لاس رسیدونکی لینک

تازه خبر

طالبانو په ناروې کې د اتو ملکونو له خاصو استازو سره وکتل


اسلو ته نږدې یو هوټل کې د طالبانو له چارواکو سره د اتو ملکونو د استازو غونډه
اسلو ته نږدې یو هوټل کې د طالبانو له چارواکو سره د اتو ملکونو د استازو غونډه

واشنګټن - د امریکا او یورپ سفارتکارانو د ګل/دوشنبې په ورځ په ناروې کې د افغانستان د واکمنو طالبانو د استازو سره په دې باندې خبرې پیل کړې چې څنګه د افغانستان د بشري بحران سره مقابله وکړي.

په داسې حال کې چې میلینونه افغانان د ژمي په دې ساړه موسم کې د لوږې او غریبۍ د سخت بحران سره مخامخ دي، ناروې هېواد د طالب استازو سره د ملاقاتونو دا سهولت برابر کړی دی.

ناروې او د نېټو نور اتحادیان د طالبانو په مشرۍ حکومت چې تېر اګسټ یې په کابل قبضه وکړه، په رسمیت نه پېژني، مګر د افغانستان د بحران په زورور کېدو سره یې طالبانو سره خبرې کول ضروري ګڼلي دي.

د افغانستان دپاره د امریکا خاص استازي ټامس وېسټ د اتوار/یکشنبې په ورځ په ټویټر ولیکل: "مونږ به د طالبانو سره د خپلو فکرمندیو په حواله او په یو با استحکامه، د بشري حقونو خیال ساتونکي او ټولشموله افغانستان کې د خپلو برقراره مفاداتو په اړه د خلاصو سترګو ډېپلومېسي جاري وساتو."

د طالبانو د خارجه وزارت ترجمان عبدالقهار بلخي په ناروې کې د نن ورځې د ناستې په اړه ویلي چې د دوی استازو د امریکا، برطانیې، ناروې، جرمنې، اېټلي، قطر، فرانس او یورپي اتحاد له خاص استازو سره کتلي دي. د بلخي په وینا، د ګل/دوشنبې ورځې په ناسته کې په اقتصاد، بشري مرستو، امنیت، د افغانستان د مرکزي بنک په فعالیت، صحت او نورو مسایلو بحثونه شوي دي.

د جلا وطنه افغانانو ځینو ډلو او همدا شان په ناروې کې د حکومت حزب اختلاف په دې کار سختې نیوکې کړې چې طالبان اسلو ته بلل شوي دي. منتقدین وایي چې د طالبانو سره هر ډول همکاري به صرف د هغې تندلارې ډلې د قوي کېدو سبب شي.

خو د ناروې د بهرنیو چارو وزیرې انېکین هوېټفېلټ ویلي چې د افغانستان نهه دېرش میلینه آباتي د اقتصادي بحران، کرونا وبا، او خشکسالۍ په رنځونو اخته شوې ده. هغې زیاته کړې ده: "که چېرته هغو ته په وخت سره امداد ونه رسول شي، شاید یو میلین ماشومان د لوږې نه مړه شي، او یوه ناقابل تصور شرحه (٪۹۷) خلک به سږکال د غریبۍ د کرښې نه لاندې پرېوزي."

ناروې دا هم ویلي چې د نګران خارجه وزیر امیر خان متقي په مشرۍ د طالبانو دغه پلاوي ته به د ناروې د خارجه وزیرې او یا د ناروې د کابینې نورو وزیرانو سره د ملاقات موقع ورنکړل شي، خو شاید د حکومت یو ټیټ رتبه وزیر ورسره ملاقات ولري.

هېلو وي او اې په ټي وي

هېلو وي او اې په ټي وي
please wait

No media source currently available

0:00 0:59:56 0:00

بي بي شیرینه

بي بي شیرینه – په ټیلې ویژن
please wait

No media source currently available

0:00 1:59:58 0:00

Recommended

XS
SM
MD
LG