لاس رسیدونکی لینک

تازه خبر

امریکا کې د افغان سفارت بنکي اکاونټونه کنګل شوي دي


په واشنګټن ډي سي کې د افغانستان د سفارت ودانۍ چې اوس هم د افغانستان ملي بېرغ ورباندې رپیږي
په واشنګټن ډي سي کې د افغانستان د سفارت ودانۍ چې اوس هم د افغانستان ملي بېرغ ورباندې رپیږي

واشنګټن - د افغانستان د پخواني حکومت سفارتکاران چې په امریکا کې پر خپلو عهدو برقرار پاته دي، اوس د یو نوي مشکل سره مخامخ شوي، او هغه دا چې د هغو رسمي بنکي اکاونټونه کنګل شوي دي.

دوه جګپوړو افغان سفارتکارانو چې غوښتل نومونه یې پټ وساتل شي، وي او اې ته د دې خبرې تصدیق وکړ چې په واشنګټن کې د افغانستان د سفارت او امریکا کې د افغانستان د دوو قونسلګریو بنکي اکاونټونه د یوې میاشتې نه زیات وشول چې کنګل شوي او دوی ورته لاس رسی نلري.

په واشنګټن کې د افغانستان سفارت اوس مهال د کابل نه پیسې یا فنډونه نشي ترلاسه کولی، ځکه کابل باندې اوس طالبانو قبضه لګولې ده. دا سفارت تر اوسه په هغو پېسو چلېدلی پاته دی چې د قونسلي خدماتو له درکه یې د خلکو نه ترلاسه کوي.

د افغانستان په قونسلګریو کې نوي پاسپورټونه هم ختم شوي، خو د چا چې ضرورت وي، نو قونسلګرۍ یې د پاسپورټونو موده ورته غځوي. اوس نو چې د پاسپورټونو د مودې غځولو فیس نور د افغانستان د سفارت په رسمي بنک اکاونټ کې نشي جمع کېدلی، نو د سفارت عمله د درخواست کوونکو مني آرډر یا تیار چېکونه، پخپلو شخصي بنک اکاونټونو کې جمع کوي او چې میاشت آخره شي، نو خپلو منځونو کې حساب کوي چې د سفارت د میاشتې آمدن (عاید) څومره شوی دی.

یو افغان سفارتکار وي او اې ته وویل، "مونږ د امریکې خارجه وزارت سره خبرې کړي، خو تر اوسه هېڅ کوم پرمختګ ندی شوی." هغه زیاته کړه، امریکایي چارواکو ډېپلماټانو/سفارتکارانو ته مشوره ورکړې چې دا خبره په عامو ځایونو کې یاده نکړي.

که څه هم د افغانستان پخوانی حکومت چې دغو سفارتکارانو یې نمایندګي کوله، څه باندې پنځه میاشتې وړاندې ړنګ شو، خو اوس هم د ملګرو ملتونو دپاره د افغانستان د دایمي دفتر په شمول، امریکا کې د افغانستان متعلق څلورو سفارتکاري دفترونو کې، شاوخوا نیوي (۹۰) سفارتکاران په خپلې عهدې پاته دي.

طالبانو د اګسټ په ۱۵مه په کابل قبضه ولګوله خو تر اوسه هېچا د هغو حکومت په رسمیت ندی پېژندلی
طالبانو د اګسټ په ۱۵مه په کابل قبضه ولګوله خو تر اوسه هېچا د هغو حکومت په رسمیت ندی پېژندلی

افغان ډېپلوماتانو ویلي، د دغو دفترونو د رسمي بنکي اکاونټونو کنګل کېدل، د افغانستان سفارت په مالیاتي لېن دېن، په شمول د تنخواګانو، کرایې، او د صحت د بیمې پېسو ادا کولو باندې، بد اثر غورځولی دی.

کله چې وي او اې د امریکا د خارجه وزارت نه د افغانستان سفارت د رسمي بنکي اکاونټونو د کنګل کېدو په اړه وپوښتل، نو د خارجه وزارت ترجمان وویل چې د افغانستان د سفارت د کارکنانو عهدې اوس هم دوی ته د اعتبار وړ پاته دي، مګر د بنکي اکاونټونو د کنګل کېدو په مسئله یې څه جواب ورنکړ.

امریکا کې د افغانستان د سفارت رسمي بنکي اکاونټونه، په سيټي بنک کې دي. د سیټي بنک یو ترجمان هم د موضوع په اړه د څه خبرې کولو نه ډډه وکړه.

مبهمه تګلاره؟

افغانستان کې طالبانو ځان ته اسلامي امارت په نوم حکومت اعلان کړی چې امریکا یې په رسمیت نه پېژني، خو امریکایي چارواکو د طالبانو د چارواکو سره په قطر، ناروې او نورو ځایونو کې ملاقاتونه کړي دي.

د افغانستان دپاره د امریکا خاص استازي ټامس وېسټ د اتوار/يکشنبې په ورځ، وړاندې تر دې چې د امیر خان متقي په مشرۍ د طالبانو له وفد سره وګوري، په اسلو کې وویل: "مونږ به د طالبانو سره د خپلو فکرمندیو په حواله او په یو با استحکامه، د بشري حقونو خیال ساتونکي او ټولشموله افغانستان کې د خپلو برقراره مفاداتو په اړه د خلاصو سترګو ډېپلومېسي جاري وساتو."

څېړونکي وایي د امریکا دا تګلاره، په افغانانو کې یو ډول ابهام راپیدا کړی دی. په واشنګټن کې د نیو امریکا ټهېنک ټنک یوه څېړونکې کانډېس وایي: "دا چې د دغو دوو هم مهاله متوازي حکومتي اډانو د موجودیت په بدو اثراتو او مضمراتو باندې فکر نکیږي، دا یوه ناقصه تګلاره ده."

یوه بله امریکایي څېړونکې، جنېفر مرتضاشویلي بیا وایي چې د هغې په خیال، "امریکا د افغانستان په اړه د ډېرې مودې راهیسي ګنګسه پاته ده." هغه زیاتوي چې امریکا به یو فعاله افغان سفارت ته ضرورت ولري چې امریکا ته تازه راوستل شوي لسګونه زره افغانانو ته قونسلي خدمات برابر کړی شي.

امریکا کې د افغانستان سفارت د مالي ستونزو له امله، خپل ټول ځایي (امریکایي) کارکنان رخصت کړي او چې کله سفارت ته ټلیفون وشي، نو ماشین یې ځواب ورکوي. سفارتکاران وایي، هغوی د دوو میاشتو راهیسي په رضاکاره توګه بغیر د تنخوا، کار کوي.

لکه د دنیا په نورو ملکونو کې، په امریکا کې هم د افغانستان سفارتي دفترونو د طالبانو د خارجه وزارت سره د کار کولو نه انکار کړی دی او سفارتکاران وایي چې هغوی د افغانستان د پخواني اسلامي جمهوریت نمایندګي کوي.

که څه هم طالبانو ډېر خواستونه کړي چې د دوی حکومت دې په رسمیت وپېژندل شي، خو تر اوسه هېڅ کوم هېواد د هغوی حکومت ندی تسلیم کړی.

افغان سفارتکاران پناه غواړي

امریکا کې دوو افغان سفارتکارانو چې نه یې غوښتل نومونه یې یاد شي، وي او اې ته وویل چې لږ تر لږه درې افغان سفارتکارانو چې په واشنګټن کې یې سفارت کې کار کاوه، په کېنېډا کې پناه اخیستې ده، او نور سفارتکاران په دې کوشش کوي چې ځآنونو ته نورې دایمي لارې چارې ولټوي.

یو ډیپلماټ وي او اې ته وویل چې د ویزې معیاد یې په ډسمبر کې ختمیږي، او زیاته یې کړه: "واضحه خبره ده چې مونږ افغانستان ته واپس نشو تللی. مونږ د خپلو ټولو سفارتکارانو د آیندې دپاره د حل یوه لاره لټوو."

د امریکا د مهاجرت، شهريتوب او کسټم ادارې هم دې ستونزې ته په توجه سره، امریکا کې د افغان سفارتکارانو د قانوني اسنادو د بدلولو دپاره ځانګړي اقدامات اعلان کړي دي.

د دغې ادارې په وېبسايت باندې یو نوټس چاپ شوی او په کې ویل شوي: "که تاسو یو افغان وګړی یاست چې امریکا ته په A-1، A-2، G-1 او G-2 غیرمهاجرتي ویزو راغلي یاست؛ د ۲۰۲۱ کال د جولای په ۱۴مه مو داسې عهدې پرمخ وړي چې سفارتکاري یا نیمه سفارتکاري وي؛ او د Section-3 لاندې غواړي یو ګرین کارټ واخلئ، تاسو کولی شئ فورم نمبر I-485 بغیر د کوم فیس ورکولو ډک کړی چې هغه د دایمي اقامې یا د قانوني حالت د بدلون درخواست دی."

ځانګړې ویډیوګانې

بي بي شیرینه

بي بي شیرینه – په ټیلې ویژن
please wait

No media source currently available

0:00 1:59:58 0:00

Recommended

XS
SM
MD
LG