لاس رسیدونکی لینک

تازه خبر

ډېره اسماعيل خان کې د پوليو ټيم په ساتونکو پوليسو ډزې شوي


د خېبرپښتونخوا په ډېره اسماعيل خان ضلع کې د پوليو ټيم په ساتونکو پوليسو ډزې شوي، خو پوليس وايي په ډزو کې پوليسو ته کومه مرګ ژوبله نه ده اوښتې.

د ډېره اسماعيل خان پوليسو نن د زیارت/ پنجشنبې په ورځ (20 جنورۍ) وي او اې ډيوه سره په شریک کړي خبر کې ويلي، د کلاچي تاڼې د روړي په علاقه کې ترهګرو د پوليو ټیم په ساتونکو پولیسو ډزې کړي دي.

پولیسو ويلي، په ډزو کې پوليس بچ وتلي کومه مرګ ژوبله ورته نه ده اوښتې، او ترهګر د موقعې څخه په تېښته کې بريالي شوي دي.

ویل شوي د پېښې وروسته د پوليسو اضافي سرتيري علاقې ته لېږل شوي او د پوليو کمپاين روان ساتل شوی دی.

د دې خبر خپرېدو پورې د دغه بريد زمه واري چا نه ده منلې.

د تېر کال اګست په دوېمه نېټه هم په ياده علاقه کې د پوليو ټيم په ساتنه مامورو پوليس باندې وسله وال بريد شوی يو سرتيری پکې وژل شوی وو.

له دغې يوه ورځ وړاندې په جنوبي وزیرستان او پېښور کې هم د پوليو ټیمونو په ساتنه مامورو پولیسو باندې دوه بريدونه شوي چې پکې په جنوبي وزيرستان کې پولیس سرتیری ژوبل شوی او په پېښور کې وژل شوی وو.

د ګل/ دوشنبې په ورځ 17 جنورۍ د خېبرپښتونخوا په ډيره اسماعیل خان، بنو، لکي مروت، ټانک شمالي او جنوبي وزيريستان کې د پوليو په ضد خصوصي کمپاين پېل شوی وو..

د خېبرپښتونخوا د پوليو د مخنيوي بيړني مرکز د وينا ترمخه په بنو او ټانک کې د پوليو وايرس د مثبتو ماحولياتي نمونو نه پس د دغه خصوصي مهم د چلولو فېصله شوي ده.

هېلو وي او اې په ټي وي

هېلو وي او اې په ټي وي
please wait

No media source currently available

0:00 0:59:56 0:00

بي بي شیرینه

بي بي شیرینه – په ټیلې ویژن
please wait

No media source currently available

0:00 1:59:58 0:00

Recommended

XS
SM
MD
LG