لاس رسیدونکی لینک

تازه خبر

پښتونخوا:بلدیاتي ټاکنو کې بمي چاودنې،ډزو اؤ بریدونو کې پینځه کسان وژل شوي،ګڼ ژوبل


دخیبر پښتونخوا په اوولسو ضلعو کې داتوار په ورځ دترسره شوؤ بلدیاتي ټاکنو په مهال بمي چاودنه اؤ د ډزو بیلابیلو پېښو کې لږ تر لږه پینځه کسان وژل شوي اؤ ۱۲ نور ژوبل شوي دي.

په بیلابیلو سیمو کې دپولنګ اسټیشنو دننه دنښتو پېښې مخې ته راغلي اؤ په کوهاټ کې نامعلومو وسله والو ۱۱ پولنګ اسټیشنو ته اور لګولی دی.

دټولټاکنو په مهال دچاودنې،بریدونو اؤ بدامنۍ دا پېښې په داسې مهال مخې ته راغلي چې دصوبې امنیتي چارواکو اؤ دټولټاکنو کمیشن دټاکنو نه وړاندې دعوه کړې وه چې دټولټاکنو په مهال یې کلک امنیتي تدابیر نیولي دي.

دخیبر پښتونخوا په قبایلي ضلعه باجوړ کې دبلدیاتي ټاکنو په مهال دعوامي نیشنل ګوند دپلویانو په یو ګاډي بمي چاودنه کې دوه کسان وژل شوي اؤ شپږ نور ټپیان شوي دي.

دباجوړ دپولیسو ضلعي مشر عبدالصمد وي او ای ډيوه ته ویلي چې دغه چاودنه داتوار په ورځ په ماموند سیمه کې د یو پولنګ اسټیشن ترڅنګ رامنځته شوې ده.

ډیوه سره خبرو کې هغه ویلي دعوامي نیشنل ګوند دپلویانو ګاډی دسړک‌ پغاړه په ښځ ماین ورختلی چې له امله یې دغه پېښه مخې ته راغلې ده.

ځایي پولیس وایي پېښه کې دوه کسان وژل شوي چې پیژندګلو یې د لیاقت خان اؤ محمد رحمان په نومونو شوې اؤ شپږ تنه نور ټپیان شوي چې د درملنې دپاره دباجوړ خار روغتون ته رسول شوي دي.

دپېښې نه سمدستي وروسته په ګڼ شمیر کې پولیس اؤ نور امنیتي ځواکونه سیمې ته رسیدلي اؤ دپېښې پلټنې یې پیل کړې دي.

تر اوسه ددې چاودنې پړه کومې وسله والې ډلې پغاړه نه ده اخستې خو روانه میاشت دپاکستاني طالبانو دتحریک لخوا حکومت سره دیوې میاشتې د ډزبندۍ ختمولو داعلان نه وروسته دشوؤ زیاترو بریدونو پړه ټي ټي پي پغاړه اخستې ده.

هم په باجوړ کې دسلارزو په ملا سید سیمه کې دیو پولنګ اسټیشن دننه د دوؤ ډلو ترمنځ نښته کې دیو تن د ټپي کیدو اطلاعات مخې ته راغلي دي.

دا چادونه په داسې حال کې شوې چې نن داتوار په سحر دخیبر پښټونخوا په اوولسو ضلعو کې د وړومبي پړاؤ بلدیاتي ټاکنې روانې دي.

په عین حال کې دکرک په تخت نصرني کې د ووټونو پسر رامنځته شوې شخړه کې په د ډزو دوه تنه وژل شوي اؤ دوه نور ژوبل شوي دي.

دسیمې څخه سرچینو وي او ای ډیوه ته ویلي چې د ډزو دغه پېښه دخده بانډې په پولنګ اسټیشن کې رامنځته شوې ده .

دپولیس سرچینې وایي ډزو کې دوه تنه ژوبل شوي هم دي چې علاج لپاره روغتون ته وړل شوي خو هلته د دواړو کسانو حالت اندېښمن ښودل شوی دی.

سرچینې وایي په دغه پولنګ اسټیشن کې وسله والو کسانو د رایې اچونې بکسونه اؤ نور مواد هم دځان سره وړي دي.

همدا شان دکوهاټ په شیخان سیمه کې هم دیو پولنګ اسټیشن دننه په ډزو کې دیو تن د وژل کیدو اؤ درېوؤ نورو د ژوبل کیدو اطلاعات رارسیدلي دي.

دغلته د وژل شوي تن پیژندګلو د صفدر په نوم شوې ده.

سرچینو وي او ای ډیوه ته ویلي چې په دره ادم خیل کې نامعلومو وسله والو اتوؤ پولنګ اسټیشنو ته اور لګولی دی.

دسرچینو په وینا کومو وسله والو چې پولنګ اسټیشنې سوځولي دي هغوئ په لاسونو کې تور بیرغونه پورته کړي وؤ.

سرچینې وایي دوئ په اړاخیل،پایا،اسماعیل خیل،اخوروال،زرخون خیل،بوستي خیل اؤ شیراکي کې پولنګ اسټیشنو ته اور ورته کړی دی.

دکوهاټ په ازادي میله،بازي خیل اؤ شپلکیوال کې هم درې پولنګ اسټیشنې سوځول شوي دي .

داتوار په ورځ ترسره شوؤ بلدیاتي ټاکنو کې دباجوړ،مومند اؤ خیبر قبایلي ضلعو ولس په وړومبي ځل ددغو قبایلي سیمو صوبه کې له وړګډیدو وروسته دخپلو سیمه ییزو استازو دټاکلو لپاره خپلې رایې کارولي دي.

پاکستاني رسنۍ وایي حکومت په پرامنه ډول دانتخاباتو ترسره کولو لپاره دصوبې په ۱۷ؤ ضلعو کې ۷۷زره پولیس ګمارلي وؤ اؤ دپوځ اؤ ایف سي ۱۰زره سرتیري هم د دوئ پشا ولاړ وؤ خو بیا هم ډیوه ته د صوبې دبیلابیلو برخو نه د مرګ ژوبلې اؤ اړي ګړي اطلاعات رسیدلي دي.

دټولټاکنو کمیشن دامن دخرابې وضعې له امله دبنو په بکاخیل تحصیل کې بلدیاتي ټاکنې ځنډولې دي.

دټولټاکنو کمیشن پخپله اعلامیه کې ویلي امنیتي دارو اؤ سیمه ییزې انتظامیې بکاخیل کې دامن خرابې وضعې ته دټولټاکنو دکمیشن پام راګرځولی ؤ چې له هغې وروسته په دغه سیمه کې ټاکنې ځنډول شوي اؤ اوس به دغلته دټاکنو لپاره نوې نیټه وروسته اعلانولی شي.

د خېبرپښتونخوا د ټاکنو د کمېشن له مخې ټاکل شوې وه چې نن په ترسره شوؤ بلدیاتي ټاکنو کې به د يو کروړ او 26 لکه نه زيات ووټران خپلې رایې کاروي اؤ ددې ټاکنو ټول 9223 پولينګ سټېشنې جوړې کړی شوې وې چې پکې 4188 حساسې او 2507 زیاتې حساسې ګرځول شوې دې.

د صوبې د ټاکنو د کمېشن وياند محمد سهېل ډيوه ته ویلي وؤ د ټولو ضلعو امنيتي چارواکو باور ورکړی چې د امنيت د پاره يې هر ممکن ګامونه پورته کړي دي .

ددې ټاکنو نه یوه ورځ وړاندې د خالي/ شنبې په ورځ په ډېره اسماعيل خان کې هم د عوامي نيشنل ګوند کانديد عمر خطاب شيرانی نامالومو وسله والو په ډزو وژلی ؤ.

بي بي شیرینه

بي بي شیرینه – په ټیلې ویژن
please wait

No media source currently available

0:00 1:59:59 0:00

Recommended

XS
SM
MD
LG