لاس رسیدونکی لینک

Breaking News

عمران خان وایي اندېښمن دی چې دهند اؤ پاکستان ترمنځ اټومي جګړه ونه نښلي


دپاکستان وزیراعظم عمران خان دبي جی پي حکومت دهند اؤ ټولې سیمې دپاره یو ګواښ بللی اؤ وایي هغه اندېښنه لري چې ددغه حکومت په موجودیت کې چرته دپاکستان اؤ هند ترمنځ اټومي جګړه ونه نښلي.

یو بهرني ټيلي ویژن سره خپله تازه مرکه کې عمران خان ویلي پاکستان تل هند ته دمثبت مذاکراتو وینا کړې ده خو اوس ترې نور دښې امید نه لري.

پاکستان تر دې وړاندې هم هند اور ته په لمنې وهلو تورن کړی دی خو نوی ډیلی بیا اسلام اباد دترهګرو ډلو په روزنه اؤ پالنه تورنوي اؤ وایي ترهغې پاکستان سره دخبرو څه فایده نه شته ترڅو چې دغه هیواد دترهګرو ډلو دملاتړ اؤ روزنې نه لاس نه وي اخستی.

دایټمي ګاوندي هیوادونو پاکستان اؤ هند ترمنځ دکشمیر په شخړه وخت په وخت تاؤ تریخوالی زیاتیږي اؤ په نزدې وختونو کې د دواړو هیوادونو پوځیانو په کنټرول لاین یو بل سره نښتې هم کړي دي.

کال ۲۰۱۹کې دپلوامه اؤ بالا کوټ له پېښو وروسته د دواړو هیوادونو ترمنځ دا تاؤ تریخوالی نور هم زیات شوی دی.

وزیراعظم عمران خان پخپله دې تازه مرکه کې هندي پوځ یو وارې بیا دهند دواک لاندې کشمیر کې دبشري حقونو څخه په سرغړونه تورن کړو اؤ وئ ویل نړیواله ټولنه باید کشمیر کې دبشري حقونو څخه دکیدونکې سرغړونې خبر واخلي.

په پاکستاني رسنیو دعمران خان ددې مرکې دخپرو شوؤ بیلابیلو برخو له مخې عمران خان دیوې پوښتنې په جواب کې ویلي چې امریکا کې دناین الیون په رامنځته شوې پېښه کې هیڅ یو افغان وګړي لاس نه درلودو خو بیا خو امریکې په افغانستان شل کلن اوږد جنګ وتپلو چې دا یو دلیونتوب ډک عمل ؤ.

هغه ویلي امریکې دتش په نامه دجګړې تر عنوان لاندې تر۲۰کالو افغانستان داشغال لاندې وساتلو اؤ تر اوسه دپوهې نه بهر ده چې ایا امریکې په افغانستان کې څه اهداف ترلاسه کول غوښتل ؟

دناین الیون دپېښو ذمه واري القاعده اخستې وه چې پکې تر ۳۰۰ زیات کسان وژل شوي وؤ اؤ په هغه مهال دالقاعده مشر اسامه بن لادن اؤ نور مهم مشرتابه په افغانستان کې پټ‌ وؤ چې دامریکې دپرله پسې غوښتنو باوجود په هغه مهال دطالبانو حکومت امریکا ته داسامه دسپارلو یا له هیواده ویستلو نه انکار کړی ؤ.

وروسته په کال ۲۰۰۱ کې امریکې دناټو هیوادونو په ملتیا په افغانستان بریدونه پیل کړي وؤ‌ اؤ دطالبانو دحکومت نسکورولو ترڅنګ یې په دې جګړه کې اسامه بن لادن اؤ دترهګرې شبکې القاعده نور مهم مشران هم وژلي اؤ ګرفتار کړي وؤ.

دالقاعده مشر اسامه بن لادن په دویم مئ کال ۲۰۱۱م کې دامریکایي عسکرو په یو برید کې دپاکستان په ایبټ اباد سیمه کې وژل شوی ؤ اؤ دالقاعده نور ګڼ مشران هم وخت په وخت دپاکستان دبیلابیلو ښارونو څخه نیول شوي وؤ.

عمران خان وایي امریکا په دې غصه ده چې افغان حکومت پرته له کوم مقاومت ولې (دطالبانو په وړاندې) وسلې وغورځولې خو هغه وایي چې اوس به دافغانستان دخراب وضعیت له امله نړیوالې ټولنې ته راوړاندې کیدل اؤ افغانستان سره مرستې کول وي.

هغه وویل که چرې افغانستان کې وضعیت نور خراب شو نو تر ټولو زیاتې اغېزې به یې په پاکستان کیږي.

افغانستان کې دطالبانو دحکومت رامنځته کیدو وروسته امریکې پخپلو بینکونو کې پراته دافغانستان قابو دقابو لس اربه ډالر ګنګل کړي اؤ پاکستان اؤ دطالبانو حکومت پرله پسې غوښتنې کوي چې دا پیسې باید افغانستان ته خلاصې کړل شي.

خو امریکا اؤ دنړۍ نور هیوادونه په طالبانو ټیګار کوي چې دټولشموله حکومت ،دښځو دحقونو، دنجونو دتعلیم اؤ دلږکیو دتحفظ اؤ حقونو په اړه خپلې ژمنې پوره کړ

XS
SM
MD
LG