لاس رسیدونکی لینک

تازه خبر

شمالي وزیرستان: پوځ د يو ترهګر د وژلو دعوه کړې، په کرک کې د تيلو په کمپنۍ برید شوی


د پاکستان پوځ ويلي، د افغانستان سره په پوله د شمالي وزیرستان په سپين وام علاقه کې يې عمليات کړي او د يو ترهګر د وژلو دعوه يې کړې ده، بل لور ته په کرک کې د هنګو ضلعې سره په پوله د تيلو په يوه کمپنۍ بريد شوی سرتيری يې پکې وژل شوی او يو چارواکی يې تښتول شوی دی.

د سرکاري میډيا ترمخه پوځ ویلي، د شمالي وزيرستان په سپين وام کې يې د استخباراتي مالوماتو په اساس د ترهګر پرضد عمليات کړي او صدام نومې ترهګر پکې وژل شوی دی.

د وژل شوي تن په اړه نور جزيات نه دي ورکړی شوي خو ويل شوي چې هغه د چاودنو ماهر، او ترهګرو کړنو، وژنو او تاوان دپاره د تښتونو په پېښو کې ککړ وو.

دا پېښه په داسې حال کې شوې چې د شمالي وزيرستان په شېوا کې په وروستيو کې په سيمه کې د امنيت دپاره احتجاجي پرلت هم شوی وو.

نزدې يوه اوونۍ وړاندې هم د پاکستان پوځ د شمالي وزیرستان د مرکز میران شاه په ټل سيمه کې د دوه ترهګرو د وژلو دعوه کړې وه.

په افغانستان کې د طالبانو په واک کې د راتلو وروسته په شمالي وزيرستان او نورو قبايلي ضلعو کې د بدامنۍ پېښې سېوا شوي دي.

بل لور ته تیره شپه په کرک سيمه کې د تیلو په يو شخصي کمپنۍ (مول) باندې وسله وال بريد شوی پوليس وايي د کمپنۍ يو ساتونکی يې وژل شوی او يو چارواکی يې تښتول شوی دی.

لاقانونه ګرځول شوې تحریک طالبان پاکستان دعوه کړې تیره شپه يې په کرک کې په اېف سي ځواک بريد کړی يو سرتيری یې ورله وژلی او يو حوالدار يې ورله نيولی دی.

يو ځايي تن داود خټک وي او اې ته ويلي چې دغلته د وړاندې نه د بريد دهړکې وې. هغه ويلي د وژل شوي د جسد سره یې احتجاج پېل کړی، د بريد کوونکو د نیولو، د وژل شوي تن بچو ته دې نوکرۍ، شهدا پېکج ورکړی شي او تښتول شوی تن دې راخوشی کړی شي.

د علاقې يو امنیتي سرتيري د نوم نه ښودلو په شرط وي او اې ډیوه ته ویلي چې دغه پېښه په کوم ځای کې شوې دا د کرک او هنګو ضلعې پوله ده او د شمالي وزيرستان سره يې پوله نښلي.

چارواکي ويلي د پېښې وروسته د لټون عمليات پېل کړی شوي دي، او وي او اې ډیوه د کرک ضلعې د پوليس مشر (ډي پي او) سره د رابطې هڅه کړې خو هغه ورته ځواب نه دی ویلي.

ځانګړې ویډیوګانې

بي بي شیرینه

بي بي شیرینه – په ټیلې ویژن
please wait

No media source currently available

0:00 1:59:59 0:00

Recommended

XS
SM
MD
LG