لاس رسیدونکی لینک

تازه خبر

پاکستان د ملي امنيت په اړه پاليسي غونډه کوي


د پاکستان د اطلاعاتو وزیر ويلي، د ملک په تاريخ کې په لومړي ځل د ملي امنيت پاليسي د منظورۍ دپاره وړاندې کولی شي، او د دې کار دپاره نن د ګل/ دوشنبې په ورځ (27دسمبر) د ملي امنيت د شورا غونډه کيږي.

د اطلاعاتو وزیر فواد چودري دغه خبره په ټويټر کړې ده.

د ځايي ميډيا ترمخه په غونډه کې به حکومتي او پوځي مشرتابه په کورني او بهرني امنيت بحث کوي.

پاکستان کې د ملي امنيت پاليسي د منظورۍ غونډه په داسې حال کې کیږي چې په 20 دسمبر په ټولنيزو رسنیو داسې ویډيوګانې خپرې شوې وې، چې د افغانستان او پاکستان ترمنځ د ډېورنډ په کرښه طالبانو د پاکستاني ځواکونو لخوا لګېدونکی د سيمو ازغن تار لرې کړی، او وروسته بيا پاکستانۍ ميډيا خبر ورکړی وو چې يو پاکستاني چارواکي ویلي د طالبانو سره يې د پولې په سر شخړه هواره شوې ده.

خو پرون د اتوار/ يکشنبې په ورځ (26 دسمبر) د کورنيو چارو مرکزي وزیر شېخ رشيد احمد په کراچۍ کې خبريالانو سره په خبرو کې ويلي وو، چې پاکستان غواړي افغانستان سره په شريکه پوله د ازغن تار لګولو کار په دوه اړخیزه توګه دخپل مينځي اشتراک دلارې بشپړ شي.

هغه ويلي د افغانستان سره د پولې او نورو اړونده مسلو په اړه به په ننۍ غونډه کې بحث او پرېکړې کيږي.

په (24 دسمبر) د پاکستان په سېنېټ کې د حکومت مخالفه پیپلز ګوند مشر او د سېنېټ پخواني چیرمېن رضا ریاني د بهرنیو چارو وزیر څخه غوښتنه کړې چې د افغان طالبانو له اړخه د ازغن تار لرې کولو په اړه دې د پارلیمان سره مالومات شریک کړي.

روانه میاشت په نهم دسمبر لاقانونه ګرځول شوې ډلې تحریک طالبان پاکستان د حکومت سره ډز بندي هم ختمه کړې او په حکومت يې د معاهدې ماتولو تور لګولی وو.

په اتم نومبر د پاکستان د اطلاعاتو وزیر فواد چودري ويلي وو، د لاقانونه ګرځول شوې ډلې تحريک طالبان پاکستان سره د پاکستان د ايين لاندې مذاکرات کيږي، او د معاهدې ترمخه مکمله ډز بندي به وي، پرمختګ ته په کتو به ډز بندي غځولی شي.

د ډز بندۍ ختمولو وروسته ټي ټي پي په امنيتي ځواکونو او ورسره د نورو يو شمېر بريدونو زمه وارۍ منلي دي، چې پکې زياتره بريدونه په قبايلي ضلعو او خېبرپښتونخوا کې شوي دي.

شېخ رشيد پرون ویلي، د ټي ټي پي سره باالواسطه رابطې شوي، نېغې رابطې ورسره نه دي شوي.

د روان کال اکتوبر په لومړۍ نېټه د ترکي له ټي آر ټي ورلډ ټیلي ويژن سره په مرکه کې وزیراعظم عمران خان ويلي وو "د ټي ټي پي مختلفې ډلې دي چې په هغوی کې ځینې یې غواړي د سولې لپاره زمونږ له حکومت سره خبرې وکړي. مونږ له دوی سره په خبرو اخته یو، دا د روغې جوړې او پخلاینې مرحله ده".

له عمران خان څخه پوښتنه شوې وه چې له پاکستاني طالبانو به غواړي چې وسلې کښېږدي؟، هغه يې په ځواب کې ويلي وو "هو، بیا به مونږ دوی وبخښو او دوی به عادي وګړي شي".

او بيا په 21 اکتوبر د افغانستان دپاره د پاکستان سفير منصور احمد خان چې د بهرنيو چارو وزیر شاه محمود قرېشي سره يې د کابل سفر کړی، ويلي وو، دوی د هرې لارې مسله هواروي او په ترهګرو ډلو کې به ځينې خبرو ته تیار شي او د ځينو پرضد به پوځي عمليات کولی شي.

هېلو وي او اې په ټي وي

هېلو وي او اې په ټي وي
please wait

No media source currently available

0:00 0:59:56 0:00

بي بي شیرینه

بي بي شیرینه – په ټیلې ویژن
please wait

No media source currently available

0:00 1:59:58 0:00

Recommended

XS
SM
MD
LG