ باوجود دخلکو زیات مصرف په شخصي تعلیم کیږي


د ملګري ملتونو دتعليم،سائنس او کلتور ادارې يونيسکو خپل يو تازه رپورټ کي ويلي دي چې پاکستان د جنوبي ايشيا دويم هيواد دی چې په شخصي تعليم پکې سيوا پيسې مصرف کيږي.

دتعليمي چارو کار پوهان وایي پاکستان کې د تعليم دپاره په رياستي توګه هغه ګامونه نه پورته کيږي کوم چې پکار دي نو ځکه مور او پلار د ګټې وټې او مزدورۍ زياته برخه په شخصي سکولونو کي د ماشومانو په تعليم مصرفوي.

رپورټ وایي په شخصي تعلیم د زیات مصرف له امله ټولنه د سترې معاشرتي طبقاتي ګډوډۍ ښکار ده او بيا دغه نظام تنازعاتو کې بدل شي او سياسي نظام کې هم اړی ګړی رامنځته شي۔

د يونيسکو د لوري د کال ۲۰۲۱اؤ ۲۲م دپاره خپور کړی شوي ګلوبل ايجوکيشن مانيټرينګ رپورټ کې ويل شوي دي چې پاکستاني وګړي په تعليم ۵۷ فيصدي لګښتونه په خپله برداشت کوي خو بيا غريب خلک دې مد کي ستونزو سره مخ دي.

دتعليمي چارو کار پوهه پروفيسر خادم حسېن وایي د يونيسکو رپورټ د خفګان وړ دی ځکه چې پاکستان کې په هر دور کې شخصي نظام تعليم ته لارې چارې هوارې کړل شوې دي۔

وي او ای ډیوه سره خبرو کې هغه ویلي وړيا او معياري تعليم هر ماشوم ته ورکول د رياست ذمه واري ده خو ریاست ددې ذمه وارۍ نه پشا شوی دی نو ځکه د شخصي تعليم له کبله زمونږ په معاشرتي، سياسي او تعليمي نظام ډيري بدې اغيزې شوي دي.

‘‘د رياست هغه ذمه وارۍ چې ماشوم ته وړيا تعليم ورکړي هغې نه سرغړونې دپاره يو قسمه لار پيدا کوي،نو ما ته ښکاري چې په دې رپورټ خوشحاليدل نه دي پکار دا د خفګان خبره ده او دا په سرکاري نظام تعليم عدم اعتماد دی يو قسمه‘‘

په جنوبي ايشيا کې په شخصي تعليم تر ټولو سيوا لګښتونه په بنګاله ديش کې۷۱ فيصدي کيږې او په دويم نمبر نيپال دی چرته چې۵۰ فيصدي د تعليم لګښت د عام ولس په اوږو بار دی۔

ډاکټر خادم حسين وایي په ټوله نړۍ کې ځینې هيوادونه دجي ډي پي څلورو نه نیولی تر لس فيصدي په تعلیم مصرف کوي خو پاکستان کې دغه کچه دوه فيصدي پورې ده ځکه چې دلته ترجيحات بدل دي.

هغه وایي تعليم ددې لپاره وي چې هنرونه وزیږوي، تنقيدي شعور پيدا کړي، د علم نوي تخليق وکړي خو پاکستان کي چې سرکاري تعليمي ادارو نه کوم ماشومان فارغ شي دهغوئ بیا په عامه نړۍ کې ارزښت نه وي.

‘‘د سرکاري سکولونو، سرکاري کالجونو او يونيورسټیو پيداوار او معيار هغه ماشومانو ته ګټه نه رسوي. هغه مارکيټ کې خپل اهليت او قيميت نه شي ښودلی هغه پري غوره جاب نه شي پيدا کولی، او نورۍ نړۍ کي پرې چا سره مقابله نشي کولی نو ددې له کبله په شخصي توګه د شخصي سکولونو عمل روان شو‘‘

په رپورټ کي ویل شوي دي چې په پاکستان کې د پرائمري او سيکنډري یا منځومانې په کچه هر دريم ماشوم په شخصي تعليمي ادارو کې زده کړې کوي، او د غربت د کرښي نه لاندې ژوند کوونکي والدين د خپلې امدنۍ نيمایي برخه په تعليم مصرف کوی۔

د تعليمي چارو کارپوهه پروفيسر ارشاد خان مومند وایي د پاکستان روان د تعليم نظام د ګډوډۍ ښکار دی نو ځکه له دې کبله ټولنه د وړاندي مزل کولو په ځائ په شا روانه ده،

نوموړي وي او ای ډیوه سره خبرو کې ویلي دلته چې زمکني حالاتو ته ګورونو دتعلیم نظام نشته او یوازې شخصي تعليم ادارو ته دپيسو د ګټي دپاره يوه لاره جوړه کړی شوې ده۔

‘‘موجوده شخصي دي او که سرکاري دا دواره نظام تعليم پاکستان کې فرسوده دي، دا زمونږ د قام هغه اميد نه پوره کوي کوم چې د ټولنې او پاکستان ضرورت دی، دا صرف د ماشومانو څپلۍ، جامې او ويښته صفا کوي خو زړه او دماغ کې کار نه کوي او ددې باجود ديو غريب قام زياتې پيسي په تعليم مصرف کيږي‘‘

د يونيسکو رپورټ کې په ډاګه کړی شوې ده چې په يوشمير هيوادونو کې د تعليم دپاره مناسب قوانين نشته د کوم له کبله چې د غريب او مالدار ترمينځ تعليمي خلا نوره هم سيوا کيدای شي۔

XS
SM
MD
LG