لاس رسیدونکی لینک

تازه خبر

پاکستان کې د کرونا مثبتې پېښې د 7 فيصدو نه سېوا شوي


په پاکستان کې د تيرو څو ورځو راهسې د کرونا پېښې ورځ تر بلې سېوا کيږي او د سرکاري شمېرو ترمخه په تېر شوا روز کې د کرونا مثبتې پېښې د اووه فيصدو نه سېوا شوي دي.

په ملک کې د کرونا د څار او انتظام دپاره جوړې کمېټۍ (اېن سي او سي) د شمېرو ترمخه چې نن د جمعې په ورځ (14 جنورۍ) يې خپرې کړي، ويل شوي په تير شوا روز کې د کرونا مالومولو دپاره 48زره 449معاينې يا ټېسټونه شوي او په 3567 کسانو کې کرونا وايرس مالوم شوي دي.

ویل شوي د مثبتو پېښو کچه 7.36فيصده ته رسېدلې ده، او په کرونا اخته اووه نور کسان مړه شوي دي.

د سرکاري شمېرو ترمخه دا وخت په ملک کې په کرونا وايرس اخته 675 کسان داسې دي چې روغتيايي حالت يې سخت دی.

په 13 جنورۍ د کرونا مثبت پېښې 6.12فيصده، په 12 جنورۍ 4.70فيصده، په 11 جنورۍ 3.33فيصده رپورټ شوې وې.

په پاکستان کې د کرونا څخه تراوسه پورې ټول 28زره 999 کسان مړه شوي دي.

پرون د تعليم مرکزي وزير شفقت محمود ويلي، هغه هم په کرونا وايرس اخته شوی دی.

په پاکستان کې چارواکي وايي په ملک کې د کرونا اومېکرون ډول هم په چټکتيا سره خوريږي، چارواکي او ډاکټران په خلکو بيا بيا غږ کوي چې د کرونا څخه د ځان او نورو ژغورنې دپاره دې احتیاطي تدابیر خپل کړي او ويکسين دې ولګوي.

دوه ورځې وړاندې مرکزي وزير اسد عمر ويلي، په ملک کې يې د کرونا وایرس د ويکسينو لګولو په لړ کې بل هدف ترلاسه کړی او د 100 ملينو نه زیاتو کسانو د کرونا ویکسين يو ډوز لګولی دی.

هغه ويلي وو، په دغو کسانو کې نزدې 75 ملينه داسې دي چې پوره ويکسين يې لګولي دي، هغه زياته کړې وه کار لا پوره نه دی او دغه ويکسين لګول به دوام لري.

بي بي شیرینه

بي بي شیرینه – په ټیلې ویژن
please wait

No media source currently available

0:00 1:59:59 0:00

Recommended

XS
SM
MD
LG