لاس رسیدونکی لینک

تازه خبر

پاکستانی برتانوي لارډ نذير د جنسي تيريو مجرم ګرځول شوی


پاکستانی برتانوي لارډ نذير د برتانیې يو عدالت د کم عمره هلک او جينۍ سره د جنسي تيري د حملې په جرم کې قصور وار ګرځول شوی دی.

د برتانیې ګارډين ورځپاڼې د خبر ترمخه په 64 کلن نذير باندې تورونه دي چې د يو کم عمره هلک او جينۍ سره يې د جنسي تيري کولو دپاره په هغوی حملې کړې وې، کله چې هغه د 70 م په لسيزه ځوان وو.

د برتانيې عدالت د شورو/ چهارشنبې په ورځ (5جنورۍ) لارډ نذير مجرم ګرځولی دی.

ويل شوي د هغه په دوه مشرانو وروڼو 71 کلن محمد فاروق او 65 کلن محمد طارق باندې هم دغه ډول د جنسي تيري تورونه لګېدلي وو.

لارډ نذير په کال 2020 کې د برتانيې د برني اېوان څخه وروسته له هغې استعفا ورکړې وه چې د پارليمان لخوا په هغه د جنسي تيريو د تورونو پلټنيزې کمېټۍ د هغه د پارلیمان څخه د ويستلو سپارښتنه کړې وه.

هغه وخت ويل شوي وو چې دا لومړی ځل دی چې د برتانيې د برني اېوان څخه د یو غړي د ويستلو پرېکړې شوې ده.

د تازه خبر ترمخه په لارډ نذير تور لګوونکي ښځې (کله چې جينۍ وه، او نذير پرې د جنسي تيري حمله کړې وه) عدالت ته ويلي چې په کال 1973 او 1974 کې پرې نذير دوه ځله د جنسي تيريو په غرض حمله کړې وه. نذير په هغه تور کې هم مجرم ګرځول شوی چې هغه په 1972 کې په یو هلک د جنسي تيري دپاره حمله کړې وه.

نذير ويلي په هغه لګېدلي تورونه سازش دی، او ټول تورونه يې رد کړي دي.

د عدالت جج جسټس لېونډر، لارډ نذير احمد په ضمانت پرېښودی او په څلورمه فرورۍ يې ورته د حاضرېدو ويلي او په دغه نېټه به نذير ته سزا اورول کیږي.

لارډ نذير چې د پاکستان د انتظام لاندې کشمير سره یې تعلق دی په برتانوي برني اېوان کې یې 20 کاله تېر کړي دي.

يوې43 کلنې طاهره زمان هم په لارډ نذير باندې تور لګولی وو چې درې کاله وړاندې هغې د لارډ نذير نه د پوليس په يوه معامله کې مرسته غوښتې او هغې ورسره جنسي اړیکې جوړول نه غوښته، خو بيا د دغه قضيې دپاره جوړې کمېټۍ ويلي وو د هغې باوجود ورسره هغه جنسي اړيکې جوړې کړې وې.

لارډ نذير په کال 2018م کې د پاکستان سفر کړی او د وزيراعظم عمران خان سره یې ليدلي وو او دواړو د پاکستان په نړیواله کچه د اړيکو جوړولو په سر خبرې اترې کړې وې.

بي بي شیرینه

بي بي شیرینه – په ټیلې ویژن
please wait

No media source currently available

0:00 1:59:59 0:00

Recommended

XS
SM
MD
LG