لاس رسیدونکی لینک

تازه خبر

پوځ: په ټانک کې دوه ترهګر او په شمالي وزيرستان کې څلور سرتيري وژل شوي


د پاکستان پوځ ويلي، د خېبرپښتونخوا په ټانک ضلع کې يې د ترهګرو د موجودګۍ د استخباراتي خبر په اساس عمليات کړي او دوه ترهګر يې وژلي دي. بل لور ته پوځ ویلي، په شمالي وزیرستان کې په عملياتو يو ترهګر نيول شوی او په نښته کې څلور سرتيري وژل شوي دي.

پوځ نن د جمعې په ورځ (31دسمبر) مطبوعاتو سره په شریک کړي خبر کې ويلي، امنيتي ځواکونو په ټانک کې ترسره کړو عملیاتو کې شاه زېب عرف ذاکر او دانيال وژلي او د دوی د ولکې نه يې په غټه کچه وسله ترلاسه کړې ده.

پوځ ویلي، وژل شوي ترهګر د امنیتو ځواکونو پرضد په ترهګرو هلو ځلو، وژنو او تاوان دپاره تښتونو په پېښو کې ککړ وو.

پوځ په خبر کې ویلي، د قبايلي ضلعې شمالي وزيرستان په میرعلي کې هم د ترهګرو د موجودګۍ په خبر عمليات شوي دي.

ویل شوي په دغو عملیاتو کې يو ترهګر سره د وسلې نيول شوی او په نښته کې څلور سرتيري وژل شوي دي.

پوځ ویلي، په وژل شوو سرتيرو کې 40 کلن حوالدار منور چې تعلق يې د بهاولپور سره وو، د لکي مروت سره تعلق لرونکی 31 سپاهي ذکاالله، د کوهاټ سره تعلق لرونکی 34 کلن سپاهي فرحان او د اېبټ اباد سره تعلق لرونکی 30 کلن سپاهي شيراز شامل دي.

پرون د زیارت په ورځ امنیتي سرچينو وي او اې ډیوه ته تاييد کړې وه چې دغه عمليات او نښته د شمالي وزيرستان د ميرعلي د خېسور په کرکڼه کلي کې ترسره شوي وو.

لاقانونه ګرځول شوې تحریک طالبان پاکستان مطبوعاتو سره په شریک کړي خبر کې دعوه کړې چې د میرعلي په خېسور کې پوځ په طالبانو چاپه وهلې او بيا نښته شوې او دوی پکې اووه سرتيرو ته د مرګ ژوبلې اړولو دعوه هم کړې ده.

په شمالي وزيرستان او نورو قبايلي ضلعو او د خېبرپښتونخوا په بېلابيلو برخو کې د بدامنۍ پېښې وروسته له هغې سېوا شوي چې تحريک طالبان پاکستان د روانې میاشتې (دسمبر په نهمه) د پاکستان د حکومت سره د يوې مياشتې ډز بندي ختمه کړې ده.

په امنيتي سرتيرو د زیاتو بريدونو تحریک طالبان پاکستان منلې دي.

بل لور ته د خېبرپښتونخوا سي ټي ډي پوليسو دعوه کړې په صوبه کې يې د داعش خراسان ډلې نېټ ورک تباه کړی دی.

د ډان ورځپاڼې د خبر ترمخه د شورو/چهارشنبې په ورځ د سي ټي ډي (ډي ايي جي) جاوېد اقبال خبري غونډې ته ویلي، د روان کال د مې د میاشتې راهسې په صوبه کې د داعش خراسان ډله فعاله شوې او سي ټي ډي يې د استخباراتي ادارو په مرسته د داعش خراسان پرضد عمليات کړي، 599 ترهګر يې نيولي او 110 يې وژلي دي.

نوموړي دعوه کړې چې په عملیاتو کې يې په داسو کې په چينايي اينجينيرانو په ځانمرګي بريد کې ککړ ترهګر هم نيولي دي.

د خېبرپښتونخوا په بر کوهستان ضلع کې د روان کال د جولايۍ د میاشتې په 14م نېټه د داسو ډېم او بجلۍ په پروژه کار کوونکو چينايي اينجينيرانو او ځايي کار کوونکو په ګاډي بريد شوی چې پکې د نهه چينايي وګړو په ګډون 13 تنه وژل شوي او څو نور ژوبل شوي وو.

بي بي شیرینه

بي بي شیرینه – په ټیلې ویژن
please wait

No media source currently available

0:00 1:59:59 0:00

Recommended

XS
SM
MD
LG