لاس رسیدونکی لینک

تازه خبر

جنوبي وزیرستان: پارلیماني استازو د پېښور د کور کمانډر نه په علاقه کې د امنيت غوښتنه کړې


د جنوبي وزیرستان نه د صوبايي او مرکزي پارلیمان او سېنېټ استازو د پېښور کور کمانډرلفټننټ جنرل فیض حمید سره لیدلي او په علاقه کې د امن امان وضعیت ټینګولو سره د نا امنۍ د پېښو وروسته د عامو خلکو ځورولو د ودرولو غوښتنه کړې ده.

د خالي/ شنبې په ورځ (22جنورۍ) د کور کمانډر سره په لیدنه کې د مسيد قوم منتخب استازو د کور کمانډر نه په جنوبي وزیرستان کې د دوه ضلعو جوړولو سره د قبايلي ضلعو دپاره د جدا سکرټريټ غوښتنه هم کړې ده.

د جنوبي وزیرستان دې منتخب استازو د کور کانډر سره وروسته له هغې لیده کاته کړي چې د دسمبر په 25م سراوغه سیمه کې د پاکستان پیپلز ګوند د ضلعې عمومي سیکتر نجيب مسيد نامالومو کسانو په ډزو وژلې وو او د هغه په وژنه د مسیدو قومي جرګې پرله پسې په علاقه کې د امنیت د ټیګښت سره د نجیب په وژنه کې د ککړو کسانو نیولو غوښتنه کړې ده.

د صوبايي پارلیمان غړي قاري اعصام ا لدین وویل د کور کمانډر په لیدنه کې اېم پي اې انیته مسید، اېم اېن اې مولانه جمال الدین او سېنېټر دوست محمد شامل وو.

وي او اې ډيوه سره په خبرو کې نوموړي وویل د ملاقات په مهال یې کور کمانډر فېض حميد ته د قوم بيلابيلې ستونزې وړاندې کړې چې پکې د ناامنۍ په پېښو قابو راوستل او په علاقه کې یې ترې د امنیت د ټینګښت غوښتنه وکړه.

هغه وویل چې په دې ورستیو کې د سراروغه تحصیل ټیټ سروېک سیمه کې ترسره شوې د ناامنۍ د پېښې وروسته بې ګناه کسان نیول شوي د هغو د خوشي کېدو او بیا د پاره د کومې بدې پیښې وروسته دې د عامو خلکو د ځورولو لړۍ ودرول شي.

هغه زياته کړه په غونډه کې يې په جنوبي وزیرستان کې د دوه ضلعو د جوړولو د ژمنې عملي کولو غوښتنه هم وکړه او وې ويل چې د قبايلي ضلعو دپاره دې ځانله جدا سيکرټريټ جوړ کړی شي.

د حکومتي واکمنه ګوند پاکستان تحریک انصاف سېنېټر دوست محمد وویل د پېښور کور کمانډر فيض حميد د دوی د څرګندونو هرکلى وکړ او ډاډ يې ورکړو چې ټولې ستونزې به يې هواري کړي.

هغه وویل دوی ډاډمن دې چې غوښتې به یې پوره شي.

په عېن حال کې ځینې راپورونه وایي حکومت د سېنېټ د پخواني غړي سینټر صالح شاه په مینځګړیتوب د پاکستاني طالبانو سره خبرې پیل کړي دي.

حکومت او طالبانو د دغو خبرو کولو د خبر تاييد نه دی کړی خو په علاقه کې د پي ټي اېم فعال او د مسید جرګې غړی شاه فیصل غازي وايي پخوانی سېنېټر صالح شاه د دواړو فریقیو سره لیده کاته کړي او نن به دا حال د مسيدو جرګې ته وړاندې کوي.

هغه وویل د دوی په علاقه کې د امنیت د ټینګښت او نجیب مسید ته د انصاف تر لاسه کېدو غوښتنې په ځای دي.

د جرګې یو بل غړي ملک سعید انور وویل د دوی تر ټولو لویه ستونزه په علاقه کې ناامني او په عملیاتو کې د اغیزمنو خلکو بیا اباد کاري ده. چې د دوی وران کورونه او مارکیټونه دې جوړ کړی شي.

هغه وویل د ناامنۍ د لاسه دوی سیمه اوس هم شاړه ده.

تر دې وړاندې چې کله پوځ په کال 2009م کې په جنوبي وزیرستان کې د ترهګرو په ضد د راه نجات په نوم عملیات کړي وو نو دعوه یې کړې وه چې دغه سیمه يې د ترهګرو نه پاکه کړې ده.

د دغو عملیاتو په مهال پوځ د عامو کورونو څخه هم وسلې ټولې کړې وې خو په دې وروستیو کې یو ځل بیا په جنوبي او شمالي وزیرستان کې په امنیتي ځواکونو د بریدونو او هدفي وژنو لړۍ چټک شوې ده.

په امنیتي ځواکونو د کیدونکو زیاتره بریدونو پړه د پاکستاني طالبانو تحریک پغاړه اخلي چا سره چې تیرکال د نومبر په میاشت کې حکومت د یوې میاشتې ډزبندي کړې وه خو وروسته پاکستاني طالبانو حکومت سره د دې ډزبندۍ د ختمولو اعلان کړی ‌وو.

د روانې میاشتې د جنورۍ په پينځمه د پاکستان د پوځ وياند مېجر جنرل بابر افتخار هم د ټي ټي پي سره د ډز بندۍ ختمول تاييد کړي او ویلي یې وو، د ټي ټي پي پرضد جګړه روانه ده

د پاکستان دکورنیو چارو وزیر شیخ شید وړمه ورځ خبریالانو ته ویلي وو طالبانو چې د ډزبندۍ لپاره حکومت ته کوم شرطونه ایښودي وو هغه ډیر سخت وو ځکه دغه ډزبندي نوره ونه غځول شوه.

هغه ویلي وو که ټي ټي پي وسلې غورځوي او د پاکستان ایین او قانون منلو ته غاړه ږدي نو دروازې ورته پرانستي دي او که جګړه غواړي نو په ضد به یې جنګ کولی شي.

هېلو وي او اې په ټي وي

هېلو وي او اې په ټي وي
please wait

No media source currently available

0:00 0:59:56 0:00

بي بي شیرینه

بي بي شیرینه – په ټیلې ویژن
please wait

No media source currently available

0:00 2:32:32 0:00

Recommended

XS
SM
MD
LG