لاس رسیدونکی لینک

Breaking News

طالبانو یو پروفیسر نیولی، ایمنېسټي انټرنېشنل او د بشري حقونو د څار ادارې مشرې یې غندنه کړې


واشنګټن ـــ طالبانو په کابل کې د فیض الله جلال په نوم پروفیسر او د سیاسي چارو څېړونکی پر دوی د «سختو نیوکو» له کبله نیولی دی. د مدني ټولنې فعالانو او د بشري حقونو نړیوالې ادارې ایمنېسټي انټرنېشنل د هغه د نیولو غندنه کړې ده.

پروفیسر فیض الله جلال د کابل پوهنتون د وکالت او سیاسیاتو د څانګې استاد دی. د هغه لور حسینه جلال د پلار نیول کېدل تایید کړي او د هغه د خوشي کېدو غوښتنه یې کړې ده. حسینې جلال د شپې ناوخته پر ټویټر لیکلي:

"شپږ ګنټې کېږي چې زما پلار پروفیسر جلال نیول شوی دی او له راهیسې زموږ خبرې ورسره نه دي شوې. له طالبانو غواړم زما پلار دې ژر خوشی کړي".

د افغانستان ځایي رسنیو د ځینو سرچینو په وینا لیکلي چې پروفیسر جلال دا مهال د طالبانو له استخباراتي ادارې سره دی او پلټنې ترې کوي. د طالبانو ویاند ذبیح الله مجاهد هم د هغه نیول تایید کړي او پر هغه یې د خلکو د پارولو تور پورې کړی:

"د جلال په نامه یو ‌متعصب انسان د‌ خپلو هغو‌ خبرو د‌ وضاحت لپاره نیول شوی چې په ټولنیزو رسنیو کې یې خلک د نظام په ضد هڅول او د انسانانو له عزت سره یې لوبې کولې".

ذبیح الله مجاهد له خپل ټویټ سره د «فیضل الله جلال» په نوم د یو ټویټر اکاونټ دوه ټویټونه هم خپاره کړي، چې نیولي پروفیسر ته یې منصوب کړي دي، خو د هغه لور حسینه جلال دغه ټویټر اکاونټ جعلي بللی او له خلکو یې د دې اکاونټ د رپوټ کولو غوښتنه کړې ده.

په دغو ټویټونو کې چې ذبیح الله مجاهد خپاره کړي، د طالبانو د استخباراتو مشر او د ملي امنیت د ادارې کارکوونکي پاکستانیان بللي او تور یې پورې کړی چې دوی ته د پاکستان استخباراتي اداره ای ایس ای تنخا ورکوي. د طالبانو ویاند د هغه خبرې «اوتې بوتې» بللې دي. پاکستان دغو تورونو ته لا څه جواب نه دی ویلی.

د بشري حقونو نړیوالې ادارې ایمنېسټي انټرنېشنل هم په یو ټویټ کې د پروفیسر جلال نیولي غندلي او د طالبانو له چارواکو یې غوښتي چې هغه ژر او بې له کوم شرطه خوشی کړي:

"ایمنیسټي انټرنېشنل په یو ټي وي شو کې د خپلې وینا د ازادۍ او پر طالبانو د نیوکو له کبله د کابل پوهنتون د استاد پروفیسر جلال د نیولو غندنه کوي".

پر ټولنیزو رسنیو هم ګڼ شمېر عامو خلکو، مدني او د بشري حقونو فعالانو د پروفیسر فیض الله جلال د نیولو غندنه کړې او د هغه د خوشي کېدو لپاره یې د «فري جلال» په نوم پر ټویټر باندې یو هېشټېنګ پیل کړی دی.

د بشري حقونو د څار د نړیوالې ادارې د اېشیا څانګې مشرې پېټریشا ګوسمن هم پر ټویټر لیکلي چې طالبان هیڅکله تنقید او د بیان ازادي نه زغمي. مېرمن ګوسم وایي پروفیسر جلال باید دستي خوشی شي:

"د طالبانو چارواکي د ټولو امرانه حکومتونو غوندې هر ډول تنقید خطر ګڼي او بیا پر هغوی [تنقید کوونکو] د جبر لپاره پلمې لټوي".

پر ټولنیزو رسنیو خلکو لیکلي چې پروفیسر فیض الله جلال د تېرو حکومتونو پر کارونو هم نیوکې کولې خو وایي هغوی تر اوسه ونه نیو، مګر طالبانو په یوه ټیلیویژني مباحثه کې پر دوی د نیوکو له کبله نیولی دی.

XS
SM
MD
LG