لاس رسیدونکی لینک

تازه خبر

د افغانستان په هرات ولایت کې چاودنې اووه تنه وژلي او نهه ټپیان


په هرات کې د چاودنې منظر.
په هرات کې د چاودنې منظر.

واشنګټن ــــ د افغانستان په لوېدیځ ولایت هرایت کې په یوه کوچني مسافر موټر یا وېن کې چاودنه شوې چې ښځې او ماشوم هم پکې سپاره وو او مرګ ژوبله ورته اوښتې ده.

چاودنه د خالي- شنبې په ماښام په ځایي وخت شاوخوا شپږ بجې د هرات ښار په حاجي عباس سیمه کې هغه وخت شوې چې یو شمېر مسافر له مرکز څخه د خاتم ‌النبیا سیمې ته روان وو.

په هرات کې د طالبانو یوه کمانډر مولوي انصاري رایټرز خبري ایجنسۍ ته ویلي چې په چاودنه کې شپږ تنه وژل شوي او نهه تنه ټپیان شوي دي، خو وایي‌ د چاودنې سبب تر اوسه نه دی معلوم.

خو د افغانستان ځایي رسنۍ بیا په چاودنه کې د وژل شویو کسانو شمېر اووه یادوي.

د پېښې عیني شاهدان وایي، په دې چاودنه کې ښځې او ماشومان هم ټپیان شوي دي، خو د طلوع نیوز د خبر له مخې روغتیايي چارواکو ویلي چې په چاودنه کې څلور ښځې هم وژل شوې دي.

د هرات د روغتیا یوه چارواکي- چې نه یې غوښتل نوم یې ښکاره شي- رایټرز ته ویلي، چې روغتون ته د پېښې په وروړل شویو ټپیانو کې د درو تنو حالت مرګونی دی.

د دې چاودنې ذمه واري تر اوسه کومې وسلوالې ډلې پر غاړه نه ده اخیستې. دا لومړی ځل دی چې د طالبانو له واکمنۍ وروسته په هرات ښار کې چاودنه کېږي.

د طالبانو مرکزي حکومت تر اوسه د چاودنې په اړه رسنیو ته څه نه دي ویلي.

د تېر 2021م کال په اګست میاشت کې چې طالبان پر افغانستان واکمن شوي، د دې هېواد په پایتخت کابل او نورو ولایتونو کې ګڼ شمېر بمي‌ بریدونه شوي چې د اکثرو ذمه واري داعش ډلې پر غاړه اخیستې ده.

بي بي شیرینه

بي بي شیرینه – په ټیلې ویژن
please wait

No media source currently available

0:00 1:59:59 0:00

Recommended

XS
SM
MD
LG